د سګرټو لوګې د ماشومانو ذهني ودې ته زيان رسوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2776
کوچۍ
دخبریدو نیټه : 2005-05-09

١٩ د غويی ١٣٨٤

 

سګرېټ روغتيا ته زيان لريد امريکايې روغتيا پوهانو يوې څيړنې دا جوته کړی ده چې  سګرټ د ماشومانو په ذهني ودې  ناوړه اغيزه کوي. د دې څيړنې له مخې هغه ماشومان چې د لويانو د سګرټ څکولو په وخت د سګرټو لوګې  تنفس کوي، کله چې د ښوونځی عمر ته ورسيږي نو رياضي او ساينسي  مضامين سم نه شي زده کولی .

 

په امريکا کې د نږدې ٤٥٠٠  ماشومانو له څيړنې وروسته  د ا جوته شوی چې د سګرټو له لوګي سره داسې يو ډول مواد د ماشوم د سګو له لارې  ويني ته ننوزي چې کولې شي په ماغزو يې بد اثر وکړي.

 

دوي هغه ماشومان چې د سګرټ څکونکو په چاپيريال کې و او هغوي چې د سګرټو له لوګی څخه لري و، په جلا جلا توګه د څيړنې لاندې نيولي و او پورتنۍ نتيجې ته رسيدلي و.

 

اوس په نړۍ کې ډېري هلې ځلې روانې دي چې پلارونه او ميندي  د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکی  لپاره نه يواځې سګرټ پريږدي ، بلکې هڅه کوي چې هغوي د سګرټ څکونکو له چاپيريال څخه لري وساتي.

 

د برطانيې  حکومت اعلان کړی دی چې تر راتلونکو څلورو کالونو به په ډېرو عامه ځايونو کې د سګرټ  په څکولو بنديز ولګول شي.

 

روغتيا پوهان هم د خلکو نه غوښتنه کوي چې د ماشومانو په چاپيريال  کې د سګرټو له څکولو نه په کلکه ډډه وکړي.