ځان کړه سینګار چې کندهار ته لاړ شو(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27446

دخبریدو نیټه : 2009-07-07


ځان کړه سینګار ښایستې چې کندهار ته لاړ شو
په خوب مې ولیدي شپې چې لاله زار ته لاړ شو
 

د حبیب قادري پیژندنه

ترتیب: میرویس ج الزی


نوم یې حبیب قادري دی او د افغانستان په پښتو او دري ژبو ښې سندري وایې..
څه کم ۴۰ کاله عمر لري خو دا په دې معنی نه دی چې ۳۹ کلن دی نوموړی یوازي د اوه دریشو کلونو دی او په امریکې کې اوسیږي..
قادري  وایې په سندرو مین دی خو واده یې تر اوسه نه دی کړی..
حبیب قادري په ډیر زیارایستلو او له  موسیقي  سره د مینې لر و له امله  د هیواد یو بریالی  سندرغاړی شو.
نوموړی د رومانتیکه موسیقي   او زړه ښکونکو نغمو پاره مشهوره دی چې خلک په احساساتو راولي.
د حبیب کار د خپلو مینه والو د خوشهالولو لپاره دوام لري.
دا ۳۷ کلن سړی له کوچني والي څخه د امریکې په متحده ایالتونو کې ژوند کوي
د هغه کورنۍ په کال ۱۹۸۹ کې د حاکم رژیم له خوا د حبیب د پلار د تعقیب له ویرې چې نوموړی د کمونیست پلوه رژیم پلوي کوله له هیواد څخه وتښتیده.
هغوي په ومړیو کې  هندوستان ته لاړل، هلته د حبیب مینه له موسیقي سره پیدا شوه چیرې چې هغه  طبله هم زده کړه .
تارې الات لکه تنبور، ګیتار، رباب هغه ته په زړه پوري د موسیقۍ الات دي چې حبیب  په خپلو دیرو سندرو کې له همدغو الاتو څخه هم کار اخیستی دی.
دا کورنۍ په ۱۹۸۹ کې امریکا ته ولاړه او هلته یې هم  خپل ټول پام د موسیقۍ په زدکړه را ټول وو..
هغه په پوهنتون کې  موسیقي خپل  مسلک غوره کړ چې غربي او په همدې توګه افغاني او هندي لرغونې او ولسي موسیقي زده کړه..
هغه دا دواړه ګډ کړل تو څو خپل آواز جوړ کړي، او هغه ته یې  داسي بنه ورکړه چې دواړه د افغانستان د  کلتور لپاره د درناوي وړ او د ځوانانو لپاره په زړه پوري وي..
حبیب قادري په کال ۹۸۹ کې خپل لومړنی البوم چې چادر ګلنار نومیده ثبت کړ.
 دا البوم په شپږو  هیوادونو کې د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شو او د  دغه البوم جان مي سندري د خلکو په ژبو کور جوړ کړ..
لږ وروسته د ساحل البوم او یو کنسرټ د امریکې په متحده ایالتونو کې او وروسته په ۱۹۹۷ کې د عروس ګلها البوم  بازار ته وړاندي شو چې د هغه په هکله په خپله حبیب قادري وایې: ځیني سندرې جادو لري چې تاسو نه شي کولای ځان کنټرول کړې.
د هغه ثبتې شوې سندري دا دي:
په کال ۲۰۰۱ کې د هغه تر ټولو غوره البوم بازار ته وړاندي شو.
دې البوم چې طلایي خوبونه نومیده په یوه لنډه موده کې نوموړي په ټول افغانستان کې په یوه غوره هنرمند واړاوه
د دختر کابلي سندرې لا تر اوسه هم په بیا بیا خپریږي.
دا البوم په کاناډا کې په افغاني ټولنه کې خلک دې ته وهڅول تر څو هغه ته د بلبل لقب ورکړي، هغه لقب چې پخوا افسانوي هنرمند احمدظاهر ته ورکړل شوی وو..
د حبیب دوه وروستني البومونه مهمان یار او زما د خلکو پاره نومیږي چې دا دویم هغه یې خپلو ګڼ شمیر مینه والو ته د درناوی د څرګندولو په  موخه خپور شو.
حبیب قاد ي وایې :(( زه نه شم کولای چې په ښه توګه د خپلو مینه والو په هکله څه ووایم، هغوي د نهو کلونو راهیسې زما سره دي، له هغه وخته چې ما په سندرو ویلو پیل کړی دی زه فکر کوم چې هغوي زما د هر خپاره شوي الوم سره له ما سره غټ شوي دي، هغوي ډیر وفادار او راباندي ګران دي)).. میرویس جلالزی