د درد ضد نوې ماده کشف شوه(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27085

دخبریدو نیټه : 2009-06-26

 

د درد ضد نوې ماده کشف شوه(رپوټ)

رپوټ ورکونکی میرویس جلالزی


د انسان د وجود د درد ضد یوه نوي  ماده وموندل شوه.

د امریکې د روغتیایې مطالعاتو د دفتر ډاکټرانو موندله چې د وجود طبیعي فعالیت کولای شي  درد کم کړې.
د وروستیو څیړنو له مخې څ ګنده شوې ده چې د انسان بدن په طبیعي ډول داسې مسکن تولیدوي چې اغیزي یې د درد د ضد تولیدونکو درملواو مورفیثنو څخه څو چنده زیات  دي.

دغه  ماده  چې په موږکانو ازمویل شوې ده  ښه نتیجه یې ورکړي او تر مورفینو یې اغیز ډیر زیات  دی. د  دې مادې  نوم اوپیورفین  دی.


امریکايي  څیړونکو ویلي دي چې په دې استه راوړنو سره به د نویو درد زیږونکو ناروغیو سره  ډغري ووهل  شي.
خو یو شمیر نور څيړونکي لا هم د دې نویو موندنو په اړه شکمن نظر لري او وایې چې دغه ماده لا زیاتو څیړنو ته اړتیا لري او کیدای شې چې د دې مادې تطبیق کلونه کلونه وخت وغواړي.


دغه راز دغه څیړونکي په دې باور هم دي چې اوپیورفین د انکفالین د تخریب مخ نیوی کوي.


انکفالین هغو موادو ته ویل کیږي چې د انسان په مرکزي اعصابو کې شتون لري او د  وجود د  غبرګون پر  مهال په بدن کې د  درد د  کمښت لامل ګرځي.