کابل: په لسګونو بې کوژدې ځوانان له لویه غمه خلاص شو
میرویس جلالزی
د کابل په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ډلیزه توګه د ۲۴ جوړو ځوانو نجونو او
هلکانو ډلیز واده تر سره شو.
دغه مراسم د جمعې په ورځ د کابل په یوه شانداره هوټل کې په داسي حال کې تر سره شول چې د حج او اوقافو وزیر صدیق چکري هم ګډون درلود.
چکري په افغانانو غږ وکړ چې زاړه رواجونه او سنتونه مات کړي او هغه لاري چارې ولټوې چې په مټ یې خپل ژوند ښه کولای شي.
د ډلیز واده د د غو مراسمو لګښت د یوې ایرانۍ خیریه ټولنې له خوا ورکړ شوی وو.
د ناویانو او زمانوپه ډله کې د پاخه عمر نجوني او هلکان هم تر سترګو کیدل.
ناویانو ته سپینې جالۍ جامې او زومانو ته بیا سپینې دریشۍ او سرې نیکټایۍ ور اغوستل شوي وي.
د معصومې په نامه د کابل ولایت د افشارو د سیمې یوې اوسیدونکې چې په تازګۍ د ایران له مشهد ښار څخه خپل هیواد ته را ستنه شوي وه د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل: (( زه پینځه کاله دمخه د رضا په نامه له یوه ځوان سره د مشهد په یوه بازار کې آشنا شو، د هرې ورځي په تیریدو زمونږ اړیکو نوي بڼه غوره کوله او هغه دا چې یو له بل سره مو مینه پیل کړه، تر ډیره وخته زمونږ کورنۍ زمونږ په مینې نه وي خبري خو کله چې زما کورنۍ له رضا سره زما په پټه مینه خبره شوه نو راته یې اجازه راکړه چې له رضا سره واده وکړم )).
د معصومې د وینا له مخې چې رضا تر نن ورځي پورې دا توان نه درلود چې د واده د مراسمو لګښت پوره کړي خو بلاخره په کابل کې د ای انیانو یوه مرکز ته له ورتګ وروسته مونږ په دې وتوانیدوچې د ډلیزو ودونو په مهال ویش کې خپل نومونه ولیکو چې له نیکه مرغه زمونږ واده د جمعې په شپه تر سره شو.
د هغه ایراني مرکزمسول چې د د غه واده لګښت اوتنظیم
چارې یې پر غاړه وي وویل چې د واده وروسته یې هرې جوړې ته د ۲۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د کور وسایل هم ورکړي
دي.