زنداني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28514
ګل رحمان رحماني
دخبریدو نیټه : 2009-08-17


   که دازېرى ډېرنه لس کاله وړاندې پرې شوىوى نوشايدچې دزندان نه له وتلووړاندې به  يي له ډېرې خوښۍ ساه ورکړې وه خواوس چې دولسشمر دفرمان سره سم دهغه دزندان دېرش کلن ژوندپاى ته ورسېد نودده لپاره کومه نوې اوپه زړه پورې خبره نه وه ادم خان اوس هغه پخوانى ادم خان نه وو چې هره شېبه به يي کوراوبچيانوپه يادله سترګواوښکې روانې وې هغه اوس دابيخي هېرکړې وو چې هغه يووخت ديوې شتمنې کورنۍ غړى وواودښه ژوند خاوندووله دزندان اودغه تکې تورې کوټې سره يي دومره عادت اخيستى ووچې نورنودازادژوندخيال هم ورسره نه و و له زندانه ورته وتل داسې ښکارېدل لکه څوک چې له خپلې معشوقې نه جداکېږي ،دېرش کاله چې يوڅوک له خپلې کورنۍ اوخپ وانو ورک شي اودهغه غوندې په زندان کې عمرتېرکړي نودهغه زړه به خامخا ددردونوپه کرونده بدلېږي

   ولسمشربه خداى خبردکومې خوښۍ په وياړدغه مجرمين معافي کړي ووکنه هسې خواخترونه پخواهم تېرېدل خودادم خا ن غوند ې زندانيانو ته يي رښتياهم کارکتلى وو

  ادم خان لاپه دغه زهني کشمکش کې وو چې يوه سرتېرې دروازه ورخ اصه کړه يوه جوړه جامې يي په مخ کې ورته وغورځولې اوپه خنداډوله لهجه يي ورته زياته کړه
    پاڅه خې نه     !اوس دې لکه چې کورته زړه نه کېږ ي ادم خان په رډورډوسترګو سرتېري اوبياجاموته وکتل خوهغه و ته بيايوقدم راوړاندې شو
 هسې ولسمشرپه تاسې مردارخورومهربانه شو پاڅه په نيم ساعت کې جامې بدلې کړه کوټې بل زنداني رځي کوراوخپلوا ن به لر ې ،کنه بياپخواني يادونه درته تازه کوم دپخوانويادونوپه اورېدوسر ه ادم خان په ځاى کې رانېغ شوځم صيب ځم ........هسې پښې مې لږدردکوي   

په کلې کې سهاروختي شورماشورووهرچاداختر پاره تياري نيوله دقربانۍ مالونوپه هرانګړاومال ځاى کې بغارې وهلې دجومات ملاصيپ په لاسپېکرکې ويناکوله اوخلک يي ښوکارونواودقربانۍ فضليت اويودبل سره پخلاينې ته  رابلل په همدې شېبوکې يوډنګر وچ کلک انسان چې لويه خېرنه ږيره اوزېړرنګ يي لرلواودچرسي غوندې ښکارېده کلي ته ورننوت له شانه يوه ډله شوخ ماشوما ن ورپسې وواودلېونيي ېوني نارې يي پسې وهلې
   ادم خان په دې دېرشوکلونوکې هرڅه هېرکړي ووخودخپل کلي نوم يي نه ووهېرکړى په ښا کې يي هم خپل پخوانى کورپيداکړ خوپيره دار ورته وويل چې دکورمالکان ټول داختر لپاره کلي ته تللي دي
  ديوه لوکس اوښکلي کوردروازه يي ټک ټک کړه په لومړي ځل يي په زړه کې سېک پيداشو زړه يي درزاپيل کړه دخپلې کورنۍ ددېرشوکلونوپخواني يادونه يي په زهن کې وګرځېدل په سترګوکې يي اوښکې راماتې شوې ددروازې ددويم ټک ټک سره دانګړنه دچادپښوښکالواوازراغى اوبې له ځنډه دروازه خلاصه شوه يوه شل کلن ځوان ادم خان ته په کرکجن نظروکتل اوپه غوصه يي خبر ې پيل کړې
مردارخوره ولې زنګ نه وهې چې ددروازې رنګونه الوزوې نن ورځ دسوال اوسوالګر ۍ نه ده چې ته دلته ولاړيي وام ځه ددې ځايه ورک شه که نه دپسه په ځاى به دې قرباني کړم
  ادم خان يوقدم وروړاندې شو په شمېرلوا فاظويي خبرې پيل کړې
وه ځوانه !ته زماخپل يي زه سوالګرنه يم خپل کورته راغلى يم ځوان وخندل اوزياته يي کړه

واه واپکه دادې لابله سپکه اوس دکوردعوه هم کوې وام ځه په جومات کېښنه چاى هم وڅښه اوخلک به پيسې هم درکړي ځه له دې ځايه دې دابده څېره دې ورکه کړه چې زموږ ماشومان به ووېروې
    په سترګوکې داوښکوبهيررامات واودځوان په اوږه يي لاسونه کېښودل
  بچوزه سوالګرنه يم ادم خان نه يم خپل کورته راغلى يم ځوان يوقدم تر ې شاته شواوپه شونډويي قهر جنه موسکاروغوړېده
     ځه خېرنه ددې ځايه ورک شه زماادم خان لالا خويي دې ش کاله وړاندې شهيدکړبيازه دومره  جاهل يم چې خپل ورورونه پېژنم په ټېلوټېلويي له دوازې نه لرې کړاودروازه يي بنده کړه
زړه يي دکاڼي په څېر کلک شوبېرته په راغلې لارروان شو دخپل کشرورورغظم خان خبرويي په زهن کې شو جوړکړى ووپرلپسې تنديکونه يي خوړل لس پنځلس ګامه نه ووتللى چې له يوه تنديک سره په ځمکه راولوېداوله خولې يي سوررنګه وينې داره وکړه