د کرزي او هالبروک انفجاري چیغي ( رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28801

دخبریدو نیټه : 2009-08-29

د کرزي او هالبروک انفجاري چیغي ( رپوټ)

رپوټ ورکونکی: میرویس  جلالزی

د افغانستان لپاره د امریکې  د استازي ریچارد هالبروک  او افغان  ولسمشر حامد کرزي تر منځ د هغوي په وروستي ملاقات کې د څه موده مخکې ټاکنو  په اړه  ځیږه او قهرجن  الفاظ تبادله شوي دي.

هالبروک تیره اونۍ له حامد کرزي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل.

حامد کرزي ته نږدې یوې سرچینې چې په همدې   غونډه کې یې حضور درلود وویل چې د حامد کرزي غوصه وروسته تر هغه را وپاریده چې هالبروک د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو د تر سره کیدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې په اوسنیو  انتخاباتو کې  د درغلیو په اړه نړیواله  ټولنه او امریکا اندیښمنه  ده  او که چیرته انتخابات دوهم ځل تر سره شي  دا به ښه او مشروع  خبره وي چې دغه غوښتنه سمدستي د حامد کرزي د نه له ځواب سره مخ شوه.

هالبروک  ویلي چې ډیري رایې په ناقانونه توګه صندوقونو ته لویدلي دي او د کرزي یو شمیر مامورینو په تقلب اوجعل کارۍ کې لاس درلود.

څو باوري سرچینو د حامد کرزي او هالبروک تر مینځ د ژبنۍ شخړې د رامنځ ته کیدو او له غونډې څخه د حامد کرزي د ناڅاپې وتلو  پخلی کړی دی.

سرچینو وویل چې هالبروک په خپلو خبرو کې دوه ځله په انتخاباتي درغلیو تمرکز  وکړ او دواړه ځله یې خبري د حامد کرزي له خوا قطع شوي.

نوموړي د کرزي د  ټیم له غړو او نورو شکایت کړی چې د رایو پاڼي یې له صندوقونو ایستلي او جعل کاري یې کړي ده.

د امریکې د سفارت یوې ویاندې  وویل چې کرزي او هالبروک په یوبل چیغي نه دي وهلي او کرزي او هالبروک غونډه نه ده پریښي.

دا لومړی ځل دی  چې یو لویدیځ چارواکی دي د افغانستان په انتخباتو کې د تقلب او درغلۍ په اړه  داسي جوت، لوڅ  او غوڅ وغږیږي.

هالبروک د انتخاباتي درغلیو په اړه اندیښنه  وښوده اوزیاته یې کړه چې د  ټاکنو دوهم  پړاو به اعتبار ولري نه اوسنی پړاو.

هالبروک افغانستان ته په خپل سفر کې د حامد کرزي له انتخاباتي رقیب ډاکټرعبدالله عبدالله او د بلخ له والي عطا محمد نور سره هم کتلي ول.

د سیاسي چارو کارپوهان وایې چې هالبروک د عبدالله عبدالله او عطامحمد نور د هغو شکایتونو تر سخت فشار لاندي راغلی چې د انتخاباتو په اړه یې لرل او همدا یې دلیل دی چې له حامد کرزي سره یې په تنده او غیر دیپلوماتیکه لهجه خبري کړي دي.