نوی موټر په ساعت کي ٤٨٣ کيلومتره واټن وهي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2761
حبيب الله غمخور - سويډن
دخبریدو نیټه : 2005-05-08

١٩- غويی - ١٣٨٤

ژباړن : حبيب الله غمخور - سويډن

نوی برېښنايي موټر ( اب ايموشن )

دامريکا د نيوادا په ښار کې دنوي برېښنا يي موټر جوړونکي هيله لري چي ددغه برېښنايي موټر په وسيله به په نړۍ کي د پخواني بريښنايي موټر  د سرعت ريکارډ مات کړي .

دانوی برقي موټر چي روښانه ژړ رنگ لري اوږدوالۍ يي لس متره دۍ د ABB emotion په نوم نومول شوی دی .

اب ايموشن به دلمړي ځل لپاره  دمځکي پر مخ دلوړ سرعت هغه ريکارډ چي په يوه ساعت کښي ٣٩٤ کيلو متره و مات کړي .

ددې نوي برېښنايي موټر جوړوونکي پدې باور دي چي دامو ټر به وکولاي شي دلمړي ځل لپاره په يوه ساعت کې ٤٨٣ کيلومتره واټن ووهي .