د بګرام په زندان کې له افغانانو سره بد سلوک(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27088

دخبریدو نیټه : 2009-06-26

د میرویس جلالزي ترتیب


((یادونه: دغه رپوټ د هغو شواهدو او مدارکو په اساس جوړ شوی چې د بي بي سي بريټانیې میشتې نشراتي ارګان له خوا تر یوې  پراخ څيړنې وروسته تر  لاسه شوي دي)).


بي بي سي د افغانستان د پلازمینې کابل شمال لوري ته پ اته د بګرام په هوايي ډګر کې له هغو بندیانو سره د امریکايي ساتندویانو د  غیر انساني او له  ټولو نړیوالو معیارونو سره د خلاف اعمالو بیلګي موندلي چې له طالبانو او القاعدې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

د بي بي سي څيړندوې ډلي موندلي چې په ګرام کې له بندي زندانیانو سره ناوړه سلوک کیږي، هغوي وږي ساتل کیږي، په سپو دارول کیږي، شکنجه کیږي او په ځينو مواردو کې د کوټې په بازوانو پوري د ساعتونو ساعتونو لپاره ځوړند ساتل  کیږي.

د بګرام د هوايي ډګر زندان په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو تر ټولو ستر او مرکزي محبس دی  چې پکې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو راهیسي په سلګونوتنه افغانان او د نورو ملکونو هغه وګړي چې له طا بانو او القاعدې سازمان سره د تړاو په تور نیول شوي ساتل کیږي.

د بي بي سي دغه تازه رپوټ چې په دغه زندان کې د زندانیانو د شکنجې په اړه کاږي ،  په دغه زندان کې له ۲۷ هغو بندیانو سره  تر  مرکې وروسته  خپور شوی چې په تازګۍ له دغه زندان څخه آزاد شوي دي.

دغه ۲۷ کسان د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۸کلونو تر  مینځ له طالبانو او القاعدې  ډلي سره د تړاو او همکارۍ  په تور نیول شوي ول خو بي له  دې  چې د هغوي محاکمه  وشي او پرې دغه تور ثابت شي په مختلفو وقفو کې  له زندان څخه آزاد کړای شوي دي.

مرکه کونکو خلاصو شویو بندیانو د بي بي سي څيړندویه ډلي ته ویلي چې امریکايی سرتیرو له دوي سره ناوړه چلند کړی او په ځينو مواردو کې یې په وسلې ډار کړي او تر ټولو د ډارولو بده پیښه خو هغه وه چې بندیان د ښځینه امریکايي سرتیرو پر وړاندي بربنډ درول شوي او و وسته بیا شکنجه کړای شوي دي.
په داسي حال کې چې دغه شواهد او د بندیانو خبري د امریکې  د دفاع وزارت ته هم استول شوي خو د امریکې  د  دفاع  وزارت یا پنټاګون یوه ویاند وویل چې د بګرام  په زندان کې  له پرتو بندیانو سره د نړیوالو  معیارونو او په خاصه توګه د ژینوا د کنوانسیون  مطابق  چلند کیږي.

ویاند د ګوتو په شمیر مواردو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند په تر سره کیدو اعتراف کړی  خو استدلال یې  دا دی چې دغه سرغړونکي سرتیري پوځي محاکمو ته  را کاږل شوي دي.

که چیرته د امریکې د دفاع وزارت د بي بي سي د څ يړندويي ډلي دغه رپوټ ومني نو دا به روښانه شي چې په داسي حال کې چې نوي ولسمشر بارک  اوبهاما د زندانیانو د نه شکنجه کولو امر کړی خو د جګړې د لومړۍ کرښې قوماندانان لا هم سرتیري شکنجه کوي.

په تیرو څو کلونو کې د بشر د حقونو مدافع ډلو په وار وار  د بګرام په زندان کې د بندیانو حالت ناوړه بللی او ویلي یې  دي چې دغ ته  زندانیان د کلونو کلونو لپاره د مدافع وکیل د نه درلودو په حال کې بي روښانه برخلیکه ساتل کیږي.

که څه هم د بګرام او ګوانتانامو بدنام زندان د حالت د تغیر  په اړه بارک اوبهاما د یو شمیر  ګامونو د پورته کولو ژمني کړي خو تر اوسه دغو ژمنو عملي بڼه نه ده موندلي.
افغان دولت هم د  دغه رپوټ څخه خپله پوره باخبري اعلام کړه او د ولسمشر ویاند وویل چې دغه مسله  په جدیت سره څاري.

د دولت ویاند همایون  حم یدزاده وایې  چې که په ریښتیا هم له بندیانو سره  دغه  ډول سلوک  شوی وي نو دوي پرې سخت خفه دي او د زندان د حالت د ښه کیدو مطالبه کوي.

ښایې د بګرام زندان یو له هغو امریکايي  زندانونوڅخه وي چې د نوم او ځای سره یې خلګ اشنایي لري خو دا ویره هم شته چې د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې چیرته چې امریکايي او نور بهرني سرتیري پوځي حضور لري ورته ډیر نور تش په نامه زندانونه لیکن شکنجه  ځایونه شتون ولري.