امیر اوفقیر۱۴

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26842
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2009-06-17

ادوارد پادشاه
د حقيقي ادوارد د تاج پوشۍ مراسم  سرته ورسيدل ، ادوارد يو ښه پادشاه  ؤ ، ځكه چې  ده د خلكو په مينځ كښې وخت تير كړى ؤ  او په دى پوه شوى ؤ  چې خلك څنګه ژوند كوي اوڅه ته احتياج لري . توم په قصر كښى اوسيده او  د پادشاه يو ښه دوست ؤ .
ښاغلي مايلز   خپل ه لاسه تللى كور او جايدات  بير ته لاس ته راوړل  او له آغلې اديت سره يى واده هم وكړ. ادوارد پادشاه به كله كله د هغه د ليدو لپاره  هندن هال ته تللو چيرته چى باسيل د باغوانانو د مشر په حيث دنده تر سره كو ه.
جان كانتي بيا ونه ليدل شو، خو توم خپلې مور او خويندو ته په  كلي كښې يو ښكلى كور واخيست .
ادوارد پادشاه  تر ډيرى مودى ژوندى پاتې نه شو ، كله چې هغه مړ شو ، توم لاړ و او له خپلى مور او خپلو  خويندو س ه  استوګن شو ، او دا كيسه يى وليكله . توم ددى  كيسى به  ليكلو   دا  وښودله چى څنګه يو فقير توم د څو ورځو لپاره د انګلستان پادشاه ؤ.   ( پاى )