د جنګي جنایت کارانو تعقیب ( رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29144

دخبریدو نیټه : 2009-09-10

 د جنګي جنایت کارانو تعقیب

م.جلالزی

ټاکل شوي چې  ډير ژر په افغانستان کې د دولت ضد وسله والو او میشتو بهرنیو سرتیرو د جنګي جنایتونو په اړه د جنګي جنایتونو د نړیوالي محکمې له خوا څیړني پیل شي.

د دغې محکمې لوی څارنوال لویس مورینو اکمپو دغه ټکی  پرون په  هاګ ښار کې څرګند کړ.

نوموړي وویل چې افغان دولت په خپله خاوره کې د د جنګي جنایتونو د نړیوالي محکمې د څانګي د جوړولو هوکړه کړي او له همدې  امله دغه  ځانګړي محکمه حق لري چې په افغانستان کې د جنګي جنایت کارانو د کړنو په اړه تحقیق وکړي.

ښاغلي اوکمپو وویل چې مونږ به ځورونې،  له بشري حقونو سرغړوني، او ډلیز قتلونه وڅیړو او په اړه به یې جدي ګامونه پورته کړو.

نوموړي که څه هم وویل چې په افغانستان کې حالات هغسي مناسب نه دی چې دغه جنایتونه وڅیړل شي خو تمه یې  څرګنده کړه چې یو شمیر کورنۍ او نړیوالي نوري  ادارې هم دې ته چمتو دي چې د جنګي جنایتونو له نړیوالي محکمې سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.

د جنګي جنایتونو د نړیوالې محکمې د څارنوال دغه څرګندوني په داسي حال کې خپریږي چې تیره ورځ  په افغانستان کې د احمد شاه مسعود او یو شمیر نورو جهادي قوماندانانو د مړینې ورځ ونمانځل شوه.

د مجاهدینو په قوماندانانواو د پخوانیو حکومتونو په یو شمیر جنرالانو او لوړ پوړو چارواکو دا تور دی چې په ډلیزو قتلونو او شکنجو کې یې لاس درلود.

د بشر دحقونو د آسیا دڅانګي مشر سام ظریفي څه موده دمخه په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې جنرال دوستم، برهان الدین رباني، اسماعیل خان، استاد عبدالرب رسول سیاف او یو شمیر نور جهادي قوماندانان جنګي جنایت کاران دي چې باید عادت ته را کاږل شي.

د طالبانو دحکومت له نسکوریدو وروسته د  بشري حقونو د مدافع ډلو له خوا د انتقالي عدالت په نامه یوه پروسه پیل شوه چې له  مخ به یې  جنګي مجرمین پیژندل کیدل او وروسته به محاکمې ته راکاږل کیدل خو دغه پروسه د ناڅرګندو دلایلو له امله تر  نن  ورځي پوري ځنډیدلي  ده.

ویل کیږي چې په تیرو اتو کلونو کې په افغانانو سربیره  په دغه هیواد کې په میشتو بهرنیانو هم په یو شمیر سیمو کې د جنګي جنایتونو د تر سره کولو تور لګول شوی دی.

په عامه تاسیساتو وسله وال بریدونه، په ړندو بمباریو کې د ولسي افغانانو  ډل وژنه هغه موارد  دي چې  د نورو تر څنګ جنګي جنایت بلل کیږي.

یادونه: د بینوا ویب پاڼي مواد د موخذ له یادولو پرته د بیا ځلي چاپ لپاره نه دي.