مالي بحران او د اسلامي بانکونو ګټه(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28882

دخبریدو نیټه : 2009-09-01

 مالي بحران او د اسلامي بانکونو ګټه(رپوټ)

سینګاپور:

میرویس جلالزی

د نړۍ د سلو پیاوړو اسلامي بانکونو شمتنۍ ښیې چې د ۲۰۰۷ کال په پرتله په ۲۰۰۸ کال کې د دغو شتمنیو اندازه په سلو کې ۶۶ فیصده لوړه شوي ده.

دا په داسي حال کې ده چې د نړۍ د ستر اقتصاد درلودونکي هیواد امریکې  په ګډون د نړۍ  ګڼ شمیر هیوادونه د تیر کال په ورستیو او د روان کال په لومړیو میاشتو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ شول چې په پایله کې یې  یادو شویو هیوادونو ته په ملیاردونو ډالره تاون ورسید.

د نړۍ د سلو اسلامي بانکونو شتمنې  چې په ۲۰۰۷ کال کې ۳۵۰ ملیارده امریکایې  ډالره وره په ۲۰۰۸ کال کې ۵۸۰  ملیارده  امریکايي ډالرو ته لوړه شوه چې دغه لوړ والی په اسلامي بانکونو باندي د نړیوال اقتصادي بحران بي اثري  ښیې.

دغه  ارقام د اسیايي بانکدارۍ یوې مجلې خپاره کړي دي.

په رپوټ کې راغلي چې اقتصادي ناورین  تیر کال ډیری غښتلي او سابقه داره اروپایې  او امریکايي غیر اسلامي بانکونه سخت وځپل او ډیری بانکونه  له افلاس سره مخ شول.

ویل کیږي چې اسلامي بانکدارۍ په دغه اقتصادي بحران کې خپل پخوالی وښود او دا یې ثابته کړه چې په بانکدارۍ کې شریعي اصولو ته پام لرنه څورمه ګټي درلودلای شي.

 د بینوا ویب پاڼي درنو مینه والو، په اسلامي بانکدارۍ کې د اسلامي او شریعي اصولو پر اساس معاملې تر سره کیږي خو مدرن بانکي اصول هم پکې په پام کې نیول کیږي.

دغه اصول له سود پرته تر سره  کیږي.


په اسلامي بانکونو کې د مضاربت او له ربحې څخه پرته  معاملې ډیرې مشهوري دي.

داسلامي بانکونو له شتمنیو څخه دنورو بانکي سیستمونو خلاف، د تمباکو، الکولو او جوارګرۍ( قمار) په برخه کې په قطعي ټوګه کار نه اخیستل  کیږي اوپه دغو بانکونو کې ورته معاملې  ممنوع دي.

د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو، د اسلامي بانکدارۍ په سکتور کې ایراني بانکونو مهم رول لوبولی دی او د اسلامي جمهوریت بانکونو د سلو ځواکمنو اسلامي بانکونوپه کتار کې اوم ځای خپل کړی دی.

په دغه برخه کې د سعودي عربستان بانکونو ډیره ګته تر لاسه کړي  او مخکښ دي.

د سعودي عربستان الریاض بانک تر  ټولو ډیر  خالص عواید تر لاسه کړي چې یو اعشاریه څلور اویا ملیارده ډالره ښیې چې دغه اندازه د ایران د قوي بانک ( بانک تجارت) تر عوایدو پینځه ځله لوړه ده.

د نړۍ د ۱۰۰ پیاوړ اسلامي بانکونو څلویښت سلنه  شتمني د ایران بانکونو ده.

د کویټ، عربي متحده  اماراتو، سعودي عربستان او مالیزیا بانکونه بیا په ټولو سره د اسلامي سلو غښتلو بانکونو څلویښت فیصده شتمنې  برابروي.

د افریقا بانکونه په دغو سلو بانکونو کې ډیره وړه برخه لري او دمنځني ختیځ د بانکونوپه پرتله ډیر  کمزوري دي.

د مالیزیا او بنګلدیشن  اسلامي بانک په دغو سلو بانکونو کې  ښه رول لري او څه نا څه ګټه یې هم تر لاسه  کړي ده.

اندونیزیا هیواد چې د نړۍ د اسلامي هیوادونو په کتار کې د تر ټولو ډیرو مسلمانانو درلودونکی هیواد دی د نړۍ د ۱۰۰ پیاوړو اسلامي بانکونو په کتار کې دوه بانکه لري په داسي حال کې  چې د پاکستان ۳  بانکونو په دغه ۱۰۰ بانکیزه نوم لړ کې ثبت دي.
\