محمد نبي ساحل
د روان لمريز كال د غبرګولي د مياشتې په ۱۳ نېټه د جمعې په مباركه ورځ د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ په قطب خېلو كې يوه ستره او درنه مېله تر سره شوه. نوموړې مېله د سهار په بجو د سپيڅلي قران د څومباركو ايتونو په لوستلو سره پيل شوه، مېله په درېيو برخو وېشل شوې وه، لومړۍ برخه يې ويناوو او پيغامونو ته دويمه برخه يې مشاعرې او درېيمه برخه يې ملي اتڼ او ځايي موسيقي ته ځانګړې شوې وه. د غونډې د ويندويي چارې تكړه ليكوال او شاعر مصطفي سالك او ځوان شاعر اجمل اند پر مخ بېولې. د غونډې پرانيستونكې وينا درانه استاد وتلي ليكوال او څېړونكي ښاغلي محمد آصف صميم وكړه او و يې ويل دا لومړى ځل دى، چې داسې يوه مېله په لوګر ولايت كې جوړيږي او همدارنګه يې د لوګر فرهنګي ټولنې اعلان هم وكړ، چې دا ټولنه به په راتلونكي كې دې ته ورته مېلې، غونډې او مشاعرې جوړوي، استاد داكار د ادب په ډګر كې يو مهم ګام وباله. ورپسې د دولت د رياست پيغام د دې رياست د اسنادو او ارتباط رييس تكړه ليكوال او شاعر ګل اغا احمدي ولوست. وروسته دسيمې يو شمېر سپين ږيرو، مخورو او د نورو ولايتونو څخه راغلو مېلمنو ويناوې وكړې، همدارنګه د ځينو فرهنګي او مدني ټولنو پيغامونه لكه د څرك مدني او كولتوري ټولنې پيغام، دپژواك خبري آژانس پيغام، د رشاد كره كتنې پيغام، د افغاني ادبي بهير پيغام، د پكتيا ولايت د ادبي ټولنې پيغام او د جغتو مدني او كولتوري بهير پيغام د وخت د كمښت له امله يوازې يې يادونه وشوه.
د غونډې په دويمه برخه كې حاضرو شاعرانو خپل شعرونه واورول، د مشاعرې په منځ كې غرمنۍ خوړو او دلمانځه لپاره وقفه وركړل شوه. دغرمنۍ تر خوړو او د لمانځه د فريضې تر ادا كولو وروسته مشاعرې په عادي ډول ادامه وركړل شوه، چې د غونډې په بهير كې تكړه او وتلى ژورناليست ډاكتر داوود جنبش، تكړه ليكواله آغلې صفيه حليم او تكړه شاعره آغلې پروين فيض زاده ملال هم راورسيدل، چې په استازيتوب يې ښاغلي ډاكټر داوود جنبش خبرې وكړې.
ورپسې د غونډې درېيمه او وروستۍ برخه چې په ځايي موسيقي او ډولونو ته د ځوانانو په اتڼونو ښكلې شوې وه پيل شوه، چې له ښكلو اتڼونو او سندرو څخه وروسته غونډه د لمازديګر په مهال پاى ته ورسيده.
ديادولو وړ ده، چې ددې مېلې په سمبالښت كې ځوان شاعر او ژورناليست نذير احمد نذير، تكړه ليكوال او د ګوربت مجلې چلوونكي حفيظ الله غښتلي، ځوان شاعر غوث الدين فروتن او تكړه ليكوال او شاعر نذير احمد سهار منډې ترړې كړې وې. د ډوډۍ لګښت يې فضل الكريم فضل عبدالرحيمزي، ځوان كمپيوټر پوه ايمل مرجان احمدزي او ځوان شاعر سيد احد رښتيا وركړى وو او د ځاى په سمبالښت كې ښاغلي ډګر جنرال عتيق الله لودين د اخلاص نه ډكه مرسته كړې وه او برابر كړى يي وو. تخنيكي مرسته د فرهنګ او جامعه مدني له خوا او ترانسپورتي اسانتيا د افغان بېسيم مخابراتي شركت برابره كړې وه، درنو شاعرانو ته ډالۍ او سوغاتونه هم د افغان بېسيم مخابراتي شركت او د الكوزي چاى نړيوال شركت مرسته كړې وه. د غونډې بهير د افغان تلويزيون له خوا ثبت او كېداى شي په دې نږدې شپو كې خپور شي.