زموږ په کلي کې دوه ځلې بېوزلي بزګر ډېر مست شول ، يوځل هغه مهال چې هره خوا سره بيرغونه ورپېدل او بل ځل چې د سرو بيرغونو ځاى سپينو ونيو .
سيدا ، زموږ د کلي د يوې بېوزلې کورنۍ ماشوم و ، ددوى کورنۍ هغه مهال مسته شوه چې سيدا ځوان شو او د يوې جهادي ډلې کوچنۍ سرګروپ شو،همدغه مهال سيدا سره ( ګل ) هم يوځاى شو .
دوى خپل کور نه درلود ، زموږ د تره په کور کې اوسېدل خو دبدبه يې دومره لوړه وه لکه خانداني خانان چې وي .
هغه وخت لغمان کې جهادي ډلو ډېرى په خپلو کې يو پر بل جهاد کاوو ، حزب حرکت او حرکت حزب ته په کمين کې وو او همدې جهاد په لسګونو ځوانان ترخاورو لاندې کړل .
هغه ورځ د سيداګل دي ډلې خپلې حريفې جهادي ډلې ته ماتې ورکړې وه او په همدې خوشحالۍ کې يې داسې ډزې کولې لکه فلسطين چې يې له اسراييلو ازاد کړى وي .
سيدا ګل خپله هاوان ته ګولۍ غورځولې او د هوا په لوريې توغولې خو يوه ګولۍ سرچپه ولوېده ، هاوان وچاودېد او د سيداګل سر يې والوځو .
د سيداګل جنازه داسې وخت کې کورته راوړل شوه چې مور يې بيرون وه .
کټ د انګړ په منځ کې ايښى و ، مور يې راننوته ټولې ښځې حيرانې شوې او دهغې په لور يې کتلې .
خو هغه لا خبره نه وه ، ټکرى يې پزې ته ونيو ، ټنډه يې تروه کړه د لاس په خوځولو يې خبرې پيل کړې :
کټ وباسئ ! هر څوک چې مردار شي زما کور ته يې راوړئ ، څه قبرستان خو نه دى !
راټولې ښځې حيرانې وې ، يوه ور وړاندې شوه : ته خو يوځل وګوره ؟ دا څوک دى ؟
چې څنګه يې سپينه پرده پورته کړه او د خپل زوى په جسد يې سترګې ونښتې ، سر يې په لاسونو کې ونيو ، ځمکه پرې توره شپه شوه ، پښې يې سستې شوې او بې اختياره چيغې يې وهلې .
له هغه وخته ډېر کلونه تېرشوي ، خو اوس هم چې ځينې کړۍ او اشخاص د جګړې په اوږدېدو ټينګار کوي ،ماته د سيدا ګل مور را ياديږي .
دغه ډلې او اشخاص ځکه په جګړه ټينګار کوي ، چې ددوى په کې ګټې دي ، جګړه کې د خلکو اولادونه مري ، د خلکو کورونو ته جنازې راځي .
دوى يې درد نه شي محسوسولى خو هغه وخت به يې محسوس کړي چې د سيدا ګل د مور په برخليک اخته شي .