که چیرې ستاسو موبایل تیلیفون ورک شي اووغواړی له کاره یې وغورځوی نولاندې چارې ترسره کړی :
کله موچې نوی موبایل ټیلیفون واخست لاندې کوډ پکې ولیکی :
*#06#
دابه تاسو ته ستاسو دموبایل سیریال شمیره درکړي دغه دسیریال شمیره له ځانه سره وساتی دغه شمیره ۱۵ رقمه وي .
کله چې ستاسو موبایل ورک شو خپل شبکې (اتصالات، افغان بیسیم ،MTN ) ته زنګ ووهی اودغه ۱۵ رقمی شمیره ورکړی ورته ووایاست چې زما ټیلیفون ورک شوی اودغه له کاره وغورځوی . اوس که هغه غل سیم کارت بدل هم کړي ټیلیفون به دکارولو نه وي اوګټه به ترې نه شي پورته کولی . ګټه به يې داشي چې بیا به خلک دخلکو ټیلیفونونه نه پټوي .
په سپیڅلې کلیواله مینه.
ډاکټر ثواب الدین مخکښ