د كابل ولايت د ميربچه كوټ په ولسوالۍ كې د
كرنې وزارت د چرګ روزنې پروژې پيل
نن چې د روان كال د سرطان د مياشتې له څلورمې سره سمون خوري د
كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
د چرګ روزنې پروژه د كابل ولايت د ميربچه كوټ په ولسوالۍ كې د كرنې وزارت د
مالي او اداري معين سليم خان
كندوزي، د كرنې وزارت د مالدارۍ او بڼ والۍ د پروژې مسؤل نور اكبري او د ملګرو م
تو د خوراك اوكرنې نړيوال سازمان (FAO) استازي Texty په ګډون پيل شوه.
په هغه ناسته كې چې په همدې اړوند د ميربچه كوټ و لسوالۍ د كوه دامن د شورا په تالار كې جوړه شوې وه ښاغلي كندوزي د دا ډول پروژو په اهميت خبرې وكړې او ددې پروژې پرانستل يې ددې ولسوالۍ د ښځو مشخصاَ دبې وزلو ښځو لپاره ډير مهم او حياتي ګام وباله هغه همدا ان د ښځو ونډه د كرنې په سكتور كې د پام وړ وبله او په دې اړوند يې د كرنې وزارت له راتلونكو پلانونو څخه يادونه وكړه.
ياده پروژه چې موخه يې د ګټو اخيستونكولپاره د يوه منظم ټولنيز اقتصاد او مناسبو خوړو ب
ابرول دي پتيل شوې
چې په نهو شمالي ولاياتو (كابل، پروان، كاپيسا، بلخ، كندز، تخار، جوزجان، سرپل، او سم
نګانو كې) د كرنې وزارت
پراختيايي پانګې څخه د ټول ټال۴.۷ مليونو امريكايي ډالرو په ارزښت د كرنې وزارت د ما
دارۍ او بڼ والۍ يا HLP
پروژې له خوا په دريو كلنو كې اجرا شي چې دم ګڼۍ يي د كابل، كاپيسا، سمنګان، بلخ، كندز او
تخار په ولاياتو
كې عملي كار دوام لري.
ددې پروژې د كاري طرزالعمل په اساس په لومړۍ مرحله كې ښځوته د
چرګانو د روزلو درۍ مياشتنۍ
مشورتي ا وزده كړه نيز تريننګ وركول كيږي چې دا مرحله په يادو ولايتونو كې
وړاندې پاۍ ته رسيدلې ده.
په دوهمه مرحله كې چې ټول ټال به پكې 20,000 كورنيو ته يوه يوه د چرګانو بسته (۱۵ دانې
د وو مياشتو
چرګوړي، ۲۵كيلو ګرامه د چرګانو خواړه او د چرګ خونې د جوړولو توكي) چې هره بسته يې۱۲۰ ام
يكايي
ډالره ارزښت لري په يادو كورنيو وويشل شي .
د يادولو وړ ده چې د كابل ولايت د ميربچه كوټ و
سوالۍ كې ددې پروژې په پرانيستو سره به په ټوليز ډول
۱۵۰۰۰ دانې د چرګانو يادې بستې ۱۰۰۰ اړو كورنيو ته په
وړيا توګه وركړل شي.