دافغان خبريال سلطان منادي د وژنې د غندنې غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29152
نجيب الله الوخېل
دخبریدو نیټه : 2009-09-10


د پنجشنبې په ورځ  سهار مهال  دخوست ميديوتيک ټولنيز مرکز په ودانۍ کې د خوست ولايت بيلا بيلو  رسنيو  خبريالانو  او ژورنالستانو  د يوې غونډ  په ترڅ کې  دافغان  خبريال سلطان منادي وژنه  چې د وسلوالو اورپکو او ناټو ځواکونو په جګړه کې ووژل شو وغندله .


 په نومو ړي غونډه کې  د ژورنالستانو خپلواکې اتحاديې مشر امير  بهير د خوست MCC  مشر نجيب الله الوخېل ، نصير احمد روښان ، اسماعيل حقمل ، انعام رحماني، شانزلي محبت ، فريد الله متونوال ،  کفيل ريحان،  ، ناصر ځلاند ، شفيق يما ، د نور خبريالانو په استازيتوب  د پيښې د غندنې تر څنګ نيوکه  وکړه. 
 چې ناټو ځواکونو په عملياتو کې دافغان خبريال ژغورلو ته پام ندى کړى .


په غونډه کې يادونه وشوه، چې په وروستيو  دووکلونو کې  نه يوازې خبريالانو ته د جګړې  دښکيلو خواوو له لورې  گواښونه ډېر شوي دي  بلکې د ښاغلي  منادي په څير  يو شمير نور خبريالان  هم په بې رحمانه توګه وژل شوي دي.
 خبريالانودجګړې له ښکيلوخواوواوناټوځواکونوپه کلکه وغوښتل ،چې دژورناليستانودژوندانه  خونديتوب ته دې په جدي توګه پاملرنه وکړي.
 د يادونې وړ ده  ښاغلى منادي څو ورځې  وړاندې د نيويارک ټاميز له خارجي  ژورناليست سټيفن  فاريل  سره يو ځاى د کندز له  چهاردرې ولسوالۍڅخه د دولت د وسلوالو مخاليفنو  له خوا  هغه مهال  وتښتول  شو  په نوموړي سيمه کې يې د ناټو ځواکونو  له خوا د  شوي  هوايي بمبارۍ په تړاويې رپوټ چمتو کاوه.
ددوى د راخوشي کولو عملياتو کې منادي  ووژل شو خو خارجى ژورناليست وژغورل  شو.
دا چې  د تښتنونې  په پېښو کې تل  خارجيان نجات مومي او افغان خبريالان وژل کيږي خلک ورته د حيرت او شک په سترګه  ګوري .