د پارلمان د وکیل د تښتولو هڅه شنډه شوه(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28260

دخبریدو نیټه : 2009-08-09

 

د پارلمان د وکیل د تښتولو هڅه شنډه شوه(رپوټ)


په کابل کې د پارلمان د یوه وکیل هلال الدین هلال د اختطاف هڅه شنډه شوه.

پو یس وایې چې دری تنه هغه شکمن تښتونکي یې نیولي چې د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستني د هلال کور ته ور دننه شوي ول او غوښتل یې نوموړی له ځان سره په نامعلوم لوري وتښتوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط وویل چې له تښتونکو سره یې یوه میل میکاروف تمانچه، د بي هوښه کولو مایع درمل، دری پیچکارۍ او دری  سیټه ګرځنده ټلیفونونه نیولي دي.

هلال الدین هلال هم دا پیښه تاید کړه او دا چې پولیسو د هغه ژوند ژغورلی له دغه  کار څخه یې  مننه  وکړه.

تر اوسه د دغې ناکامه  هڅي انګیزه نه ده روښانه وي.

د یادولو وړ ده چې هلال الدین هلال په پارلمان  کې د بغلان د خلکو استازي توب کوي خو دمګړۍ په کاب   کې اوسیږي.