د نړۍ تر ټولو ستر تیلسکوپ فعال شو( پوټ)
میرویس جلالزی
د جی تي سي په نامه د نړۍ تر ټولو ستر تلسکوپ چې د هسپانیې د قنارې ټاپو ګانو په لوړه څوکه ایښودل شوی د فزیک پوهانو له څو کلنو هڅو وروسته فعال شو.
څیړونکو دغه تلسکوپ د ستورو، کهکشانونو او نورو سماوې موجوداتو د دقیقې مطالعې او لید لپاره فعال کړی دی.
د نشنل جیوګرافیک چینل په رپوټ چې دغه تلسکوپ د نړۍ په کچه د خپل ډول لومړی ستر تلسکوپ دی چې تیره ورځ د هسپانیې د پادشاه خوان کارلوس له لوري فعال او ګټې اخیستني ته وسپارل شو.
د دغه تلسکوپ د جوړولواو نصب په چارو ۱۸۰ ملیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی چې اوس به ترینه د هسپانیې په ګډون د مګزیک او ف وریدا ایالت ستور پیژندونکي هم ګټه اخلي.
د جي ټي سي تلسکوپ داسي ترکیبې آینه لري چې وسعت یې ۱۰اعشاریه ۴ متره ته رسیږي .
نشنل جیوګرافیک چینل رپوټ ورکړ هغه څوکه چې پکې دغه تلسکوپ ځای پر ځای کړای شوی د سمندر له سطحې ۲۴۰۰ متره لوړ ده.
هسپانیوې او امریکایې محقیقین وای چې دوي تمه لري د جي ټي سي په مرسته د کهکشانونو او ستورو د پیدایښت او مړینې په اړه داسي معلومات تر لاسه کړي چې تر اوسه له نړۍ څخه پټ پاتې دي.