په ویانا کی د خپلواکۍ نوییمه کالیزه ونمانځل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28630
د ګیکا ټولنه
دخبریدو نیټه : 2009-08-22

دافغانانو دانتګراسيون او کلتور ټولنه
Gesellschaft für Integration und Kultur der Afghanen in Österreich      
 (G I K A)


په اتریش کی د افغانانو د انتګراسیون او کلتور ټولنه ( ګیکا)  لخوا د هیواد د خپلواکۍ نوییم کالیزه د اګست د میاشتی په ۲۲ مه  د  شنبی  د ورځۍ د ماسپښین په  دوه و بجو د ویانا د ښار د  نهمی ناحیی د جشنونو په صالون کی د یو زیات شمیرمیشتو افغانانو په ګډون  ونمانځل شو .
 په غونډی کی لمړۍ د ګیکا  د ټولنۍ  مشر محترم  ډاکتر ملیار د هیواد د خپلواکۍ په باره کی هراړخیز وینا وکړه محترم ملیار د خپل وینا کی په یوی برخی کی  زیاته کړه :  سږکال د هیواد د خپلواکۍ نوییم  کالیزه زموږ په هیواد کی  پداسۍ شرایطو کی نمانځل کیږي چی  په هیواد کی جنګ فقر او بیوزلي خپل اوج ته رسیدلی او هره ورځ په لسګونه د هیواد ځوانان د بیکارۍ او فقر له لاسه نورو هیوادونو ته کډه کوي  . ورپسی د غونډی څو تنو برخه والو هریو  په خپل  وار د هیواد د خپلواکی په اړه خپلی لیکنې او شعرونه ولوستل، غونډه  د مازیګر د څلورو بجو په شا وخوا ه کې د ملي اتن  سره پای ته ورسیده .
پدی پرتمین  ملی جشن کی د ویانا د ښار او شاوخوا د سیمو یو شمیر میشتو افغانانو ګډون کړۍ وو.