د اشرف غني احمدزي له بهرني سلاکار سره مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27731

دخبریدو نیټه : 2009-07-19

د اشرف غني احمدزي له بهرني سلاکار سره مرکه


دافغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته  د کاندید اشرف  غني احمدزي له امریکايي سلاکار جیمز کارول سره د مرکې یو شمیر مهم  ټکي.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو جیمز کارول په خپله دغه مرکه کې حامد کرزی، ډاکټرعبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی دری هغه کاندیدان بولي چې د هغه په باور د ډیرو افغانانو پام یې ځان ته را اړولی او په ډیر لیږ توپیر سره یو له بل سره سیالي کوي.

جیمز کارول د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ولي یې وغوښتل د اشرف غني احمدزي په کمپاین کې ور ګډ شي او برخه واخلي وویل:

((  دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د نړۍ په شلو هیوادونو کې مې دندي تر سره کړي، ځیني خلک شته چې وایې افغانستان د نړۍ له جالبو هیوادونو  څخه دی، او زه فکر کوم د ما په څير یوه کس ته چې د نړیوالو چارو د  س اکار په توګه یې د کلونو کلونو لپاره کار کړی ولي نه!

د افغانستان ټاکني د ټولي نړۍ او زما د هیواد لپاره مهمي دي او پکې یو خارق العاده برخلیک نغښتی دی او ښایې دا زما په ژوند کې زما تر ټولو لوی کار وي چې پکې برخه اخ م او پکې ور ګډیږم.

زما په څير یوه کس ته چې ډیر ژر به ۶۵ کلن شم له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره کار کول  یر په زړه پوري دي او دا زما د کاري ساحه په برخه کې ډیر زړه ښکونکی ماموریت دی.


جیمز کارول د اشرف غني احمدزي د هغه شعار په اړه چې وایې بدلون به راولي  وویل: (( غني غواړي د افغانستان خلکو ته نوي هیلي رامنځ ته کړي، ځيني شیان باید په افغانستان کې بدلون ومومي، ډیری خلګ د امنیت په برخه کې د یوه غښتلي احساس درلودو ته اړتیا لري، دمګړۍ د افغانستان ۷۷ سلنه خلګ بریښنا ته لاس رسی نه لري چې دا د خندا وړ خبره ده، په نړۍ کې د ډیرو اوبو او د بریښنا د تولید دکوچنیو دستګاوو د موجودیت په صورت کې اوس ډیری خلګ بریښنا لري خو افغانان د کافي اوبو د درلودو په صورت کې لا هم بریښنا نه لري او دغه ستونزي داسي یو ولسمشر لري کولای شي چې د خلکو اعتماد په ځان ولري.

ښاغلي کارول د هغې پوښتني په ځواب کې چې ستاسو د خوښې وړ کاندید به له فساد سره په څه ډول مباره کوي وویل: ((  هغه لوړی څیز چې مونږ ترینه خپل کار پیلوو او باید پرې باور ولرو هغه دا دی چې اشرف غني احمدزی یو فساد نه منونکی کس دی، دوهم اصل یوه ریښتینې مشري ده او دغه اصل به لیږ وخت ته اړتیا ولري تر څو د خلک په شته ف هنګ کې بدلون راوستل شي، زه فکر کوم چې افغانانو له کلونوکلونو را پدې خوا د تاریخ په بیلا بیلو مرحلو کې زعام تونه او حاکمیت درلود او دا خبره د نه منلو وړ ده چې افغانستان نه کنترول کیږي او څوک کامل  حاکمیت نه شي اوستلای)).
(( دا هیواد د ادارې وړ دی خو زما په اند چې دغه کار باید له پورتنۍ برخې څخه یعني د لوړو دولتي چا واکو څخه پیل شي او افغانان په دې پوهیږي چې اشرف غني   احمدزی داسي یو کس دی چې د زعامت لپاره کافي وړتیا ري)).

له ښاغلي جیمز کارول څخه وپوښتل شول چې تاسو به په څه ډول خپل ټاکنیز کمپاینونو پر مخ بیایې؟ هغه په ځواب کې وویل: ((  د یوه حقیقت په شناخت خپل کار پیلوو، افغانستان داسي یو هیواد دی چې مساحت یې د امریکې له تکزاس ایالت سره څه نا څه مساوي دی او د افغانستان او تکزاس وګړي هم په ورته شمیر یعني تقریباَ ۳۳ ملیونه تنو ته رسیږي او دمګړۍ په افغانستان کې یوازنۍ وسیله چې له مخې  یې مونږ په ښه توګه خپل  کمپاین پر مخ بیولای شو هغه راډیو ده.
ډیری افغانان راډیو ګاني لري او د راډیو له لاري چې کله د اشرف غني  احمدزي پیغام واوري نو د خوښۍ احساس به وکړي دا ځکه چې هغه په ریښتیا د افغانانو د ژوندانه په حالت کې د مثبت بدلون غوښتونکی دی او کله چې یو افغان د هغه وینا واوري نو په دې به پوه شي چې اشرف غني په ریښتیا هم څومره ریښتینی او په خپلو اقوالو کې صادق دی.