د نیویارک ټایمز د خبریال مرموز مرګ(رپوټ)
میرویس جلالزی
د لومړي ځل لپاره یو افغان خبریال په شمالي ولایت کندز کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
که څه هم افغان او بهرني چارواکي په دغه وژنه کې د طالبانو لاس دخیل بولي خو تر اوسه په دقیقه توګه نه ده معلومه چې د غه خبریال د چا له خوا وژل شوی دی.
د نوموړي د مرګ د مرموز والي په اړه وروسته تر هغه شکونه رامنځ ته شول چې له هغه سره ملګری بریټانوی خبریال د ناټو ځواکونو پر وینا د هغوي په یو لړ عملیاتو کې روغ رمټ ژغورل شوی دی.
افغان ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازي په دوو جلا جلا اعلامیو کې په کندز ولایت کې د افغان خبریال سلطان محمد منادي وژنه وغندله .
سلطان محمد منادي د دې اونۍ په سر کې له یوه بل بریټانوي خبریال سره د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ ته په دغه سیمه کې د وروستۍ بمبارۍ څخه د رپوټ د جوړلو لپاره ورغلی وو چې د وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو.
د نیویارک ټایمز د دغه ځوان خبریال مړی د چهارشنبې په ورځ له چهاردرې ولسوالۍ څخه وروسته تر هغه وموندل شو چې د هغه بریټانوی ملګری د بریټانيي د ځانګړو سرتیرو د عملیاتو په پایله کې آزاد شو.
حامد کرزي ویلي چې دغې پیښې سخت خواشینی کړی دی او عاملینو ته یې د شدیدي جزا غوښتنه کوي.
د ناټو بریټانوي ځواکونو د چهارشنبې په شپه هغه سیمه کلابند او پرې یې عملیات وکړل چېرته چې دغه دوه خبریالان ساتل کیدل.
د یادولو وړ ده چې سلطان احمد منادي د پنجشیر ولایت اوسیدونکی وو او په دې ورستیو کې یې د آلمان په یوه پوهنتون کې د ماسټري په درجه د عامه اړیکو له پوهنټون څخه سند تر لاسه کړی وو.
تر اوسه نه ده معلومه چې منادې د چا په ډزو وژل شوی خو جسد یې افغان ځواکونو سهار دوخته موندلی دی.
د افغانستان د مطبوعاتي کورنۍ د غړو تر مینځ داسي ګنګوسي هم موجودي دي چې د نیویارک ټایمز بریټانوی خبریال د یوې معاملې له مخې تښتونکو آزاد کړی خو د هغه د ملګري سلطان احمد منادي په برخه کې بیا معامله نه وه شوي .
دا په داسي حال کې ده چې څو کاله دمخه په هلمند کې هم یوه ورته پیښه رامنځ ته شوي وه.
هغه مهال طالبانو ایټالوی خبریال ماسترجیاکومو او د هغه افغان ملګری اجمل نقشبندي وتښتول چې وروسته ماستر جیاکومو د پیسو او ځینو طالب قوماندانو د خلاصون په بدل کې آزاد شو خو اجمل نقشبندي ووژل شو.