١٣٨٤ د غويي ١٩ ( سورغر توخي – کندهار )
د لــــــــوی کندهار فرهنګي ټولنه
د سهېل لوېديځي حوزې ټولو فرهنګي ټولنو د لوی کندهار فرهنګي ټولني په نامه يوه اداره جوړه کړه .
په دې اړه پرون د غويي دمياشتي پر ١٨مه نېټۀ د ماښام پر شپږ بجې په کندهار کي يوه غونډۀ جوړه شوه چي ددغو ټولنو استازو اوغړو په کي ګډؤن درلود.
په غونډه کي چي دبينوافرهنګي ټولني ،هيوادکلتوري ټولني، احمدشاباباعلمي ټولني ،مړوند ادبي ټولني ،ميوندادبي ټولني، شيخ متي ادبي ټولني ،ترنک ادبي ټولني ،بست فرهنګي ټولني ، دکندهاردراډيوټلويزون ادارې ،افغان مطبوعاتي فرهنګي مرکز،داطلاعاتواوکلتوررياست او دکندهارازادوکلتوري اشخاصو ليکوالواو شاعرانو داستازو په نوښت دسهيلي حوزې دفرهنګي د پرمختګ او ګډو چارو د ترسره کولو په اړه خبري وشوې .
په نوموړې غونډه کي علامه عبدالشکوررشادبابا زوى ډاکتر طارق رشاد دلوی کندهاردفرهنګي ټولني د لنډمهالي مشر په توګه چي تر دريومياشتوپوري به وي افتخاري وټاکل شو ، په غونډه کي دا پرېکړه هم وشوه چي له دريو مياشتووروسته به دټولوټولنوپه ګډه ناسته او دپټواو ازادوعمومي رايوسره بل مشر تر دريو مياشتوپوري ټاکل کيږي .
دغونډي يوه تن برخه وال ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالمالک همت وويل ." موږ ددسهيلي حوزي ټولنودلوي کندهارفرهنګي ټولنه په دې موخه جوړه وه چي ددي سيمي ليکوالان او فرهنګي ټولني يوځاي اوپه ګډه سره کار وکړي او هم په دي کارونوکي له يوبل سره همږغي اوملګري واوسي .
دکندهارپوهنتون پخواني ريس ليکوال او شاعراستادحيات الله ر فيقي دنوموړي غونډي دارزښت په اړه داسي وويل : که چيري دافرهنګي ټولني په ګډه اوملګرتوب خپل کارونه مخ بوزي ، له دينه به ښه وي چي په انفرادي ډول يي مخ ته بيا يي او دابه ددي سيمي په فرهنګي چاروکي يو ډول مثبت بدولون راولي داځکه چي دلته به يوالى موجود وي "
نوموړي په دې اړه زياته کړه چي : دادوخت تقاضا ده چي موږ او تاسو بايد په ګډه او يوځای کارسره وکړو موږ اوتاسو ټول ديوه ارمان او يوي هيلي لپاره کارکوو"
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد چي په دې وروستيو کي د هالنډ څخه کندهار ته تللی دی د غونډي د برخه والو له خوا ددې ټولني مشر وټاکل شو .
ښاغلي ډاکټر عبدالرزاق پالوال د ښاغلي رشاد په اړه وويل ." ډاکټرطارق رشاد به ددريو مياشتولپاره ددې ګډي جرګې مشري په غاړه اخلي وروسته به دبل مشرلپاره دپټواو ازدو عمومي رايو له مخي بل تن مشر وټاکو .
ډاکټر طارق رشاد د بېنوا ويبپاڼي د خبريال سره دخبرو پر وخت وويل : دا تيره غونډه ديوه ږغ پورته کولو لپاره مناسبه غونډۀ وه ترڅود ګډ تفاهم له لاري کاروشي او هم امکانات سره ګډ کړل شي ، نننۍ غونډي زه دلنډي مهالي دورې دمشرتوب لپاره وټاکلم ، زما تر دې درې مياشتنۍ دورې وروسته به داچاري درايه اچولو له لاري بل کس ته سپارل کيږي .
ښاغلي ډاکټر طارق د دې ټولني د ارزښت په اړه وويل : که داسي ټولني دلوی ننګرهار او لويي پکتياکلتوري ټولني جوړي کړي او کلتوري اشخاص داسي تفاهم رامنځ ته کړي اوورسته داسره وصل سي دا به دهيواد په سطحه ملي يوالی رامنځته کړي او کلتوري کارونو ته به ښه وده ورکړي .
په دې غونډه کي د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد تر ټاکلو وروسته د ټولني دمنشي او مرستيالانو د ټاکلو ازادي او پټي ټاکني ترسره شوې .
چي په دي رايو کي دښکلامجلې مسئول مدير عبدالقديم پتيال اوعبدالمالک همت مرستيالان او حاجي جماالدين ياور دمنشي په توګه وټاکل شول .
ليکوال او شاعر ښاغلي طالب رحيمي ددې غونډي جوړېدل د سيمي د فرهنګي چارو د لا سمون او پياوړتيا په لاره کښي يوه ډېره اغېزمنه هڅه وبلله ، او د ټولني ټاکل شوي مشر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد او نورو مسولينو ته يې مبارکي وويل .
ددې غونډي په پای کي پرېکړه وشوه چي راتلونکې يکشنبې به يوه بله غونډه جوړوي ، او په هغې کي به دټولني تګلاره جوړوي ، همدا ډول به د هري غونډي په پای کي دراتلونکي غونډي له پاره نېټۀ او ځای ټاکل کيږي .