محاسن الاسلام ۳۰ برخه دښځودحقوقولړۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29641
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-10-02

محاسن الاسلام ۳۰ برخه  دښځودحقوقولړۍ.
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم  .
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم  .
ځما ګرانو او قدرمنو ديني وروڼو  !  د ښځو د ارزښت او د دوۍ د حقوقو د تشخيص او د تحفظ په باره کښي د اسلام د مقدس دين له محاسنو او ښيګڼو څخه  يوه خاصه او ممتازه ښېګڼه داده چي اسلام و ښځو ته بېل بېل حيثيتونه او جهتونه ثابت کړيدي ، او د هر جهت او حيثيت په اعتبار يې و ښځي ته ځانګړي غټ او عظيم حقوق مشخص کړيدي او خلګ يې د هغو حقوقو په تحفظ او په رعايت په ټينګار سره مامور ګرځولي دي چي شرحه او بيان ددې خبري په دې ډل دئ  :
په جامعه  او ټولنه کښي ښځه بېل بيل حيثيتونه لري ، او د هر حيثيت په اعتبار اسلام و ښځي ته جداګانه او عليحده نوم وضع کړئ دئ ، لکه مور ، انا ، خاله ، عمه ، خور ، ورېره ، خواښې ، خوښينه ، ماندينه  ، مږور  ، لمسۍ ، لور ، ترله ، سکه خور ، ناسکه خور ، سکه انا ، ناسکه انا ، سکنۍ خواښې ، ناسکنۍ خواښې  ، خورزه ، ميره او داسي نور ي  ...
د اسلام مقــدس دين وښځي ته په دې حيث چي دا ښځه ده يو قسم حقوق مشخص کړيدي ، له دې قسم حقوقو څخه هره ښځه ګټه اخستونکې ده ، او په دې حيث چي ښځه مسلمانه وي اسلام ودې ته بيا پر ذکر سويو حقوقو سربېره نور حقوق هم مشخص کړيدي ، او دارنګه که ښځه حره او ازاده وي نو اسلام ودې ته يو قسم حقوق معلوم کړيدي او که ښځه حره نه وي مينځه وي نو اسلام ددې لپاره بيا ځانته حقوق څرګند کړيدي ، دارنګه که ښځه مور وي نو بيا پر خپل اولاد باندي اسلام ودې ته عليحده حقوق ثابت کړيدي چي د حقوق الوالدين په تفصيل کښي به ( انشآءالله ) درته راسي چي هره مور پر خپل اولاد باندي اتيا قسمه حقوق لري  ، الله جل جلاله   په قرآنکريم کښي د مور او پلار په باره کښي و هر انسان ته دا ډول الهي فرمان صادر کړئ دئ چي : « ولاتقل لهما اف  ولا تنهر هما وقل لهما قولا کريما » يعني مه وايه ــ اف ــ  مور او پلار لره  ، ودوۍ ته د اف لفظ او کلمه له خولې څخه مه راباسه او و دوۍ ته په هيڅ ډول زجر او سرزنښت مه ورکوه او وايه و دوۍ  دواړو ته خبره عزتمنه ، نرمه او پسته   .
همدارنګه د«  انا »  لپاره   پر لمسيانو باندي اسلام د مور په ډول حقوق مشخص کړيدي ، او که يوه ښځه د چا خور وي نو اسلام دې لره پر ورور باندي ځانته حقوق ايښي دي ، او که د يو چا قريبه وي اسلام دې لره پر هغه چا باندي صله رحمي لازمه کړېده  ، او دارنګه يې ښځي  لره پر ميړه باندي عليحده حقوق لازم کړيدي چي د « حقوق الزوجين  »  په برخه کښي به درته راسي  ، او که ښځه د يو چا همسايه وي نو دې لره يې ددې پر همسايه ګانو باندي بيا ځانته حقوق ايښي دي  چي د همسايه ګانو د حقوقو په برخه کښي به ان شآءالله درته راسي  ، همداراز که ښځه معلمه ، استاذه او ټيچره وي ، او يامتعلمه ،  شاګرده او سټوډنټه وي نو اسلام دې لره ددې پر شاګردانو باندي  او يا ددې پر استاذانو باندي  نور مختلف حقوق لازم کړيدي   چي په بيان د حقوقو د استاذ او شاګرد کښي به انشآءالله درته راسي .
مطلب دا چي کوم د عظمت جهات او د ارزښت  حيثيتونه چي اسلام و ښځو ته ثابت کړيدي ،  او بيا يې ښځه د هر جهت او حيثيت په اعتبار د ډيرو غټو حقوقو خاونده بللې ده  ، پرته له اسلامه بل هيڅ دين ، مذهب او تمدن او هيڅ آيين او قانون د هغوۍ درک او تصور لا هم نه دئ کړئ  ، په هغوۍ باندي اګاه او خبر لا هم ندي   .

نو لهذا و مسلمانو ښځو ته ځما دا توصيه ده  چي دوۍ هغه حقوق بايد وغواړي کوم چي اسلام ورکړيدي  ؛ ځکه چي په دې کښي د مسلمانو ښځو د دنيا او د آخرت سعادت مضمر دئ  ، مسلماني ښځي بايدهغه حقوق د خپلو ځانو حقوق  و نه بولي کوم چي د اسلام دښمنان يې دښځو دپاره   غواړي  ؛ ځکه په هغوۍ کښي د مسلمانو ښځو دنيا او اخرت دواړه تباه او برباد ګرځي  ، او د اسلام د دښمنانو د ښځو اعزاز او اکرام مقصود نه دئ ، بلکي ددوۍ مقصود دادئ چي له ښځو څخه و اسلام او مسلمانانو ته د ضرر رسولو په لاره کښي د يوې آلې  په ډول کار واخلي  ، او کومي ښځي چي مسلماني نه وي هغوۍ ته هم پکار دئ چي د اسلامي تشخيصاتو مطابق خپل حقوق وغواړي ؛ ځکه چي په دې کښي د دوۍ دنيوي هر قسم وقار ، عزت ، پت او عفت محفوظ دئ او له دې څخه پرته به د دنيا ټول ژوند پر دوۍ باندي د يوه حيوان په ډول په بې عفتي ، بې قدري او رسوايي کښي تيريږي  .
دا د ښځو د حقوقو د لړۍ اخيره برخه وه چي و تاسي ته تقديم سوه  .
والسلام ومن الله التوفيق
. . .