په کندهار کي د ښاغلي واحد نظري په وياړ غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2836
ضيا ساحل - کندهار
دخبریدو نیټه : 2005-05-15

ليکونکی : ضيا ساحل - کندهار

د ښاغلي واحدنظري صاحب په وياړ غونډه

او د هجرت فلم نندارې ته وړاندي کېدل

 

 په کندهار ښار کښي د غوايي پر اتلسمه نېټه له  غرمې څخه وروسته  د هيواد د تکړه،هڅاند او پياوړي ډايرکټر ښاغلي واحد(نظري) صاحب په وياړ  غونډه وشوه او هم ورسره په څنګ کي (هجرت) فلم چي د نظري صاحب د هنري تخليقونو څخه يو وو نندارې ته وړاندي شو.واحد نظري

نوموړې غونډه  په خوشبخت صالون کي د (کندهار ننداره) په زيار د روشن موبايل کمپنۍ په مالي لګښت جوړه شوه چي ګڼ شمېر هنرمندانو،مشرانو،شاعرانو،ليکوالو او عامو وګړو پکښي ګډون درلود.

غونډه د مازديګر ٤:٣٠ بجو په شاوخاوا کي د الهي ډالۍ قران مجيد په څو سپېڅلو آيتونو پيل شوه چي ورپسې  ښاغلي ډاکټرصاحب طارق (رشاد) د تياتر او ډرامې پر لرغونتيا،ارزښت او زموږ په ټولنه کي د تياتر و ډرامې پر حالت اود هنر د دې برخي د ودي او پرمختګ په اړه وږغېد.

ورپسې چي د کندهار والي گل اغا شېرزي هم چي د لنډو شېبو لپاره غونډي ته راغلى وو برخه والو ته وينا واورول، نوموړي پخپلي وينا کي د کندهار په لرغونو ارزښتونو، په خپلو ملي وياړونو،ملي مشرانو، ملي عظمتونو د وياړ يادونه وکړه، ښاغلى نظري صاحب يې هم د وخت د هنر دسرلارو و لوړو شخصيتونو په کتار کي وبلى او د هغه سره يې د هرډول مرستي ژمنه وکړه.

وروسته يو لړ ويناوي او پيغامونه د غونډي په اړه برخه والو ته واورول شول.

د پروګرام په نيمايي برخه کي د (کندهار ننداره) هنرمندو تکړه ممثلينو يوه ډرامه هم چي د وخت د حالاتو يو رښتينی انځور و،  برخه والو ته وړاندي کړه، د ډرامې څخه وروسته د مازديګر د لمانڅه ادايني ته وخت ورکړل شو ورپسې يولړ ډالۍ د کلتوري ټولنو،مشرانو،روشن کمپنۍ له خوا ښاغلي واحد نظري صاحب،ډاکټرصاحب طارق رشاد او داسي نورو مشرانو ته وړاندي شوې،دا چي ډېرو وگړو د فلم نندارې ته ډېره تلوسه ښودله نو د ماښام لمانځه تر ادايني وروسته د پروجکټر تر امتحاني پړاو ورسته  يو دم د لويي سپيني پردې پر مخ د ښاغلي نظري صاحب د يولړ هنري اثارو  بېلگي راښکاره شوې  چي د ځينو صحنو په ليدو به يې ډېرى نندارچيانو چکچکي او شپېلکى ورسره راغبرگاوه. تر لنډي مودې وروسته  د پردې پرمخ د ښاغلي نظري صاحب د کوچنيوالي،ځوانۍ او بېلابېلو وختونو انځورونه راښکاره شول چي د دې لپاره هم نندارچيانو ښه د چکچکو و شپېلکانو يوه ننداره جوړه کړه او د فلم ليدو ته تلوسه نوره هم وار په وار ډېرېده تر څو د ماښام د اونيمو بجو پرا شاوخوا فلم پيل شو. د فلم نندارې بيا په هال کي د نندارچيانو پام ډېر راواړاوه ، او د يو نيم صحنو د ليدو سره به په هال کي د چکچکو و شور او زوږ يوه بېله صحنه جوړوله .

د نندارچيانو د دې تودو احساساتو او ښې بدرگې اغېز د ښاغلي نظري صاحب څېره نوره هم روښانه او جذابه کړ  او پر شونډو يې يوه دوامداره مسکا خپره وه او خپل احساسات يې داسي څرگندول: زه نن ډېر خوښ يم، نه پوهېږم چي خپل احساسات په کومه ژبه درته څرگند کړم، حالاتو او شرايطو دومره نا هيلى کړى وم چي د دې شېبو تصور مي نشواي کولى.

زه له خپلو خلکو ډېر خوښ يم ځکه زه يې پخپلو ډېرو تودو احساساتو استقبال کړى يم.

د فلم نندارچيانو هم د فلم له ليدو څخه ډېر خوند اخستى ځکه د نوي څېرې يو فلم يې پخپله ژبه ننداره کاوه   او په همدې ډول  پروګرام ماخستن څه کم لسو بجو  پای ته ورسېد.

 

 

بېنوا خپرنيزه څانګه په کندهار کي د ښاغلي ساحل د راپور راليږنې او ښاغلي خليل الله د عکسونورالېږلو څخه مننه کوي .