د بښنې نړیوال سازمان تازه رپوټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28187

دخبریدو نیټه : 2009-08-05

د بښنې نړیوال سازمان رپوټ


د بښنې نړیوال سازمان د لسو ټکو اجندا خپره کړې

رپوټ ورکونکی: میرویس جلالزی


د بښنې نړیوال سازمان ( ایمنستی انترنیشنل) په افغانستان کې د انساني حقونو د وضیعت د ښه والي په موخه د لسو ټکو خپله  یوه  نوې  اجندا اعلام کړې.
د  لسو ټکو  دغه اجندا  تر ډیره د ولسمشرۍ په سیالۍ کې کاندیدانو ته متوجه ده.

د عفوې نړیوال سازمان د اسیا پاسفیک د څانګې  مشر سام ظریفي وایې د افغان  پارلمان په غړو  ډیر خلګ باور نه لري د هغوي کړنو ته د شک په سترګه ګوري، جنګي مجرمین آزادکرځي او نورې ستونزې هم موجودي دي.

ظریفي وایې افغانان د یوه ښه حکومت له نه لرلو او  له اقتصادي فساد څخه کړیږي.

د ښاغلي سام د وینا له مخې، په داسي حال کې چې افغانان له مخ پر زیاتیدونکي  نا امنۍ سره مخ دي خو هغوي په هیواد کې د امن په پرتله د  قانون د  واکم نۍ  مسلې ته ترجع ورکوي.

د بښنې د نړیوال سازمان د لسو ټکو په دغه اجندا کې  راغلي چې د ولسمشرۍ کاندیدان باید په هغو مسلو خبري وکړي چې د خلکو د قهر او نا هیلۍ لامل ګرځيدلي.

هغه لس ټکې چې د بښنې د نړیوال سازمان په دغه اجندا کې ذکر شوي په لاندي  ډول دي.

لومړی:  د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو زمه واریو پلي کول.
دوهم: په عدلي او قضایې سیستمونو کې اصلاحات.
دریم: د خود سرو نیولو او ناقانونه سزا ورکولو خطمول.
څلورم: پخوانیو مجرمینو ته د معافیت پر ځای د سزا ورکول
پینځم: د بیان آزادۍ ته درناوی.
شپږم: په کور دننه او له بهر څخه را ستنیدونکو مهاجرو سره مرسته
اوم: د اعدام د سزا درول او د وخت په تیریدو د دغې سزا خطمول
اتم: د ماشومانو  د حقونو درناوی
نهم: په قانون او عمل کې د ښځو د حقونو د ناوی
لسم: د جنګي بندیانو سره د ناوړه سلوک خطمول او له بندیانو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چال چ ند.