اخبارپلورونکى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29159
ګل رحمان رحماني
دخبریدو نیټه : 2009-09-10


    هغه ماشوم لکه يوه بې کوره مرغۍ په دغه لوى ښارکې يکي يوازې وو چېرته به چې ورځ دماښام ترپولې ورسېده اوپه ښاربه تياره خوره شوه نودهغه شپه هم په هغه ځاي وه .
     دهغه ديبلوپښوسره دښارټول واټونه اوڅلورلارې دلاس دکرښوپه څېراشناوې هغه دفترپه دفتربلد وو اودښارسهارنۍ ورځپاڼې به يې دخرڅولولپاره ورسولې څه پيسې به چې لاس ته ورغلې نوبيابه يې خپله ګذاره پرې کوله په مياشت کې يوځل هم دخپلې مورجونګړې ته نه ورته يوه ورځ دموټرپه تم ځاى کې ولاړوم چې همغه ماشوم نوې ورځپاڼې راوړې د((ژوند )) په نوم دښارمشهورورځپاڼه مې ترې واخيسته دموټردراتلوپه انتظارمې يې پاڼې اړولې په دوهمه پاڼه کې مي ديوې بوډۍ ښځې په غټ انځورسترګې ولګېدې ورته کتلي مې نوو چې ماشوم مې له ګوتوورځپاڼه کش کړه اوپه خبروشو .
    کاکاداکس دچادى ؟
په پوره حوصله مې ځواب ورکړ
وراره زه نه پوهېږم ........
نوڅه ورته ليکلي ؟
دتصويرنه لاندې ليکنې ته ځيرشوم په لوړاوازمې وويل
دګل پاڼې په نوم يوه ځوانه مېرمن چې درسرويښته يې بې وخته سپين شوي دوه ورځې وړاندې دښارپه روغتون کې دورپيښې ناروغۍ په سبب ساه ورکړې چې کوم خپلوان نه لري .
ماشوم په ورخطايي پوښتنه وکړه
دورپېښې ناروغۍ له امله ؟
   هو!څوک يې چې خپلوان وي زرترزره دې روغتون ته ورشي
دماشوم خوله وازه پاتې شوه له ګوتويې دورځپاڼوبسته په ناڅاپي ډول په ځمکه ولوېده دښاردروغتون په خوايې منډه کړه اوپه ژړغوني غږيې وويل
وئ !داخومې مورجانه ده
 ماوويل چې دوې شپې ولې دواټونوپه غاړه داسې بدخوبونه وينم .


     جلال اباد ښار