ایمان
لیکوال : محمد اجمل پسرلی
توحید له جوماته راته،
سپینه پاڼه یې له لارې ورواخیسته ، په سترګو یې وموښله ، ښکل یې کړه ، شاوخوا یې وکتل، لږ وړاندې یې د پخڅې
دیواله په چاک کې کېښوده. دکور وریې پرانیست. پلار یې له بازاره خورما راوړې وه ، ده ورمنډه کړه له منډې سره یې
پښه ونښتله او بغدادي قاعده یې له لاسه ولویده . پلار یې اخ کړل. سپاره یې ورواخیسته، ښکل یې کړه. توحید یې
په څپېړه وواهه . دهغه پوزه وینې شوه. مور غیږ ورکړه. خاوند یې ورته وویل :
- نازوې یې هم، سپاره یې واچوله
می
منې یې دواړه لاسه په ټټر پورې ونیول :
- وی ړنده دې شم
اوچته پاڅیده.دیګی یې ورواخیست . وړه یې غوړو ته واچو
.حلوا لا سمه دم نه وه چې په توحید یې وڅکله ، هغه تو کړه، مورپرې بړچ وهل:
- ناروا، روزي دې تر پښو لاندې
کړه.
چې حلوا دم شوه ، مور توحید ته ورکړه چې جومات ته یې یوسي. هغه بشقاب د جومات شاته په ویاله کې چپه
کړ.