جنرال ميک کرسټال:موږدامنوچي اي ايس اي اوپاکستان دطالبانوترشاولاړدي.
دايساف څواکونو عمومي قوماندان جنرال ميک کرسټال دپنج شنبه په ورځ 2009؛10؛15
دکابل ښارپه کانتننتل هوټل کي په هغه2ورځني کانفرانس کي کډون وکړچي دافغانستان دراتلونکي رهبرانوترعنوان لاندي دپوهنتون دمحصلينولپاره دAISEC اروپايي ټولني لخواجوړسوي وو.
دکانفرانس په لومړي ورځ دلوړوزدکړواووميرموچارو وزېران،اودپارلمان غړرگډون وکړچي په دوهمه ورځ يوازي دپارلمان غړواودغرمي وروسته جنرال ميک کرسټل هم په کانفرانس کي راځرګندسول.
جنرال کرسټال لومړي خپل ويناواوروله چي وروسته ئي دناستومحصلينو پوښتنوته جوابونه وويل، په غونډه کي ديري اوپه ازادانه توګه پوښتني دافغانستان، امنيت،نړيوال ځواکونو،سيميز کړکيچ او.... په اړه دښاغلي کرسټال څخه وسوي.
دکابل پوهنتون يوه محصل دکرسټال څخه وپوښتل چي تاسي پدي پوهيږي چي پاکستان طالبان اوترهګر دواړه روزي او هغوي ته هرډول اهکانات برابروي خوبياهم تاسي دهغوي سره هرکال په ميلونونوډالره مرسته کوي اودلته هم له طالبانوسره جنګيزي، په داسي حالاتوکي ولي دښمن په خپل اصلي ريـښه کي له منځه نه وړي؟
دجنرال کرسټال جواب: موږپدي هم خبريو اوهم پري ښه پوهيږوچي پاکستان دطالبانواو ترهګروترشاولاړدي خوداسياست دي موږپه يوه پلا نسو کولاي چي پاکستان کي عمليات پرسره کړواودښمن دفعتا له منځه يوسو موږ داکوښښ کووچي په سياسي لاروترسره کړو.
بله مهمه پوښتنه داوه چي ولي نورسرتيري افغانستان ته راولي ايا ددي بحران يوازني د حل لاره جنګ ده:
جنرال کرسټال وويل چي نه دحل يوازني لارجنګ نده خوداچي اوسني حالات په نظرکي ونيسونوبله لارنسته.
ديادوني وړده چي په يادسوي کانفرانس کي دهلمند، لوي پکتيا،لوګر،ننګرهار،کندهاراونوروولايتونه محصيلونوبرخه لرله.