یو خوراک پلو
عبدالجميل ممتاز
ټکنده غرمه
وه ، د پاخه سړک تا و د پښو تلې سوځولې ، موټروان د ځان د پاره په خپل موټرکی پکی لګولی و. یخ شمال یی د ږیري تار
تاربېلاوه ، وړوکی هلک چی له سحار راهیسې یې شاررو، شاررو نعرې وهلې په خوله کې یی دومره نم نه و چی خپله ژبه پرې
ولمبوي ، د مخ په ډډو یې لارې لارې خولي بهیدلې ، بهانه یی داوه چی زه شاررو نعرې وهم خو په غلا غلا یی د پکې شمال
ته هم مخ نږدې کاوه ، البته ګرمي به یې په نصیب کې وه ، موټر د ستي ډک شو او موټروان په تلو تلو کې داوسپنې دوه
وپګۍ په خیرونو لپو کې ورته کیښودې .
ډیرتږی و، اوبه هم ګیلاس په روپۍ وې ، زړه یی ونه شو چی روپۍ پرې ورکړي . هو
ټل ته روان شو، د ننه په هوټل کی یې رنګ رنګ خواړه ولیدل ، خولې یی داسې اوبه وکړې چی تنده یی هیره شوه. دستي یی
په جیب لاس ننویست اوخپلی د اوسپنی روپۍ یی راوایستلې. په شرنګ شرنګ یې ټولې حساب کړې ، څلویښت هم پوره نه شوې. د
ځان سره یې وویل :
ـــ که په دې پیسو ډوډۍ وخورم ، د مور ځواب به بیا څه وایم هغه خو هره ورځ یو پنځوسی رانه
غواړي . نه نه پریږده یې ، نې خورم !
بس رڼې رڼې یی خلکو ته کتل. د هرچا مړۍ یی بیلا بیلې شمیرلې ، او د هغوی په اوږ
دو اوږدو ارګميو یی خپل زړه اوبه اوبه کړ.
هوټلي ته ورغی او ورته ویی ویل :
ـــ ما ما ! ډیر وږی یم لږ پلو خو
په قاب کی راکه چی وېخورم . هوټلي نیمه ډوډۍ چی پرونۍ پاتې وه ورته ونیوله:
ـــ هه واخله! ستا خو له پلوته نه ده
جوړه.
هلک ډوډۍ واخیسته، اوغلی د میزپه خوا کې کښیناست. دا چی پلو ته یی زړه شوی و ، نو وچې ډوډۍ ته یی دخولې
غیږه نه خلا صیدله. بیرته او چته پا څید اوهوټلي ته یی وویل:
ـــ ما ما ! څومره کار در سره وکړم چی بیا یو خو
اک پلو را کړې؟ ــ ــ ـــ ډیرشله هلک یی والله ، ځه ورشه ! ترهغې چی خلک ډوډۍ ته راځی، دسترخوانونه صافي کوه ، و
وسته ټول لوښي ووینځه بیا به یو خوراک پلو درکړم .
هلک ډیر خوشحا له شو او په کار یی پیل وکړ . هغه څه خبر و چی
تر څه وخته به خلک ځي راځي ، بیا به لوښي وینځي او وروسته به بیا خپله وږې خیټه مړوي . خودا چی له خوړلو نه یی طم
عه ښه ده هلک هم په همدې طمعه د ماسپښین تر درې بجو پورې په مزه مزه خپله دنده تر سره کړه. راغی هوټلی ته ود
ید:
ـــ ما ما ! کارخو می خلاص کړ زه ډیر وږی یم.
هو ټلي دستي اشپزته غږ وکړ:
ـــ توابه ! که پلو پا تې وي لږ
دغه هلک ته راوړه !
اشپز دیګی وکړنګاوه ، ځنډ پس یی سوي کویني په کا سه کې اچولي و هلک ته یی غږ وکړ:
ـــ راشه
داواخله ! هه ، دامی دځان د پاره سا تلي ول ، خودا چی تا ډیر کاروکړ اوستړی هم شوې نو ته یی وخوره!
هلک لکه په
ومړي ځل چی هوټل ته راغلی و او په لومړي ځل یی داسې پلو لید لی و ، مسکی شو او کا سه یی مخې ته کیښوده. ژر ژریی ټول
سوي کویني د پلو په نامه په خوند خوند وخوړل. وروسته پا څید د میزله سره یی ډکی واخیست ، د شونډوپه کونج کی یی
ونیو او د هډي په لور روان شو . تر ما ښا مه یی پنځوسی پوره کړ. وروسته له خپلوملګروسره په خنداخندا چی یعنې پلو
یې خوړلی د کور په خوارهي شو