په کندهار کي درې ورځنی ساينسي نندارتون جوړ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2792
هشمت الله ساحل - کندهار
دخبریدو نیټه : 2005-05-11

١٣٨٤ د غويي ٢١مه ( هشمت الله ساحل – کندهار )

 

د کندهار شاه حسين هوتک افغان_ترک لېسې ساينسي نندارتون

 

د كندهار شاه حسين هوتك افغان_ترك ښوونځۍ د خپل علمي بهير  د پرمختګ په لړيو كي  د غوايي پر اتلسمه يو درې ورځنى ساينسي نندارتون پرانيست، نوموړي نندارتون د ساينس پنځه بېلي څانګي درلودې چي عبارت له :(فزيك،كيميا،بيولوژي،رياضي،كمپيوټر) څخه وې.البته د دې نندارتون د موادو او سامانو په برابرولو كي د كابل او مزار شريف د ښوونځيو د لابراتوارو څخه مرسته شوې وه.

. خو د نندارتون د تجربو  وړاندي كېدل د خپلي ښوونځۍ د زده كوونكو له خوا د ښوونځۍ د ښكلي ودانۍ د لمړي پوړ په پراخ دهلېز كي تر سره كېدل. نندارتون ټولټا ل دوه پنځوس تجربې په بېلابېلو څانګو كي درلودلې.

 د دې نندارتون لړۍ درې ورځي د سهار د اتو بجو څخه بيا د غرمې تر دوولسو بجو پوري روانه وه چي هره ورځ يې د بېلابېلو كسانو لپاره ځانګړې شوې وه، لمړۍ ورځ يې د ښوونځيو مديرانو و ښوونكو، مشرانو، رئيسانو،په كندهار كي بهرني كونسلستانو او لوړ پوړو چارواكو ته ځانګړې شوې وه، دوهمه ورځ يې د ښوونځيو و پوهنتون زده كوونكو او دريمه ورځ  ديې عامو وګړو لپاره ځانګړې شوې وه.

د لمړۍ ورځي د پرانستو په مراسمو كي د  مشرانو له  يوازي  ښاغلي ډاكټر صاحب طارق رشاد  او د پوهني پخواني رئيس ښاغلي شعيب وفا صاحب ګډون وكړ چي ورپسې ناوخته د بهرنيو چارو رئيس او د خارجي موسسو دوه  تنه استازي هم راغله د  بهير څخه يې ليدنه وكړه، او زدكوونكو خپلي تجربې او ساينسي كمالات ورته تشرېح كړل.

ا لبته د لمړۍ ورځي د بهير تر ورستيو شېبو پوري ښاغلى ډاكټر صاحب طارق رشاد د زده كوونكو سره په پوښتنو و خبرو اترو بوخت وو. د بهير په پاى كي مي د ښاغلي رشاد صاحب څخه غوښتنه وكړه چي د دې نندارتون پر ارزښت او د بهير پر څرنګوالي راته خپل نظر څرګند كړي.

ښاغلي رشاد صاحب نوموړى اقدام د كندهار د ښووني و روزني د پرمختګ په بهير كي يو ډېر ستر او ارزښتناك و بلى او د دې ډول نندارتونو اغېزې يې د زده كوونكو د علمي سويې په لوړولو كي بنسټيزي لاري  و بللې. خو رشاد صاحب د بلل شوو  چارواكو او  مشرانو څخه ګيله څرګنده كړل چي د نندارتون په بهير كي  يې ګډون  و نه  كړ او د ځوانانو د تشويق لپاره  پاملرنه نه كوي. او له تركانو څخه يې ډېره مننه وكړه چي زموږ د هيواد د بچيانو په روزنه كي يې ډېر زيار ايستلى دى.

د لمړۍ ورځي د بهير په هكله د ښوونځۍ تركى مدير ښاغلى عبدالقادر(اكته) هم ډېر ناخوښه برېښېدى او د افغان چارواكو و مشرانو د نه پاملرني څخه ډېر خواشينى وو.

خو د نندارتون د بهير دوهمه ورځ په ښه گڼي ګوڼي پيل شوه. ما هم د پيل سره سم ځان خپلي ښوونځۍ ته راورساوه شاو خوا مي د كندهار د بېلابېلو ښوونځيو و زده كوونكي، مديران،ښوونكي او د پرون يو نيم بلل شوي ميلمانه هم تر سترګو شول.  د دوهمي ورځي د بهير د ليدو لپاره د ښووني  و روزني راتلونكى ټاكل شوى رئيس ښاغلى حيات الله رفيقي، د كند هار امنيې كومندان ښاغلى ايوب سالنګي، د هيواد تكړه هنرمند او ډايريكټر ښاغلى عبدالواحد نظري او يو نيم نورو مشرانو هم گډون درلود چي د بهير د بېلا بېلو برخو څخه په ډېر ذوق ليدنه كول.

د دې لپاره چي د كندهار امنيې كومندان و پوښتم چي د يوه نظامي شخص په توګه د دې ډول نندارتونو او ساينسي پرمختګونه ارزښت څه ډول ازريابي كوي؟ په داسي حال کي چي ويل يې ډېر پرې ناوخته دی ، زما پوښتنه ځواب کړه .

ښاغلي كومندان صاحب په دې هكله لومړى ډېره خوښي څرګنده كړه، او  ارزښت يې بې سارى و ګڼى، د ښوونځۍ د تركي مدير څخه يې ډېره مننه وكړه او ژمنه يې وكړه چي د هري مياشتي په پاى كي به د ښوونځۍ د زده كوونكو سره ليدو ته راځي.

د كندهار راتلونكى پوهني رئيس ښاغلي رفيقي صاحب څېره هم ډېره روښانه او خوښه برېښېده او د كندهار د ښووني او روزني په برخه كي يې دا يو ستر نوښت و بلى.

د دوهمي ورځي له بهير څخه د لېسې مدير تر پرونۍ ورځي لږ خوښ برېښېدى.او په همدې ډول د غرمې پر دوو بجو د دوهمي ورځي بهير هم پای ته ورسېدى.

د نندارتون د دريمي ورځي بهير د تمي خلاف تر پرونۍ ورځي په زياتي ګڼي گوڼي پيل شو، لكه څنګه چي ټاكل شوې وه  چي د دريمي ورځي ننداره به د عامو وګړو لپاره وي خو بياهم د ځينو ټولګيو زده كوونكي بيا راوبلل شول او همدا ډول د كندهار نرسنګ يا (منځني طب) ښځينه زده كوونكي هم را وغوښتل شول. دا چي بيولوژي د طبي زده كړو يوه برخه جوړوي او زده كړي يې نه يوازي تيوري بلكه عملي هم بايد تر سره شي  خو د هغو دا لمړى ځل وو چي د بيولوژي اړوندي تجربې يې ليدلې او پر څېرو يې د خوښۍ او مايوسۍ څپې تلې و راتلې.

همداډول د دريمي ورځي په ننداره كي عامو نالوستو  وګړو هم د نندارتون د بهير د ليدلو څخه ډېر خوند اخستى ځكه د بيولوژي  د تجربو څخه فشار كتل، د نيكوتين تاواونونو، د كمپيوټر د څانګي تجربې او فزيك كي د پريسكوپ او په هوا كي د ګين ( ټوپ )  درول، په كيميا كي  د كيمياوي موادو چاودني تجربې ورته ډېري په زړه پوري وې او پر دې تجربو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه وه كه څه هم زده كوونكو به تشرېح وركړل خو دوى تر تشرېح تجربه ډېره په زړه پوري وه. زده كوونكو ويل: موږ د تجربې په هكله تشرېح وركړو خو په پا ى كي بيا وپوښتي چي دا پايله يې ولي داسي وشول. داولي داسي كېږي.

د پوهنتون محصلين او د ښوونځيو زده كوونكي ډېر خوشحاله برېښېدل او له خپلو مشرانو څخه يې غوښتنه درلوه چي دوى ته هم همدا ډول اسانتياوي په لاس راوړي او په همدې ډول د دريمي ورځي بهير هم په ډېري خوښۍ پايته ورسېد .

 

 

 

د راپور جوړونکی : هشمت الله ساحل – کندهار افغانستان