د میرمن کلتوري بهیر د۶۲مي اونیزې غونډې رپوټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29944
صالحه سروري
دخبریدو نیټه : 2009-10-18

 

    د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیردوه شپیتمه اوونیزه غونډه ۱۳۸۸لمریز کال د تلې په ۲۵ مه نیټه د پوهنې وزارت په کلوپ کې  د گڼو خویندو په گډون  جوړه شوه .دغه غونډه د بصیرې حمیدي په مشرۍ چې (توبا ندا) یی ویاندي کوله او د غونډې مشر میلمه دافغانستان تکړه لیکوال او شاعر ښاغلی نورالحبیب نثار و،غونډه د تل په شان د تیرې غونډې درپوټ په لوستلو پیل شوه ورپسی د بهیر پر کاری مسایلو خبرې وشوې لومړی د پاکستان په لاهور ښارکې دجنوب ختیځې اسیا دژورنالستانو په کنفرانس کې دمیرمن کلتوري بهیر دڅلور کسیز هیات د ګډون په اړه رپوټ دمیرمن ساهرې شریف او توبا ندا له خوا غونډې ته وړاندې شو.
ورپسې په پښتو نړیوال کنفرانس کې دمیرمنو او دمیرمن بهیر دغړو د ګډون په اړه ګلالې امرخیل اوږۍ امیل او تورپیکۍ مومند خبرې وکړې ، چې دپښتو نړیوال کنفرانس دسکشنونو په کار کې یې دمیرمن بهیر  دغړو فعال ګډون وستایه .
له کاري مسایلوڅخه یو هم د ځلا په نوم د میرمن بهیر د مجلې چاپول وه چی د چاپ چاره یې د صمیم ټولنې پر غاړه اخیستې وه خو سربیره پردی چی ټول مواد یی اماده دی مگر تر اوسه لا چاپ شوې نده او پدی برخه کې دمجلې کتنپلاوي ته دنده ورکړ شوه چې د صمیم ټولنی سره په دی اړه خبری وکړي،
همدا راز د بهیر له ټولو غړو څخه هیله وشوه تر څو سایټ ته مواد راولیږي او د بهیرد څانګو د مسولینو سره هم خبری وشوې تر څو د بهیر د څانګو سره ارتباط ونیسی او هره اوونی د هغوی د فعالیتونو په اړه معلومات واخلی او له دوی سره همکاری ولری،دغه راز د میرمنو دشعرونو دګډې شعري ټولګې ( دسپوږمۍ ترکلي) کتاب دچاپ دبهیر په اړه رپوټ وړاندې شو.دغه راز په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړو دوړتیاوو په لوړولو ټینګار وشو،او هیله څرګنده شوه چې دمیرمن بهیر دغړو لپاره دکمپیوټر او انګلیسي دزده کړي او نور مسلکي کورسونه پرانستل شي او دآغلو ساهرې شریف،تورپیکۍ مومند،پاریسې خزان او مینې په ترکیب یوه هیات موظف شو تر څو په دې اړه نن دپوهنې وزارت له مقاماتو سره خبرې وکړي،هیات دغونډې په جریان کې دپوهنې وزارت د ویاند ښاغلي محمد اصف ننګ دفتر ته ورغلې او له هغه سره یې په دې اړه خبرې وکړي چې وزارت په دې اړه بشپړ تیاری وښود.همدارنګه آغلې ساهرې شریف له باختر بانک سره دخپلو مذاکراتو په اړه رپوټ وړاندې کړ، دعارفې نورګلې او حمیدې پکتیانۍ دکتابونو دچاپ په اړه خبرې وشوې ، چې باید بودجه یا له اطلاعاتو کلتور وزارت او یا باختر بانک څخه تدارک شي او دغه او نور کتابونه پرې چاپ شي.
ورپسې دلیکوالي دزده کړې دکورس په برخه کې محترم نثارصاحب دشعر په هکله په زړه پورې معلومات وړاندې کړل او دمیرمن بهیر دغړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. په پام کې وه دکره کتنې په برخه کې دآغلې بصیرې حمیدي مقاله کره کتنې ته وړاندې شي
خو دوخت دکموالي او کاري مسایلو دزیاتوالي او دلیکوالي دزده کړي دکورس دوخت له کبله کره کتنه ونه شوه .
او د مشاعری په برخه کې د غونډی ګډونوالو( ناهید سمسور،ارزو کبیري ،سویتا میرزاده،نجیبې اشنا،مینا نظري،فهیمې ایمل،ملالۍ سخی زاده ،ګلالی امرخیل، جمیله صافی، پاریسه خزان،تورپیکۍ وردک، ښکلا،اوږۍ امیل،نظیفه نیازی،ګل مینه یوسفزۍ،زحل امیري، صالحه سروری،صحابه خروټې، رابعه شیرزی،مینه وردک،وریښمینه سعادت،سوله نیازی،) په خپل وار سره شعرونه ولوستل او د غونډی په پای کې د( درخانۍ) مجلی یوه یوه ګڼه د مجلې دمرستیالې مینې صابرله خوا دمیرمن بهیر پر ګډونوالو وویشل شوې یاده  دې وي چې (درخانۍ) مجله د کابل ښارد درخانۍ لیسې د پښتنو زده کوونکو نجونو په نوښت او هڅو په پښتو ژبه خپریږي ،دغه رازدسالنګ خپرندویې ټولنې دمسوول تکړه لیکوال او شاعر ښاغلي غوث الدین فروتن له خوا را استول شوي دوه ټوکه کتابونه (غل او سپیان) ناول چې محترم امان الله عمران ژباړلی او (نجیب محفوظ څرنګه کیسې لیکي) کتاب چې محترم اجمل پسرلي لیکلی پر ګډونوالو وویشل شول او د اوونی خوش چانسه او بختوره نجلی آغلی(ندا ساپۍ) دپچی په اساس وټاکل شوه او دمیرمن بهیر ځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو ،په دې غونډه کې د (۴۰) په شاوخواکې نجونو او میرمنو ګډون کړی و.
غونډه د مازدیګر پر څلورو بجود مازیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده. هيره دي نه وي  چي د ميرمن كلتوري ټولنیز بهير غونډه هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي دپوهنې په کلوپ کې جوړيږي دمیرمن بهیر غړې او ټولې خویندې کولای شي په دغه غونډه کې ګډون وکړي.