د سورغر په نوم کلتوري مرکز په کار پیل وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29653
بسم الله پښتون مل
دخبریدو نیټه : 2009-10-03


 - کلات
د زابل په ولایت کې د ادبي او فرهنګي کارونو د چټکتیا او پیاوړتیا په موخه د سورغر په نوم یوې کلتوري او ادبي ادارې په کار پیل وکړ.
دغه کلتوري مرکز چې د زابل ولایت د شاعرانو او فرهنګپالو په هڅو جوړه شوې نن يې دیو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې خپل فعالیت په رسمي ډول شروع کړ.
د زابل مرستیال والي ګلاب شاه علي خیل دسورغر کلتوري مرکز په پرانیست غونډه کې زابل د په تېر کې د ښو او نوموتو شاعرانو او ادبیانو د ټاټوبي په توګه یاد اوددې نوي مرکز په جوړیدولو سره يې خپله خوښي څرګنده کړه.
علي خیل وویل چې دغه کلتوري مرکز په زابل کې یوځل بیا د بابا هوتک، ملکیار بابا، حضرت شیخ متي، نازو انا او نورو ادبي شخصیتونو یاد تازه کوي
د علي خیل په خبره چې اوسني ځوانان مسوولیت لري تر څو د خپلې ژبې ، خپل کلتور او خپل فرهنګ څخه ساتنه وکړي او خدمت ورته وکړي.
د دې کلتوري مرکز مشر محمدابراهیم مسیح هم د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې په خپل ټول توان به له خپلو ملي ارزښتونو دفاع کوي
مسیح وویل چې ددې فرهنګي مرکز د جوړیدلو موخه په زابل کې د مشاعرو، ادبي ناستو، کره کتنو، څیړنغونډو، او نورو مجالسو جوړول دي.
مسیح وايي چې سورغر کلتوري او ادبي مرکز به دکتاب د مینه والو لپاره ډیر ژر یو کتابتون هم پرانیزي تر څو د لوستونکو ادبي تنده ماته سي.
مسیح وویل چې سورغر کلتوري مرکز په بشپړ ډول یو خپلواک مرکز دی او هیڅ ډول سیاسي ډلي سره تړاو نلري او نه هم په سیاسي فعالیتونو کي ګډون غواړي.
په غونډه کې د بشرمل ناصر له لوري د سورغر د نوم او تاریخ په اړه یوه مفصله وینا وسوه او سورغر يې د زابل د یو ارزښتمن تاریخي  ځای په توګه یاد کړ.
په غونډه کې یو شمېر نورو ویناوالو هم په زابل کې پر ادبي فعالیتونو، د سورغر کلتوري مرکز پر جوړیدلو او اړتیا، ګټو، ننګونو او نورو باندي خبري وکړي.
په غونډه کې د زابل د یو اوسیدونکي نجیب الله له لوري ددې کلتوري مرکز سره د یو شمیر دفتري وسایلو د مرستې ژمنه هم وسوه.
غونډه چې پکي د نارینه وو تر خوا یو شمیر ښځينه شاعرانو او لیکوالو هم برخه اخیستې وه د ماپښین پر دوې بجې په مشاعره سره پای ته ورسیدله.