د جغتو د مدني او كلتوري بهير څلورمه ادبي غونډه ترسره شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2935

دخبریدو نیټه : 2005-05-29

امان الله  عادل
 د وردګو او ميدان ولايت د جغتو د ولسوالۍ "مدني او كلتوري بهير" خپله څلورمه ادبي غونډه د تيرې پنجشنبې په ورځ چې د روان ۱۳۸۴ لېږديز لمريز كال د غبرګولي د مياشتې له پنځمې نيټې سره سمون خوري د نوموړې ولسوالۍ د ګوربت د "امام ابي حنيفه عالي ليسې" په انګړ كې د قرآن شريف د څو مباركو آيتونو په تلاوت سره پيل كړه.
 د غونډې رئيس ښاغلى عبدالعظيم ستومان، مشر ميلمه استاد ښاغلى ګل آغا احمدي وردك او د ويندويي چارې ښاغلي امين الله عادل پر مخ وړې.
 د غونډې په لومړۍ برخه كې ښاغلي محمد اسماعيل نويد د جغتو د "مدني او كلتوري بهير" د جوړښت پر اهميت او همدارنګه د تمدن، مدنيت او له هغه سره د ټولنې د وګړو پر اړيكو خپله وينا واوروله. ښاغلي عبدالمتين وردګ د تېرو غونډو لنډ راپور او ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ د وردګو د نوماندو او نومياليو څېرو او شخصيتونو په هكله څرګندونې وكړې. ښاغلي صبغت الله په ټولنه كې د ځوانانو مسووليت په ګوته كړ او ښاغلي كامران د نوموړي بهير د جوړېد په هكله د ګوربت د عالي لېسې پيغام ولوست.
 د غونډې دويمه برخه شعر ته ځانګړې شوې وه چې د سيمې ګڼو شاعرانو، چې ډېره يې تنكي ځوانان وو خپل شعرونه د غونډې برخوالو ته واورول.
 غونډه د سهار په لسو بجو پيل او د دعا په لوستلو او يو لړ مهمو پرېكړو سره د ماسپيښين په يوه بجه پاى ته ورسېده. بايد وويل شي چې د جغتو ځوان "مدني او كلتوري بهير" يو سيمه ايز او ادبي بهير دى، چې پدې وروستيو كې د سيمې د يو شمېر فرهنګپالو شاعرانو، ليكوالانو، اديبانو او مشرانو د هلو ځلو په مټ د هغه بنسټ كېښودل شو. نوموړى بهير د يو شمېر كلتوري موخو سره يو ځاى په منظمه توګه مياشتنۍ ادبي غونډې هم تر سره كوي.
 نوموړي بهير د جغتو په نامه د يوې مهالۍ جريدې د خپراوي او يو سيمه ايز كتابتون جوړولو پرېكړه هم وكړه، او عملا يې كار پيل شو.
 په دې توګه و پتيل شوه چې د جغتو د "مدني او كلتوري بهير" راتلونكې ادبي غونډه به د روان ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د چنګاښ د مياشتې په درېيمه نېټه د جمعې په ورځ د وردګو او ميدان د ولايت د جغتو ولسوالۍ د غازي محمد جان خان د عالي ليسې په انګړ كې جوړيږي.
 د غونډې تصويري راپور په دې ډول دي