د طالبانو له وتلي او روڼ اندي مشر سره ځانګړي مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2735
يونس برهان - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-05-05

١٣٨٤ د غويي ١٥مه ( پژواک خبري اژانس کابل )

 

مرکه کوونکى : محمد حسن حقيار

مولوي وکيل احمد متوکل دهېواد  د عالم او شاعر شهيد  مولوي عبدالغفار بريالى زوى چې  ،په ١٣٤٨  لمريزکال دکندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دمورچې په کلي کې زېږېدلى دى په پاکستان او افغانستان کې په افغاني مدارسو کې   لوړې   ديني زده کړې لري.

مولوي متوکل دطالبانو داسلامي تحرک دبنسټګرو له ډلې ، دهغوى دعالي شورى غړى، وياند او دبهرنيو چارو وزير و، دخپل ماموريت په دوران کې يې  دامريکا دمتحده ايالاتو په ګډون ځينو  غربي ، اروپايي، عربي  او دسيمې هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي. دطالبانو له سقوط وروسته دى له هېواده و نه ووت  خود افغاني مقاماتو په توسط يې   امريکايي چارواکو ته ځان وسپاره چې، ډېر وخت دبګرام په امريکايي اډه کې بندي و چې، له خلاصون وروسته يې پر وينا، تر اوسه دحکومت تر نظر بندۍ لاندې کابل کې ژوند کوي.

 مولوي وکيل احمد متوکل له پښتو او دري پرته په اردو، عربي او څه نا څه انګليسي ژبه هم غږيدلى شي. او دنورو ډيرو طالبانو بر عکس په کمپيوټر هم پوهيږي .

متوکل دطالبانو په مينځ کې ديو روښانفکره، ذکي او اصولي دريځ خاوند بلل کېده ، پژواک خبري آژانس ورسره مرکه کړې چې، لوستلو ته يې ستاسو پام را اړوو.

 

پوښتنه : په افغانستان کې د بهرنيوقواوو شتون څنګه ارزوئ؟

 

ځواب   : په افغانستان کې دوه ډوله قواوې موجودې دي ، يوه يې د ايساف يا سوله ساتو قوه ده چې، د څو هېوادونو عسکرپه کې ګډون لري، يوه يې هم هغه قوه ده چې تر اوسه پورې د ائتلاف د قوې په نوم يادېده او دنده يې عمليات او په ولاياتو کې تعقيب وو چې، په دې وروستيو کې دواړه تريوې قوماندې لاندې راغلي او د ناتو چوکاټ ته ننوېستل شوي دي، په هر صورت د ګڼو ملتونو قواوې موجودې دي ، داچې ددى ځواکونو آينده دې څنګه وي نو فکر کوم چې، د افغانستان د پارلمان لپاره به يوه د بحث وړ ملي مسئله همدا موضوع وي چې، بحث پرې وکړي او تصميم پرې ونيسي.

 

پوښتنه : افغانستان ته د  بهرنيو ځواکونو د راتللو لامل څه شى بولئ  ؟

 

ځواب  : که په افغانستان کې سړى تېروختونه مقايسه کړي نو څو جهته په کې دي چې ،په هغې کې د ثورانقلاب څخه  دمخکې حکومتونو سياسي خلک او څه پاتې کسان چې، وروسته يې له غربي هېوادونو سره ډېرې اړيکې وې ، بل د ثور د انقلاب د کمونيستي نظرياتولرونکي سياست مداران چې، دهېواد دننه او يا بهر اوسېدل ، بل د جهادي جريان پير  وو چې، هغه بيا په خپلو کې په دوه ډلو  وېشلى شوو ، يو د استاد رباني دوران او بل د طالبانو دوران ، نوزه فکرکوم چې، د درې واړو دورو سياسي او نظامي واکمنانو تريوه حده په دې اړه رول لوبولى دى ، چا مستقيماً چا غيرمستقيم ، چا شعوري، چا غير شعوري او غيرارادي ، دې حالاتو ته زمينه برابره کړې ده ، پرېکړې يې کړي دي او سياستونه يې تعقيب کړي چې، بالاخره اوس په افغانستان کې د نړيوالو د حضور شاهدان يو.

 

پوښتنه : د کرزي حکومت څومره بريالى او شفاف بولئ ؟

ځواب : د کرزي صيب حکومت درې دورې لرلې دي، عبوري ، انتقالي او دا وروستۍ چې، اوس يې پيل دى انتخاباتي دوره ، څومره چې، د پاليسيود اعلان ترحده ورته کتل کېږي او د انتخاباتي مبارزې په وخت کې چې ، دده لخواکومه پاليسي اعلان شوه نو سړى ويني چې ،د هغو دوه نورو دورو په نسبت دا پاليسي ډېره روښانه وه خو داچې، په عمل کې به څه وشي ، کېدلى شي چې، سړى بياوروسته قضاوت وکړي، خو دنورو هېوادونو په پرتله کارونه دلته شفاف نه دي لامل يې دادى چې ،دلته حالات نورمال نه دي اودلته له پخوانيو وختونو څخه هم بيروکراسي راپاتې ده کم ترکمه اداري اصلاحات نه دي راغلي نود بيروکراسۍ او راپاتې گډوډ زاړه اداري نظام په وجودکې فکر نه کوم چې، کارونه هماغومره شفاف واوسي چې په نورو نورمالو هېوادونو کې وي او يادې ورته هغومره انتظار ووېستل شي لکه هغوى ته چې، وېستل کېږي، خو کېدلى شي چې، کارونه سم شي. خولا هم د کارونو جريان شفاف نه دى.

 

پوښتنه : آياتېر انتخابات هراړخيزاوپراخ انتخابات وو؟

 

ځواب : د کرزي صيب حکومت او د هغه د مخالفينو چې، يو وخت ورسره ولاړ وو تر منځ چې، کومه ستونزه وه بالاخره داسې وشول لکه د هغوى تر منځ چې، روغه جوړه يا په اصطلاح سوله وشوه. په افغانستان کې داسې اپوزيسيونه هم شته چې، لاهم په سياسي دريځ کې گډنه دي نو سړى ورته همه ګير انتخابات نه شي ويلى چې، ټول سياسي جريانات دې په کې دخيل وي.

 خو دلته چې، کمو کانديدانو په انتخاباتو کې ونډه واخسته نو  ددوى تر منځ بيا انتخابات شفاف وو.

پوښتنه : په اوسنى حکومت کې د مذهبي ګوندونو رول څنګه وينئ ؟

ځواب : په افغانستان کې سياسي ګوندونه نوي دي، تراوسه سړى نه پوهېږي چې د کومو ګوندونو مذهبي او ديني رجحانات ډېر دي، داسې خو نه شي کېدلى چې، يو ګوند دې ټول او بشپړ يوازې مذهب ته کاروکړي، ژوندنور ضرورتونه هم لري ، يوازې مذهبي ضروريات نه دي. خو د ځينو ګوندونوديني رجحان ډېروي چې ،بيا پرې د اسلامي تنظيم اطلاق کېږي.

 سړى داسې واضح نه شي ويلى چې، د حکومت په متن او يا کابينه کې دې کوم ديني ګوندته ځاى ورکول شوى وي. د لته دعلماو يوه شورى هم کار کوي   . خوتراوسه دا وېش هم سخت دى چې، کوم ګوندونه ديني ګوندونه دي او کوم نه دي خو په حکومت کې داشخاصو ترحده ځينې علماء شته دي.

 

پوښتنه : آيا د کوم سياسي تنظيم د جوړولو هوډ لرئ ؟

 

ځواب : دا وړانديز يا مفکوره يوه له هغو مفکوروڅخه ده چې ،انسان څرنګه کولى شي له خپله اړخه يا د خپلو همفکره انډيوالانو له اړخه چې، افغانستان کې اوسي ياکم تر کمه د افغانانو په ترکيب کې راځي او بهر وي په سياسي ژوندکې ونډه واخلي تر اوسه موږ له دې څو نظريو څخه په يوې نظرېې وروستى تصميم نه دى نيولى ، خو کېدلى شي چې، سړى دا فکر هم تر غور لاندې وساتي او مطالعه يې کړي، هره هغه وسيله چې هغه د افغانانو عزت خوندي کوي ، د افغانستان د هوساينې لپاره په کارېدلى شي هغه که همدا د ګوند موضوع وي او که نورې لارې سړى پرې فکر کولى شي، يوازې تعدد د احزابوبه هم د حل لاره نه وي، نورې نظريې هم شته لکه د سولې د جريان چټک کېدل، په پارلمان کې د استازي په توګه ځان ثابتول ، نورسياسي جريانونه چې، هغه په سمسمکي کې لاس درلودلى شي. نو د ګوندجوړول هم يوه مفکوره ده او د نورو مفکورو تر څنګ بايد پرې فکر وشي ، خو نهايي تصميم پرې نه دى نيول شوى .

 

پوښتنه : په پارلماني ټاکنو کې د گډون په اړه څه تصميم لرئ ؟  

 

ځواب : زه په انتخاباتو کې په ازاد شکل او نسبي شکل کانديديدلو کې کوم  ښکاره توپير نه وينم ، په دې خاطر چې،اوس زما په اړه د سياسي جريان خبره مطرح نه ده  نو له هغه يوه شکله يې تېرېږو اوپرې نه غږېږو او په ازادشکل کانديديدلوکې اکمالا تي ستونزې او د وخت کمښت مخ کې دى ، دا ستونزې شته خوکه سړى پرې فکروکړي او کاروکړي نو ممکن دا به د افغانستان په رابطه څه مرسته وکړي خو د وخت ضيقت لوى خنډ دى زه ګومان نه کوم چې، وخت به دا موقع راکړي چې، په ازاد شکل يې کار وکړو.

 

پوښتنه : د روانو سياسي او امنيتي ستونزو د حل لپاره څه طرحه لرئ ؟

 

ځواب : طبعي خبره ده چې، ددولت درې واړه قوې مقننه، قضايه او اجرائيه ددې ستونزو په حل کې رول لوبولى شي اوپه خپل ځاى کې ډېر اهميت لري. خداى دې وکړي چې، راتلونکى پارلمان يا مقننه قوه ر ښتوني نماينده ، سنجيده او اصيل پارلمان وي ، اصل خلک په کې وي، د ښه فکر خاوندان په کې وي ، داسې خلک چې، افغانستان له دې حساسو شرايطو راوباسي او ستونزې يې حل کړي. د افغانانو د ژوند د شرايطو د ښو کولو لپاره کار وکړي، د حل ښې طرحې وړاندې کړي ،د دولت دا درې واړه قوې هم دا پروسه څارلى او پر مخ بيولى شي.

 

پوښتنه :اوسنۍ امنيتي وضعه څرنګه ارزوئ ؟

 

ځواب : لکه څرنګه چې، لازمه ده په افغانستان کې هاغسې ډاډه امنيت نشته، هغه په دې خاطر چې، څه سياسي اختلافات لاهم شته دي. او ځيني غله او ورانکاري هم د امنيت په خرابولو کې لاس لري نو ددې لپاره لا هم ډېر کار ته اړتياشته ده. خو  دانوي روزل شوي پوليس او د حکومت  نور نوي تجارب سړى د امنيت ښه کېدلوته اميدواره کولى شي. تراوسه لا په ځينو سيمو کې قوماندان سالاري شته چې، دوى هم  امنيت ته ګواښ دي ، خوله دې ټولو سره سره  اميدواري ډېره ده.

 

پوښتنه : په افغانستان د واک ريښتونې سرچينه څوک بولئ ؟

 

ځواب : ما وړاندې هم وويل چې، افغانستان په موجوده شرايطو کې يو له هغو نورمالو هېوادونو څخه نه دى ، پوره سياسي استقلال نه دى راغلى، خداى دې ژر داسې شرايط برابر کړي چې، افغانان خپله خپلې ستونزې حل کړي، خپل مسايل په دلايلو حل کړي، له تېرو ترخو تجربو څخه عبرت واخلي ،خپلواکه شرايط تر لاسه کړي ، دديموکراسۍ له غوښتنې سره سمه چې، د واک ريښتونې سرچينه په کې ولس وي   د واک ريښتونې سرچينه  ولس وګرځول شي.

 

پوښتنه : ځينې خلک افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو د راتللو او په افغانستان کې د اخلاقي انحطاط لامل د طالبانو سختي او له تشدد نه ډکه پاليسي بولي ، تاسو څه وايئ ؟

 

ځواب : دا به هم له انصاف څخه لرې خبره وي چې، د يو کار له ډېرو دلايلو څخه دې د يو دليل جز د کار ټول لامل وبلل شي او په نورو ټولو دلايلو سترګې پټې شي. کېدلى شي چې، د يو جز په توګه دا خبره سمه  او حقيقت وي خو ټول دليل همدا نه دى . د بېلګې په ډول په خلکو کې د اسلامي زده کړې د کچې ټيټوالى ، په ښارونو د پرديو کلتورونو يرغل او اثار يې، د بې بندوبارۍ او ديو منظم حکومت نه دوام يې هم لاملونه بللى شوو چې، ځينو ورانکارو د اخلاقي فساد په ترويج لاس پورې کړ. کېدلى شي چې، د طالبانو پاليسيو هم په ځينو خاصو مواردو لکه موسيقي، تصوير او تلويزيون کې رول لرلى وي چې، د طالبانو تر سقوط وروسته په افراطي شکل رامنځ ته شوه . خوبيا  هم دې افراط ډېر دوام ونه کړ خو په ټولو انحرافاتو کې دا جز يوازينى عامل بلل، بې انصافي ده.

 

 تاسو ولې له مطبوعاتو سره په مرکو کې دطالبانو ټول کارونه تائيدول؟

 ځواب:دا سمه نه ده چې، د تېرو جرياناتو ټول کارونه يا مثبت او يا منفي وبلل شي. هر جريان مثبت او منفي اړخونه لري ، په ژوند کې اشتباهات هم راځي . په هرسياسي مجلس او اداره کې نظرياتي اختلاف وي خو په مجلس کې له پرېکړې وروسته بياموضوع د پاليسئ بڼه نيسي. يوازې زه نه بلکې، نورهم داسې ډېر افراد وو چې، په ځينو مواردو کې مو له نورو سره نظرياتي اختلاف درلود او له خپلو دلايلو سره مو ورته وړاندې کړي هم دي. خو کله چې، پاليسي جوړه شي نو له پاليسۍ وروسته طبعي خبره ده چې، ټول د فيصلو قانوني حمايت کوي.

 

پوښتنه : آياتاسې اوس له  فکري او جسمي دواړوپلووله طالبانو بېل ياست ؟

ځواب : يود طالب اطلاق ده چې، د ديني علم زده کوونکى ته  يې وايي ، يوه هغه اصطلاح ده چې ،د هغه صف لپاره وکارېده او پرې مشهور شو. د فکري  جداوالي په هکله فکرکوم چې، دا آسانه ده چې ،سړى په هرشي کې تغيير راولي.

زما او د بل هرچا ژوند له تحريک سره تړلى نه دى ، ژوندله عقيدې سره تړلى وي، اسلامي عقائد د ژوندپه جريان کې د سړي په افکارو کې ځاى لري. په تحريک ، تنظيم او حکومت کې شتون ټول يوازې د ژوند پړاوونه دي ، او  ژوند له عقيدې سره تړاو لري نو په دې لحاظ زما په فکر او عقيده کې بدلون نه دى راغلى د ټول مسلمان او مجاهد ملت فکر يو دى. په تحريکونو کې ګډون ، په يوه زماني مقطع کې  له کوم جريان سره جسمي همکاري  اوړي رااوړي  خو فکر مې چې، له عقيدې سره تړلى دى هېڅ  بدلون نه دى موندلى.

 

پوښتنه : داسې اوازې وې چې، د طالبانو په وروستيو کې دهغوى له پاليسئ سره ستاسو د اختلاف له امله تاسو رسمي کار پرې ايښى وو او په کورناست وئ ، آيا دا ر ښتياده ؟

 

ځواب : ځيني فکري اختلافات وو ، ځيني روان جريانونه چې د ملت په ګټه نه وو نو    د ملت د بل  هر فرد په توګه ماهم په ځينو مواردو نيوکې درلودې. خو له کوم رسمي مسؤوليت سره چې زمانسبت وو هغه تر اخره په خپل ځاى وو. طبعاً د جنګ له پيل وروسته   حالات اضطراري وو ،کارونه او خلک په نورمال حالت کې نه وو ، کېدلى شي چې، اداراتو هم له هغې وروسته نورمال کارنه وي کړى، خوزما مسؤوليت سره  زما نسبت برحال وو.

 

پوښتنه : په شخصي ژوندکې ازاد ياست او که بندي يا  ترنظارت لاندې ، آيا مشرانو سره تماس لرئ ؟

 

ټولې هغه طبعي اړتياوې او ازادي چې، يو افغان يې لري په مطلق ډول نشته، خو په مطبوعاتو کې زماله حضور څخه وروسته کېدلى شي چې، په هغو شرايطو کې توپير او بدلون راشي ، بياهم زه بندي نه  بلکې، تر نظربندلاندې وم .

له مشرانو سره کوم رسمي تماس نه لرم، يوازې ځينې وخت له دولتي مسؤولينو سره د خپلو تجربو په رڼاکې خپلې مشورې شريکوم .

 

پوښتنه : آيا د دولت او طالبانو تر منځ منځګړتوب کوئ ؟

 

ځواب : منځ ګړتوب کېدلى شي چې، هغه کميسيون وکړي چې، دولت همدې کارته ټاکلى چې، تر اوسه يې لا خپله رسمي تګلاره   هم نه ده اعلان کړې، زه ځيني وخت که ضرورت شي مشورې ورکوم او د منځګړتوب رسمي ماموريت ماته نه دولت راکړى او نه طالبانو. خو ګټورې خبرې تائيدوم ، زما مشوره او د ملت انتظارهم دادى چې دا خبرې ښې پر مخ و لاړې شي.

 

پوښتنه : آياحکومت او امريکاپه ر ښتيا هم غواړي چې، له طالبانو سره مذاکرات وکړي او که هسې تشريفاتي چيغې وهي؟

 

ځواب: تر اوسه په دې اړه جريانات دپام وړ دي، اظهارات شوي،خو  کميسيون نوى جوړ شوى او ډېر عملي کار نه دى شوى او نتيجه ګيري به دقراينو له ليدلو وروسته کوو خو تراوسه داظهاراتو تر حده زما په فکر دتنقيد کوم خاص موارد نشته دي.

پوښتنه: ايا تاسې ته تر اوسه دحکومت لخوا دکومې رسمي دندې وړانديز شوى دى؟

ځواب:  نه تر اوسه داسې کوم وړانديز نه دى شوى .

پوښتنه: دحکومت او طالبانو ترمينځ چې ،په جګړو کې کوم افغانان وژل کېږي نو داخو دواړه خواوې مسلمانان دي نو دوژل شويو او وژونکو شرعي حکم څه دى؟

ځواب: دايوه ډېره حساسه موضوع ده چې ،تر اوسه  مو دافغانستان له ر سمي ارګانونو څخه چې، هغه قضا ده په دې اړه څه نه دي اورېدلي دمسلک له نظره بايد دا مسئله کاملاً اسلامي پوهان وڅېړي زما لپاره  به دا سخته وي چې، په دې اړه څه ووايم ځکه چې، نه دا صلاحيت لرم او نه په دارالافتاء کې يم.   

 

پوښتنه : له  طالبانو سره اوس نظامي اومالي مرستې څوک کوي؟

ځواب: دا بيخي تر هغې موضوع هم ډېر معلومات غواړي چې، هغه وړاندې مو وويل ځکه که سړى د  ولس متن او ياد هغوى ليکو ته لاړ شي بيا پوهېږي چې څوک ورسره مرسته کوي .يوازې دحکومت شکايتونه چې، اورو هغه دادي چې، له دوى سره ځينې  ګاونډيان مرستې کوي او يا ځيني اسلامي ولسي اعانې (مرستې)  ورسره کېږي دا مې درته دشکايت حکايت وکړ. خپله معلومات نه لرم.

 

پوښتنه: دطالبانو دوحدت اوله مشر څخه دهغوى دکامل اطاعت اساسي راز په څه شي کې نغښتى و ؟

ځواب: په طالبانو کې ډېرو مسئوولينو اسلامي تعليمات لرل.. داهم له مادون څخه غوښتنه کوي چې، دامير اطاعت وکړي بل دا چې، دوى له پخوانيو جرياناتو درس اخستى وو، په پخوانيو جرياناتو کې انشعابونه ډېر وو او دانشعابونونه هم همدې جريان او هم ملت ته زيانموونکي  وختل چې، ځينې جهادي ګوندونه يې ښه بېلګه ده نو داهم ددوى لپاره يو درس وو.

 

پوښتنه: ځينې خلک وايي چې، دطالبانو دافراطي حرکاتو او دشريعت په تطبيق کې له ډېرې زشتۍ او سختۍ څخه  دکار اخستلو او له فقهې څخه د سخت او افراطي برداشت تر شا دبل چا لاس و، تاسو څه وايئ؟؟

ځواب: په تصميم نيونې او طرز فکر پورې اړوند مسايل ځکه کورني وو چې ،چارواکي کورني وو،  خو يو شکايت چې،  ډېر محسوسېده هغه داوو چې، په دې مسايلو کې   مشخصه  ستراتيژۍ او مشخصې تګلارې او مقرراتو  ته وخت کم وو معنى دا چې، په اختلافي مسايلو کې چې ،بېلابېل اقوال په کې وو موږ داسې اسانه چل پيدا کړى وو چې، هغه مو په تعليق کې اچول او ځنډول مو دبېلګې په ډول دبالغو ښځو تعليم، په دولتي اداراتو کې  دهغوى کار کول دتلويزيون او تصوير مسائل چې، دا ټول اختلافي مسايل دي او  دوى په تعليق کې اچول خو زه وايم که دا مسايل په تعليق کې نه وى اچول شوي او سکوت پرې نه واى شوى او دحل يوه لاره ورته موندل شوې واى، نو دنن لپاره خو په يو بنسټ وو نن به ترې ګټه اخستل شوې وه.

 

پوښتنه :   دطالبو بنديانو په اړه مو له چاسره تماس نيولى دى؟

ځواب: يوه هغه موضوع چې، زه په کې ډېر متردد نه يم هغه دبنديانو موضوع ده. په دې خاطر چې، خپله مې دبند تجربه تېره کړې ده اودا راته ډېره مهمه ده چې، بايد بنديان خوشې شي، ما چې له چارواکي يا بهرنيو سره په زندان کې  يا بهر کتلي نو دا سپارښتنه مې پرې کړې چې، بنديان خوشې شي، اکثره بنديان چې ،خوشې شوي  وايي چې، بې ګناه وو خداى وکړي چې، دبنديانو دخوشې کېدلو لړۍ دوام ومومي،  اولس هم دبنديانو دخلاصون هر کلى کړى دى.

 

پوښتنه: طالبان په نظامي ډګر کې بريالي خو په سياسي ډګر کې ناکام برېښېدل ايا پاليسي يې دبل چا په لاس کې نه وه؟

ځواب: له بهر څخه او له کور څخه دپاليسو جوړېدل کاملاً توپير لري  څوک  دا نه شي ويلى چې، په طالبانو به دهغو هېوادونو هيڅ اغيز نه وو چې، دوى ورسره اړيکې درلودلې يا يې نظريات په پام کې نه نيول کېدل خو له دې سره موافق نه يم چې، پاليسي کاملاً له بل ځاى څخه راوړل شوې وي، يو ديو شي اغيز دى او بل يې ايجاد. اغيز به وو خو ايجاد له سره يې موافق نه يم.

پوښتنه:  خو ځينې وخت يې داسې کارونه کول چې، هيڅ توجيه کېدلى نه شي لکه شمالي کې دکورونو او ونو سوځول دخلکو مهاجر کول، ايا داهم بهرنى اغيز نه وو.؟؟

ځواب:   ظلم که دهر چا لخوا وشي نو ظلم دى، که څه هم دافغانستان په جنګ کې دا يوازينى مثال نه دى کېدلى شي چې، په نورو جنګونو کې نورو خلکو او ډلو له دې ډېر مشکلات  را پيدا  کړي وي چې، دکابل ښار يې ژوندى مثال دى. خو دنورو منفي، غير عادلانه او نا موجه کار ددې دليل نه شي کېدلى چې، بل ته پرې برائت ورکړي په دې منفي او نا موجه  کارباندې سړى يوازې افسوس کولى شي او بس.

 پوښتنه: ستاسې پر آند دسپتمبر ديوولسمې پېښه دخپل نفوذ دپراختيا لپاره دامريکا ډرامه وه او که القاعده په کې رښتيا هم لاس درلود.؟

ځواب:  په دې اړه اسنادو ته اړتيا وي اوله  ما سره ډېر اسناد نشته .زه فکر نه کوم چې، يو جمهوري هېواد دې بهر او  لېرې دخپل حضور لپاره په خپل داخل کې دومره تلفات وزغمي، زه داتصور هم نه شم کولى چې، امريکا دې ديوې پلمې لپاره په خپل داخل کې دومره تلفات وزغمي که امريکا دا کار کولى نو نورې اسانه لارې هم وې.

 

پوښتنه: دطالبانو په وخت کې کافي وخت وو چې، له امريکا او نورې نړۍ سره مذاکرات وشي ستاسو پر آند ولې دا کار ونه شو چا دلچسپي نه درلوده؟

ځواب:   کاشکې شوى وو، خو دا نه کېدل يوازې ديو طرف کار نه وو،  معامله کول له دواړو خواوو څخه غوښتنې لري کېدلى شي چې، دا چانس يوازې طالبانو ضايع کړى نه وي بل چا هم ضايع کړى وي، هغه وخت    دمعاملې شکل هم نه وو د طالبانو پيشنهادونه دخبرو لپاره  آن په اجندا کې هم نه نيول کېدل او دمقابل لوري وړانديزونه هم   داخطار او يوازينۍ لارې په شکل مطرح کېدل چې، دبلې خبرې ځاى پکې نه پاتې کېده.