په کابل کې د روغتونونو ضعیف خدمات(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27645

دخبریدو نیټه : 2009-07-15

 

د کابل په روغتونونو کې ډیری ناروغان وايي چې د موظف ډاکتر له خوا ليکل شوي درمل له بازار څخه پيري.

دا په داسې حال کې دى چې د عامې وغتيا وزارت مسئولين وايي چې سطحي ناروغانو ته د روغتون له خوا درمل نه ورکول کيږي.د تودوخې دموسم په پيل کيدو او د کانګې ، نس ناستې او وچکي په ناروغيو د اخته کسانو دشمېر زياتوالي ته په پاملرنې سره دښار په وغتونونو کې د ناروغانو شمېر زيات شوي دي چې ناروغان په دې باب له روغتونونو څخه شکايت لري چې ناروغانو ته وړيا درمل نه ورکول کيږي.

بوډا ګل محمد چې د درملنې په خاطر يې د ابن سينا عاجل روغتون ته ورغلى دى وايي: دغه نسخه ډاکتر ورکړى، وايي په روغتون کې درمل  نشته ځم چې له  بازار څخه يې واخلم .

خو د روغتون مسئولين وايي هغو ناروغانو ته چې د معاينې او درملنې له پاره روغتون ته مراجعه کوي نه شي کولاى وړيا درمل ورکړي.

د ابن سينا روغتون رئيس ډاکتر رحمت دغه ټکي ته په اشارې سره وويل : د سطحي ناروغانو له پاره درمل په واک کې نه ل ي.سطحي ناروغان هغو ناروغانو ته ويل کيږي چې د درملنې په خاطر روغتون ته مراجعه کوي خو جدي ستونزه نه لري و د اکتر په ګومان ديوې نسخې په ورکولو سره  ښه کيږي.

ډاکتر رحمت دغه راز زياته کړه چې دوى کولاى شي په وغتون کې بسترو ناروغانوته يوه اندازه درمل په وړيا ډول وويشې.

يوازې ګل محمد نه دى چې له دې پلوه له ستونزو سره مخ دى ځوانه ښځه بيګم چې  دپښې  د کسر ددرملنې په خاطر د وزيرمحمد اکبرخان روغتون ته  ورغلې ده باختر اژانس ته وويل( تر اوسه پورې يې درې نسخې درمل له بازاره پېرودلي دي)ده څرګنده کړه ددې د اړتيا وړ يوه اندازه درمل د روغتون له لارې وېشل شوي دي خو د ناروغانو ستونزه يواځې د وړيا درملو نه ويشل نه دي بلکې ځيني د وغتيا ساتنې د حالت او په روغتونونو کې د نظافت له نه رعايتولو څخه شکايت کوي.

د وزيرمحمد اکبر خان په وغتون کې يو تن ناروغ لرونکي وويل: د اورتو پيدي دبرخې روجايي ګانو  ته وګوري ترکومې اندازې پورې خيرنې دي .

 خو دوزيرمحمد اکبرخان روغتون  دنرسنګ مدير محمد موسى ظاهر وايي چې په روغتونونو کې په هرو شپږو مياشتو کې نوې روجايي ګانې ويشل کيږي  ده داسې دليل وړاند ې کړ څرنګه چې له دغو روحايي ګانو څخه زياته استفاده شوې ده زړې شوې دي  بايد بدلې شي ځکه دده دڅرګندونو له مخې ددغې برخې مراجعين زيات دې . خو دعامې روغتيا وزارت دم رکز دروغتونونو رئيس ډاکتر سيد کبير اميري وايي چې دعامې روغتيا وزارت کافي پيسې په واک کې نه لري چې روغتونونو ته درمل  او داړتيا وړ نور کافې وسايل برابر کړي . دده دڅرګندونو له مخې  دماليې وزارت داړتيا وړ کافي بودجه دعامې روغتيا وزارت په واک کې نه ده ورکړې  او هره مياشت دهرروغتون ونډه چې شل زره افغاني دي  دعامې وغتيا وزارت له بودجې څخه ورکول کيږي چې په هيڅ صورت نه شي کولاى دروغتونونو دساتنې او څارنې .  پاکوالې او صفايي ،. ددرملو دبرابرولو ،د جراحي د وسايلود برابرولو او دروغتونونود نورو اړتياو لګښت پوره کړي . دده دڅ ګندونو له مخې :  هره ورځ څه  ناڅه لس زره تنه ناروغان اتلسو دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي . ډاکتر اميري ټينګار وکړ چې په روغتونونو کې ددرملو دکمښت ستونزه محسوسه ده  او زياتره ناروغ لرونکې خپله يوه اندازه د مل له بازار څخه پيري . په عين حال کې دماليې وزارت ويندوى عزيز شمس هر روغتون ته په مياشت کې دشلو زرو افغانيو ونډه نه منې  دى وايي  دماليې وزارت حق نه لري درو غتونونو ونډه وټاکي . خو دعامې  وزارت چارواکې وايي چې دماليې وزارت پخوا دخلکو داړتيا له په پام کې نيولو سره ددغه وزارت دبودجې دزياتوالي وړانديز منلي ؤ . خو له هغه وروسته چې دنويو نورمونو له مخې ددرملو دبرابرولو،  تنظيف او نورو لګښتي موادو دبرابرولو وړانديز وشو دماليې وزارت دغه موضوع ونه منله . دده دڅرګندونو له مخې  دماليې وزارت دعامې روغتيا وزارت دروان کال په بودجه کې نسبي زياتوالۍ رامنحته کړى دى  او دغه بودجه هم دروغتيا دبرخې داړتياو دلري کولو لپاره کافي نه ده  دې ته په پاملرنې سره چې په هيواد کې دهرې ورځې په تيريدو سره دروغتيايي مرکز ونو شمير زيات شوى دى .په هر ح ال خلک حق لري داقتصادي کمزرورتيا له امله دغو مسالوته فکر وکړي  ، شکايت وکړي اوله مسئو لينو څخه وغواړي چې دهيواد  داساسي قانون له مخې په هيواد کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په باب عمل وکړي ، دروغتونونو دسيمه ييزې روغتيا ساتنې رعايتول دروجايي ګانو پاکوالى  او تنظيف زياتې پانګې ته اړتيا نه لري بلکې زړه سوى اوساتنې ته اړتيا لري .