تازه خبر:بیت الله محسود ژوند دی
میرویس ج الزی
د افغانستان او پاکستان له ګډو پولو څخه د بینوا ویب پاڼي ته را رسیدلي تازه رپوټونه وایې چې
د تحریک طالبان پاکستان مشر بیت الله محسود په شمالي وزیرستان باندي په وروستي برید کې نه دی وژل شوی.
دغه برید تیره اونۍ تر سره شوی وو چې پکې لومړی د محسود میرمنې د وژل کیدو خبر ورکړ شو خو وروسته یو شمیر غربي او پاکستاني استخباراتي سرچینو ومنله چې محسود هم پکې وژل شوی دی.
د بیت الله محسود یوه ویاند کفایت الله منلي وه چې د دوي رهبر په دغه برید کې له مینځه تللی دی خو نن د تحریک طالبان پاکستان ډلي یو شمیر عم ده مشرانو او رسمي ویندوي مولوي عمر دا خبر رد کړ.
مولوي ځایې خبریالانو ته ویلي چې بیت الله محسود نه دی وژل شوی او دمګړۍ په هغه خوندي ځای کې دی له کومي څخه چې له څو میاشتو را پدې خوا په سیمه کې د طالبانو خوځښتونه څ ارې او لازم فرامین صادروي.
مولوي عمر د محسود وژنه د غربي او پاکستاني مقاماتو یوه تبلیغاتي جګړه په ګوتو کړه چې د ده پر وینا هیڅ ډول ریښتینولي نه لري.
د سیاسي چارو شننوکي په دې باور دي چې د بیت الله م حسود مړینه به د تحریک طالبان پاکستان په فعالیتونو هیڅ راز اغیزي و نه لري دا ځکه چې طالبان ایډیا وژیکه جګړه کوي او د یوه مشر تر وژل کیدو وروسته سمدستي بل طالب د هغه تشه په ډیره ښه توګه ډکولای ي.