خذیفه ۹

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29337
محمد رفیع واکمن
دخبریدو نیټه : 2009-09-16


ابو داود د عربستان د یوې شتمنې او بډایه کورنۍ غړی و. د تیلو څو کوهیان ورته د پلار څخه په میراث کې پاتې شوی وو. پلار یې په خپل وخت کې ډېر خواري کښ او تقوا داره سړی و کله چې د هغه ځنکندن و، نو خپل زوی ته یې وویل: خدای پاک په هغه څه کې برکت اوچوی چې صداقت او سخاوت په کې وي که ته سم وچلېږي او د خدای(ج) د اوامرو څخه سرغړونه ونه کړي او د خپلو شتو څخه خیر خیرات او زکات هم ورکړې نو خدای پاک به هېڅ وخت هم تا ذلیل او خوار نه کړي.
ابو داود یو عایش، خود خواه او بدکاره انسان و، د پلار دغه خبرې ورته ټوکې ښکارېدې، شپه او ورځ به په عیاشۍ باندې لګیا و، حتا ځینې وختونه به د عیاشۍ لپاره بهرنیو هېوادونو ته هم تللو. فاطمه چې د ابو داود مېرمنه وه او په خپل کلي چم کې په یوې پرهېزګارې مېرمنې باندې شهرت درلوده، کله به یې چې د خپلې لور (حذیفې) حیا او ښکلا ته وکتل په زړه کې به یې تېر شول چې یو وخت به حذیفه یوه هوښیاره او پاک لمنه مېرمن وي او د کوم بختور کور ډیوه به شي سره له دې چې د ابو داود ناوړه کړو وړو فاطمه ډېره ځوروله او د هغه نه یې کرکه کوله، خو دا هر څه یې د خپلې لور څخه پټ ساتل، دې نه غوښتل چې لور یې د خپل پلار په بدو او ناروا کارونو باندې پوه شي. کله چې لور یې څوارلس کلنه شوه، نو د خپل مور او پلار جنګونو به پرېشانه کړه او حیرانه به وه چې ولې مې مور هر وختې له پلار سره نښلي او ترېنه خپه ده.
ابو داود غوښتل چې د خپل بڼ د چارو لپاره یو مزدور ونیسي، نو ځکه د مزدور په لټه کې و، یو مازیګر چې د پسرلي پسته او خوږه هوا چلېدله د تیلفون په خونه کې یو سړی ډېر په اوچت اواز باندې غږېدو او داسې چېغې یې وهلې ته به وایې مقابل لوری بېخې کوڼ دی او هغه څو کسان چې د خپل نمبر په انتظار کې وو له یو بل سره به یې کونګسې کاوه او خندلې او په دې خبره ټولو ته خندا راغله چې هغه وویل ما ته وګوره دلبرجانه! نو ټول په خندا شول چې دې ته وګوره لکه چې په تیلفون کې خپل مخاطب ویني.
کله چې زړګي د تیلفون د خونې څخه د باندې وتو، نو د ډېرې خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځاییده او په لاره کې به ځان سره مسکۍ، مسکۍ کېده. کور ته یې په منډه، منډه ځان ورساوه مور ته یې وویلې: مورې زما کار وشو عربو ته زما کار وشو چې په دې خبره یې مور ډېره خوشحاله شوه.

- زویه کله به له خیره سره ځې؟
- مورې زه به یوه هفته وروسته ځم
- زویه چې لاړې ښه خواري او مزدوري وکه چې درته واده وکړمه.
- مورې که یو ځلې زه له خیره سره ورسېدم، نو ټول ارمانونه به دې پوره کړم، هر څه چې غواړې هغه بیا وکه.
څرنګه چې ابو داود ته د خپل پلار څخه د نورو شتمنیو په لړ کې یو ډېر لوی باغ هم پاتې شوي و د باغ خواوشا ته د خرما ونې ولاړې وې د بڼ په منځ کې یوه ښکلې ماڼۍ ودانه شوې وه. په دې بڼ کې راز، راز ګلونه کرل شوي وو چې هرې خواته به ترې د وږمو قافلې کوچېدلې د ماڼۍ په ځینو کوټو کې ډېر زینتي، ښکلي او قیمتي شیان اېښي وو، پلار به یې کله، کله د چکر او سیل لپاره دلته راته.
ابو داود به هم د خپلې ښځې او لور سره دلته د سیل او چکر لپاره راته او خپل پام به یې سره غلطا وه. د ابو داود مېرمنې به پټ له ځان سره وویل: په دې بڼ کې هر څه، هرڅه شته خو شرافت، مینه، زړه سوی او خواخوږي نشته. د حذیفې دا باغ ډېر خوښېده او کله به یې چې پلار او مور له ځان سره دې بڼ ته راوسته نو په زړه کې به ډېره خوشحاله شوه، داسې وخت هم راغی چې فاطمه د خپل عیاش مېړه د ناوړه کړو وړو او بدسلوک له امله د زړه په ناروغۍ اخته شوه هرڅومره درمل یې چې وکړه او حذیفه یې یوازې د ابو داود بې رحمۍ او وحشت ته پرېښوده.
حذیفې ته چې د وخت استازی نوی د پېغلتوب زیری راوړی و، یوه ورځ ابو داود له ځان سره دې باغ ته د خپلو ناوړو هوسونو او شیطانۍ حرصونو سره یو ځای راوسته.
دغه وخت په باغ کې هېڅوک نه و چپه چوپتیا وه، ابو داود په خپلې لور داسې مینه راغله لکه چې یو څوک یې د پردۍ نجلۍ سره ښکاره کوي، شیطان یې ورته سترګې ړندې کړې، نو لور یې ځانته را نژدې کړه او داسې یې ورته وکتل لکه چې یو عاشق خپلې معشوقې ته ګوري، د ابو داود مینه پر خپلې لور باندې راغله او له خپلې لور څخه یې لاسونه تاو کړل.
حذیفې داسې احساس کاوه چې پلار یې د پلارولۍ مینه ورسره کوي او حذیفه یې څو، څو وارې ښکل کړه او په غېږ کې ونیوه، حذیفه ډېره خوشحاله شوه چې د پلار پام یې پس له ډېرې مودې وروسته دې ته اوښتې دی او پلار یې ور سره داسې مینه څرګندوي او د لور په سترګه ورته ګوري.
ابو داود خپله لور کوټې ته بوتله او د استراحت کوټې ته لاړل چې حذیفه د خپل پلار څخه وپوښتل: پلار جانه! نور خو په کې د استراحت څخه ستړې شوي یو دلته څه کوې؟ پلار یې ورته وویل: لورې زه ستړی شوی یم او غواړم چې د لږ وخت لپاره ویده شم، لور یې ورته وویل: ښه پلار جانه ته ویده شه زه به د ګلانو او باغ ننداره وکړم. پلار یې ورته وویل: لورې ته راشه لږه را سره کېنه، حذیفې ورته وویل: پلار جانه زه نوره له کوټې څخه په تنګ شوې یمه غواړمه چې په ازاده هوا کې ساه واخلم، خو پلار یې ټینګار وکړ او حذیفه ور سره کېناسته.
پلار یې ورته وویل: لورې لږه را نژدې شه، نو حذیفه حیرانه شوه چې پلار یې څه وایي، خو د خپل پلار سره نژدې کېناسته او هغه ترې خپل لاسونه راتاو کړل، غوښتل یې چې حذیفه په خپله غېږ کې کېنوي.
- پلار جانه څه کوې؟
- لورې ډېره را باندې ګرانه یې، زما خوښېږې.
- پلار جانه نن دې څنګه پس له ډېرې مودې وروسته له ما سره په زړه کې مینه پیدا شوه؟
- ته زما مخکې هم خوښېدې، ته خو زما لور یې، زما ژوند یې....
له دې خبرو سره یې حذیفه په خپله غېږ کې کېنوله، لورې یې چې د خپل پلار په شوم نیت باندې پوه شوه، نو د هغه له غېږې څخه پاڅېده او غوښتل یې چې د کوټې څخه ووځي چې ابو داود لکه د لېوني سپي غوندې ور پسې منډې کړې او هغه یې په دواړو لاسونو کلکه ونیوه او په زور یې ځان ته را نژدې کړه.
حذیفه په ژړا شوه او خپل پلار ته یې وویل: پلاره زه خو ستا لور یم، پلاره ته په هوش کې یې؟ دا ته څه وایې؟ او څه کول غواړې؟
د پلار په زړه کې شیطان اوربل کړی و او سترګې یې ورته عیاشۍ ړندې کړې وې. لور یې پداسې حال کې چې اوښکې یې له سترګو لکه باران غوندې روانې وې او غټې، غټې او ښایسته سترګې یې سرې اوښتې وې، په زارۍ او ژړا یې پلار ته وویل: د خدای (ج) لپاره زما په حیا، شرف، ژوند او ارمانونو لوبې مه کوه، له دې وحشت نه دې تېر شه دا ناوړه عمل به دې په دنیا او اخرت کې مخ تور کړي.
خو پلار یې ددې ځواب ور نه کړ او هغه یې په زوره د تخت د پاسه واچوله او کمیس یې پرې څېرې کړ. حذیفې چېغې جوړې کړې او خپل پلار ته به یې عذر او زارۍ کولې، د هغې چېغې او کړېکې اسمان ته وختې او ستوري پرې خپه شول، خو د پلار د کانې نه کلک زړه یې نرم نه کړ، هر څومره چېغې یې چې وهلې چا وانورېدې، ځکه چې په دې باغ کې پرته له وحشت نه نور څه نه و دا چې حذیفې شومو غوښتونو ته غاړه نه اېښوده، پلار یې څو، څو وارې په څپېړه ووهله او ورته یې وویل: هېڅوک نشته چې تا له ما نه وژغوري که زما خبره نه منې، نو همدلته دې وژنم. په دې وخت کې حذیفې خپل ته په کرکه وکتل مخ ته یې توکاڼې ور تو کړې او ورته یې وویل: هغه څه چې ما ته مور مې ویلی وو هغه رښتیا وختل، ته خو زما پلار نه بلکې زما د ارمانونو قاتل یې او... خو ابو داود لکه د لیوني سپي غوندې په خپلې لور حملې کولې، هغه غریبه یې چې په تخت کې وڅملوله او د هغه ارمانونه یې د خپلو شومو هوسونو نه زار کړل، په دې وخت کې چې حذیفې د باغ ونو، ګلانو او خرماګانو ته کتل داسې فکر یې کاوه چې دا ټول ددې په حال ژاړي او د وحشي او عیاش ابو داود په مخ توکاڼې تو کوي.
وخت په بېړه تېرېده او دا پنځمه میاشت وه چې حذیفه به خپل پلار له ځان سره یوازې دې باغ ته راوسته او هغه نوره د خپل پلار ددې کارونو څخه په تنګه وه، خو افسوس چې هغې نشو کولای او کله به چې پلار یې ورته وویل چې نن بیا باغ ته ځو، نو د حذیفې په زړه کې به تېر شول چې بیا مې دوزخ ته بیایي، نو بېچاره ګۍ به په پټه خوله ور سره روانه شوه. د ابو داود دغه ناروا عمل تر دوه میاشتو نور هم دوام وکړ، کله چې دغه بې وجدان پوه شو چې د لور یې د اوو میاشتو ماشوم په ګېده دی، نو وراخطا شو او باغ یې ګز او ګام کاوه او نه پوهېده چې څه به کېږي.
حذیفه معصومه په یوه کونج کې ولاړه وه او خپل پلار ته یې بد، بد کاته او زړه یې غوښتل چې هغه مړ کړي، خو لاس یې نه رسېده، نو ابو داود په حذیفې باندې غصه شو او ورته یې وویل: ته له ځانه خبره یې؟ دا څه وشول زه خو به دې خبر کړای وای چې مخکې له مخکې مې کوم ډاکټر ته پیسې ورکړې وای چې ماشوم یې له منځه وړې وای. پلار یې په دې هم نه پوهېده چې لور یې په دې خبرو څه پوهېږي، نو حذیفه ورته وویل: زه خو په دې خبرو باندې نه پوهېږم او مور مې هم له دې دنیا نه سترګې پټې کړې، زه نور په دې څه پوهېږم. ابو داود د حذیفې لا کش کړ او هغه یې په موټر کې کېنوله او ورته یې وویل چې بېرته ښار ته ځو، نو حذیفې ورته وویل: یوه ورځ به خدای پاک قاضي شي او زما پوښتنه به له تا نه وکړي، پلار خو داسې نه وي، پلار خو د خپل اولاد سره مینه لری او د هغه د سر او مال ساتنه کوي تا خو زما ژوند تباه کړ او ... په داسې حال کې چې د حذیفې سترګې ډکې، ډکې کېدې موټر ته پورته شوه.
عربو ته د زړګي د تللو کار وشو او د خپلې مور څخه یې خدای پاماني واخېسته او پاکستان ته لاړ چې وروسته الوتکې ته ځان ورسوی. هغه ځان ته نوې او ښایسته جامې واخېستې او خپلو ملګرو ته یې چې په عربو کې یې ژوند کاوه تحفې او نور شیان واخستل.
دوه ورځې وروسته زړګی سعودی عربستان ته ورسېد او ملګري ورته په هوایي ډګر کې د ښه راغلاست لپاره ولاړ وو، کله چې هغه یې ولید، نو ملګرو یې لاس ورته وخځاوه او زړګی هم خپل ملګرو ته لاس وخځاوه کله چې یو بل ته نژدې شول روغبړ یې سره وکړ.
په کوټه کې ښې ټوکې ټکالې روانې وې د شپې تر ناوخته پورې دوی وېښ وو خو کله چې شپه په پخېدو شوه نو زړګی او ملګري یې ویده شول.
نن یې درېیمه ورځ وه چې په چوک کې درېده چې کوم عرب راشي او هغه د کار لپاره بوځي، خو تر غرمې پورې څوک معلوم نه شول او زړګی بېرته کوټې ته لاړ، د شپې یې ملګرو ورته تسلي ورکړه او ورته یې وویل: خدای مهربانه دی مونږ هم داسې ډېرې سختې ورځې تېرې کړي دي ته د خدای څخه مه نا امیده کېږه.
پس له څلورو ورځو ابو داود په چوک کې له موټر څخه کښته شو او له زړګي څخه یې پوښتنه وکړه کار نه کوې؟ زړګی چې دغه ساعت له خدای څخه غوښته ورته وویل: چې هو ولې یې نه کوم زه د کار لپاره راغلی یم.
ابو داود زړګی په موټر کې کېناوه او ورته یې وویل: زما یو باغ دی هغه اوبه کوه او همدلته ښه کور شته هغلته اوسه او ښه تنخواه هم درکوم، زړګی خدای ته د شکر اېستلو لپاره لاس اوچت کړ او زړه یې له ډېرې خوشحالۍ نه په ټوپونو شو.
نن دوهمه ورځ وه چې زړګی باغ اوبه کاوه چې د موټر اواز شو، نو پوه شو چې ارباب صیب راغی په منډه دروازې ته لاړ چې دروازه خلاصه کړي چې په همدې وخت کې ابو داود د موټر هارن ته ګوته کلکه کړه زړګی لکه د برېښنا غوندې ور ورسېد او دروازه یې بېرته کړه، ویې لیده چې ویه ښایسته نجلۍ هم ور سره ده، نو د حیا څخه یې سترګې ټېټې کړې. ابو داود زړګي ته وویل: دا زما لور ده، زړګي هغه ته وکتل د هغې په څېره کې یې دردونه او غمونه ولیدل د هغې غټې، غټې سترګې اندېښنو ځورولې وې.
زړګي ابو داود ته وویل: صیب چای راوړم؟ ابو داود ورته وویل: اوس چای مه راوړه، په دې وخت کې ابو داود او لور یې کوټې ته ننوتل او زړګی په بڼ کې پاتې شو، ابو داود خپلې لور ته وویل: هر څه چې زه درته وایم لکه د پخوا به هغسې منې او کوې پوه شوې.
ابو داود له خپل جیب څخه موبایل راوېست او خپلې ځانګړې شمېره یې ووهله چې کله د هغه شمېره مخ شوه، نو هغه ورته وویل: راشی او زر راشی، په دې وخت کې حذیفه حیرانه له کوټې څخه ووته، لږه شېبه نه وه تېره شوې چې د پولیسو د موټرو غږونه پورته شول حذیفه او زړګی حیران دریان پاې شول چې څه خبره ده، نو حذیفه د خپل پلار په بل شوم نیت باندې هم پوه شوه خو هېڅ یې ونه ویل.
کله چې د پولیسو مشر باغت ته ننووت زړګی ته یې ټوپې او تومانچې ونیولې او ورته یې وویل: چې ونه خوځېږې، هغه هم له ډاره څخه لکه د بت غوندې ودرېد او دې ته حیران و چې څه ګناه او جرم مې دی چې دوی مانیسي، نو ابو داود د پولیسو مشر ته وویل: همدا دی چې زما له لور سره یې د تېرو اوو میاشتو څخه نامشروعه اړیکې ټېنګې کړي دي، همدغه مجرم او زنا کار دی ونیسۍ، نو پولیسو د زړګي لاسونو ته زولانې واچولې او په موټر کې یې کېناوه، خو زړګي وویل چې ما دا کار نه دی کړی زه یو غریب او پردیس سړی یم، خو د پولیسو مشر نه منله او د حذیفې له سترګو څخه لپې، لپې اوښکې تویېدې او د بې ګناه په حال یې ژړل، حذیفه یې هم له هه سره په موټر کې کېنوله او د ښار په لوري یې یوړل.
دوه ورځې وشوې چې هغه یې بندې کړی و او دومره یې وهلی و چې حد یې نه درلود د هغه ملګري خبر شول او ور پیسې راغلل کله چې زړګی خپلو ملګرو ته ټوله کیسه وکړه او ورته یې وویل: چې هغه د اوو میاشتو ماشوم په ګېډه لري او زه چې راغلی یم نو زما دا لسمه ورځ ده، نو ملګري یې هم حیران شول او ویې منله چې زړګی خو رښتیا وایي، نو زړګي ته یې وویل: څه چل به وکړو زړګي ورته وویل: تاسو زما ارباب را وغواړي چې زما لپاره یې د مزدورۍ ویزه اخستې او زه یې راغوښتی یم زه به هغه ته ټوله کیسه وکړم.
د هغه ارباب راغی او په پولیسانو باندې غصه شو او ورته یې وویل: تاسو هېڅ حل نه لری چې زما سړی غیر ناحقه له ځان سره وساتي، ارباب د پولیسانو مشر ته د هغه پاسپورټ او ویزه وښوده، د پولیسانو مشر چې ولید رښتیا هم دا د زړګي لسمه ورځ ده، نو د ابو داود دې چال ته حیران شو، خو د پولیسو مشر وویل: دا زما دنده ده چې اصلي مجرم پیدا کړم، نو د حذیفې د لیدلو لپاره د ښځو بندیخانې ته ورغی او ورته یې وویل: ګوره حذیفې ستا په دروغجن اقرار سره کیدای شي دا بېچاره مهاجر او مسافر د مرګ کندې ته پرېوځي او ته به یې قاتله یې که ته رښتیا ووایې نو دده ژوند به له مرګ نه وژغورې او دده مرګ او ژوند اوس ستا په لاس کې دی.
پداسې حال کې چې د حذیفې سترګې له اوښکو ډکې، ډکې کېدې په ژړغونې توګه یې وویل: بس دی چې دومره ګناه مې کړې ده او تر اوسه پورې مې په چپه خوله ټول زغملې دي، نور نو زه نه غواړم چې چپه خوله پاتې شم، زه نور ددې ژوند نه ستړې شوې یمه او نه غواړم داسې په ذلت، بې عزتۍ او مجبورۍ کې ژوند وکړم، زما په ژوند، حیا او عزت زما پلار تېری کړی او زما ټول ارمانونه یې په اوبو کې لاهو کړي دي، او اوس غواړي چې دغه ظالم او ځناور یو بې ګناه مسافر په دې تور تورن کړي او ځان خلاص کړي. زه د خپل پلار د ظلمونو او نارواو څخه پوزې ته راغلی یمه، دا سړی بې ګناه دی، بې قصوره دی زما پلیت پلار مړ کړی، هغه مردار کړی هغه ... د پولیسو مشر چې د حذیفې خبرې واورېدې نو حیران شو چې په دې وخت او هېواد کې داسې پلیت خلک هم شته، لعنت دې وي په داسې پلار چې خپلې لور ته په داسې نظر ګوري اوف خدای ښه دی چې قیامت نه دی شوی، اسمان نه دی را غورځېدلی او ....
خبره تر محکمې پورې ورسېده او محکمې په اخره کې فیصله وکړه چې د ابو داود د شتو او پیسو څخه دې لس فیصده زړګي ته ورکړل شي تر څو د هغه د بې ګناهۍ او سزا تلافي وشي او ابو داود دې په عام محضر کې په دار کړی شي ترڅو نور ترې عبرت واخلي او حذیفه دې باعزته خوشې کړای شي.
کله چې زړګی خوشې شو او خپل حساب یې خلاص کړ، نو په هم هغه ورځ باندې بېرته افغانستان ته راغی او په خپلې غریبۍ یې شکر ووېست او په دغه ډول شتمنو یې د کرکې غشي ووارول.

ننګرهار، ۸/۷/۱۳۸۰