مظلومه ښځه
عبدالله الهام
د بوډۍ ښځې په مخ اوښکې را روانې وې، مخ يې په وېروونکې توګه تور وو، يوه سترګه يې ړنده وه او بله سترګه يې هم نيمه شنه او نېمه توره په ويروونکې ډول برېښېدله، خيرن سر او تور څېرې څيرې ټکرى يې په سر وو او د تور دېوال څنګ ته يې ډډه وهلې وه، د ماښام خړه په کوټه کې په خپرېدو او زړې ښځې د کوټې په دېوالونو کې سترګې ګنډلې وې.
د زړې او وېروونکې ښځې مخې ته کوچنۍ ماشومه ناسته وه، ببر سر يې د ماښام په تياره کې وېروونکى مالومېده او په کوچنيو او خيرنو ګوتو يې د غولي په فرش کې کرښې ايستلې، په کوڅه کې د سپيو غپا هم کرار کرار د کوټې کړکۍ ته په رانږدې کېدوه، له کوټې بهر په کور کې هم چوپه چوپتيا وه خو بهر کله ناکله کړپونو او غږونو به د ښځې او ماشومې نجلۍ په زړه وېره ګډه کړه خو زړې ښځې به ځان سره تاو کړ، سترګې به يې پټې کړې او آرام يې وويل:
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->هره شپه مې ويروي...
کوچنۍ ماشومې په منډه پورته ورته وکتل او د زړې ښځې تور غاښونه او تور مخ يې له نظره تېر کړل، لکه چې ترې ويرېږي آرامه ترې شاته شوه. کله به يې په تياره کوټه کې د پيکه دروازې په لور سترګې کږې شوې او کله به يې د ښځې په وېروونکې څېره کې سترګې وګنډلې. له کړکۍ د بهر غږونه ډېر چټک شول او د ماشومې نظر يې له دروازې څخه خپل لوري ته واړاوه. زړې ښځې له ځانه سره خبرو ته دوام ورکړ او کوچنۍ نجلۍ ته يې نيمه شنه او نيمه توره سترګه نېغه ونيوه ويې ويل:
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->ته لاړه شه ويده شه...
جينۍ شاوخوا وکتل، له ښځې هم شاته شوه او د کوټې کونج ته يې ځان کش کړ، د کوټې په کونج کې غلې شوه، زړې ښځې هم دېوال ته تکيه وکړه، سترګې يې پټې کړې او په کوټه کې چوپتيا واکمنه شوه.
په کوټه کې کرار کرار له ماښام راوروسته تياره په خپرېدو وه، د کوټې منځ ته د راختلې سپوږمۍ وړانګې را وغځېدې او کوټې يو ډول نوې جامې اغوستې. نجلۍ په ډار ډار ښځې ته کتل او آرامه يې پوښتنه وکړه.
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->څوک دې ډاروي؟...
زړې ښځې سوړ اسوېلى وايست ويې ويل:
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->ستا مور...
نجلۍ له دې خبرې سره چوپ شوه، شاوخوا يې وکتل او ته وا چې ډار يې په هډو ننوتلى ورېږدېده او ځان يې د کوټې کونج ته نور هم جوخت کړ. خو ښځې دوام ورکړ.
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->هره شپه راځي...
د نجلۍ په سترګو کې د ډار اوښکې وځلېدې خو څه يې ونه ويل، زړې ښځې ډېره شېبه چرت نيولى وو وروسته يې وويل:
- هره شپه پدې دروازه کې راته درېږي، بوټى يې په لاس کې وي او لمبې ترې پورته کېږي، مخامخ راته ګوري او هېڅ هم نه وايي، خداى خبر څه به راته وايي...
ماشومې سر په لاسونو کې ونيو او سترګې يې پټې کړې، کله کله به يې د سلګۍ غږ پورته شو او کله به چوپ په کوڅه کې د سپيو غږونو ته غوږ وه. زړې ښځې به چې ځان وښوراوه، ماشومې به يې په لوري سترګې ونيوې او حرکات به يې په ځېر ځير له نظره تېر کړل.
تياره نوره هم زياته شوه او د کوټې په منځ کې له کړکۍ را ننوتې رڼايي له دوى ليرې کېده او د دروازې په لور يې ځان نږدې کاوه. زړې ښځې هم په زوره پوزه کش کړه او ته وا درنه ژړا يې په ستوني واکمنه ده غږ يې ډب ښکاريده. د کوټې په منځ کې يې له کړکۍ په راغځېدلې رڼا کې سترګې ګنډلې وې او ارام يې زياته کړه.
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->سرې سترګې يې مخامخ په ماکې ګنډلې وي او ژاړي، هېڅ ځاى مې نه پرېږدي، کله کله خو ترې ډارېږم چې چاړه به ورسره وي او په ستوني به مې يې کېږدي او مړه به مې کړي...
نجلۍ لدې خبرې سره راپورته شوه، کړکۍ ته يې وکتل او د دروازې په لور يې له ډېر چرت وروسته ښځې ته مخ واړاوه ويې ويل:
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->زما مور خو مړه ده...
زړې ښځې هم مخامخ پکې سترګې وګنډلې، ګڼ څيرې څيرې کميس چې په غولي هوار وو راټول کړ او له ساړه اسويلي وروسته يې وويل:
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->خو زه هم وايم چې مړه ده دا نخرې کوي... په ژوند يې هم راسره دا نخرې کولې چې ورځ يې دا شوه...
ډېره شېبه چوپ وه، کله به يې له کړکۍ بهر غږونو ته غوږ ونيو او کله به يې دروازې ته وکتل، کراره کراره نجلۍ ته لږ ورنږدې شوه او ويې ويل:
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->هغې له اوله ځان مظلوم مظلوم کاوه، له ما سره به يې لاس اچاوه، څه يې له وسه هم نه کېدل، پلارګنۍ يې کم اصله وه او زما د زوى لياقت يې نه درلود... کاشکې ته يې هم نه واى راوړې...
نجلۍ لکه چې له ښځې وېرېدلې وي د کوټې د کونج په لور يې ځان کش کړ، آرام آرام يې اوښکې په مخ راتويې شوې او ژړا يې هم په سلګو بدله شوه، زړې ښځې يې په لوري وکتل خو چوپ شوه، ماشومې له لږ ځنډ وروسته په ژړغوني غږ وويل:
<!--[if !supportLists]-->- <!--[endif]-->خو ته خو هره ورځ ورته ښېرا کوې؟...
زړې ښځې د ماشومې د دې خبرې په اورېدو سره له ماشومې مخ بل لورته وګرځاوه، ډېره شېبه يې چرت نيولى او د نجلۍ منظمې سلګۍ يې څارلې، ځان به يې کله يوې او کله بلې خواته کش کړ ته وا چې د نجلۍ سلګۍ پرې ښې نه لګېږي، ځان يې ترې غړاوه. نجلۍ په ژړا کې وويل:
- هغې خو چاته څه نه وو ورسولي...
د نجلۍ پټه ژړا نوره په زوره شوه او سلګۍ يې هم په ټوله کوټه کې ګرځېدې، زړه ښځه په غوسه کې پورته شوه. د غولي په منځ کې ودرېده او ويې ويل:
- په همدې ځاى کې مې پرې د تبر وار وکړ، ګوتې مې يې هم پرې غوڅې کړې او هغه ناولى وجود مې يې په خپلو لاسو ټوټې کړ... ته هم د هماغې شيشکې لور...
له دې سره ځاى پرځاى ودرېده، دروازه خلاصه شوه، له دروازې بهر د اور لمبې ښکارېدې، ښځې بېرته شاته منډه کړه او په کونج کې له نجلۍ سره کېناسته او سترګو ته يې ټيکرى ونيوه...