دچنګاښ ۸ مه
رپوټ ورکونکی شاهد ا له شاهد
دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښارکې د شهیدانو،معیوبینو او معلولینوپه (۴۵۶)کورنیو دیوکلن امتیازاتو درې میلیونه او درې لکه افغانۍ ورکړه او د شهیدانو فاتحې د اخیستلوپه موخه غونډه جوړه شوه.
نوم
وړی غونډه کې دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا غړو،قومي مشرانو،جهادي قوماندانانو،او
په زرګونوتنودشهیدانوکورنیو، معلولینو اومعیوبینوبرخه اخیستې وه، غونډې ته دمیدان وردګ ولایت والي محمدح
يم فدايي په خپلوخبروکې وویل شهیدان او معلولین د هېواد هغه افتخارونه اود ځانکړي مقام لرونکي خلک دي چې
دافغانستان په حکومت او ولس بې ساري حقونه لري، خومتاسفانه د همدغه زرګونوشهیدانو او معلولینو وینوته چا کوم
ارزښت نه دی ورکړی او دهغه ارمانونو دترسره کولولپاره چې دوۍ خپلې وینې قرباني کړې وی ترسره نشول، دهغوۍ ارمان
په افغانستان کې یو ولسواک نظام جوړول وو، ښاغلي فدایي زیاته کړه که چیر موږ اوتاسود شهیدانو ارمانونه پوره
کول غواړو نو راځئ په راتلوونکوټولټاکنو کې برخه واخلو او دخپلې خوښې نظام جوړ کړو، وروسته د معلولینواوم
عیوبینوپه استازیتوب محمدالله خبرې وکړې او دحکومتي چارواکوڅخه یې په سیمه یېزو او انکشافي شوراګانو کې دمع
ولینو دونډې او هم یې دشهیدانو،معلولینواو معیوبینولپاره دیوښارګوټي غوښتنه وکړه، چې په دغه برخه کې دولایت
مقام هڅې وستایلې،وروسته دولایتي شورا رییس او منشې هم خبرې وکړی او ددغه محرومې برخې دپیاوړي کولوغوښتنه یې
وکړه، په اخرکې په (۴۵۶) دشهیدانو،معلولینواو معیوبینوکورنۍ باندې یوکلن امتیازات په ټولیزډول درې می
یونه او درې لکه افغانۍ او هم دولایت دمقام لخوا په نوموړو کسانوستاینلیکونه ووېشل شول، همدارنګه دعامه ساتنې
دپروګرام دوه تنوشهیدانو او مولوي فضل الحق دکورنۍغړو ته یونیم لک افغانۍ د ولایت دمقام لخوا ورکړل
وې.