د ميرمن کلتوري بهیرد۶۳مي اونيزې غونډې رپوټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30129
لیکواله :سویتا میرزاده
دخبریدو نیټه : 2009-10-26

 

نيټه: ۲/۸/۱۳۸۸    
ورځ: شنبه
ځاى:د پوهنې وزارت شپږم پوړ د کنفرانسونو سالون
دغونډې مشره: ګلالۍ امرخيل
د غونډې ويانده: سوله نیازۍ
د غونډې  منشي : سویتا میرزاده
دغونډې میلمانه : نامتو لیکوال نصیر احمد احمدي او صمیم پکتیا وال
د غونډې ګډون کوونکي:شاعراني او ليکوالاني
شمېر: ۳۴ تنه
غونډه په پنځو برخو ويشل شوې وه:
١- دتیرې غونډې رپوټ
۲ – په کاري مسلو خبرې
۳-کره کتنه
۴- مشاعره
۵- د ليکوالۍ اساسات

 په لومړې برخه کې د تیرې غونډې رپوټ ولوستل شو  وروسته په کاري مسلو خبرې وشوې ، ( دسپوږمۍ ترکلي) دافغان میرمنو شاعرانو دشعرونو دکتاب دچاپ په اړه سپوږمۍ نوري خپل رپوټ وړاندې کړ او دغه کتاب یې دمیرمن بهیر پر غړو وویشه. ( دسپوږمۍ ترکلي)  په کتاب کې داوسمهالو افغان ښځینه (۶۸) شاعرانو شعرونه دهغوی له ژوند لیکونو سره چاپ شوي دي ، دغه کتاب دمیرمن بهیر تکړه غړې سپوږمۍ نوري تدوین کړی دی .وپتییل شوه چې ددغه کتاب دمخکتنې غونډه دمیدوتیک په همکاري جوړه شي . ساهرې شریف ،فریبا ۍاهراو توبا ندا ته دنده ورکړل شوه چې دغونډې چارې سمبال کړي دغه راز یادونه وشوه چې د(ځلا) مجلې ټول مطالب صمیم ټولنې ته استول شوي دي خو تراوسه یې دچاپ په اړه هغوی کوم ګام نه دی پورته کړی.دغه راز دمیرمن بهیر دویبپاڼې mirmanbaheer.org
دمطالبو په اړه هم خبرې وشوې.
بيا د بصیرې حمیدي په مقاله چې ( افغان میرمنې) ترسرلیک لاندې یې لیکلې وه کره کتنه وشوه.دمقالې په اړه پاریسې خزان،مکیز،نجیبې اشنا،ګلالۍ عمرخیل،تورپیکۍ مومند، فریبا ظاهر،زحل امیري او دغونډې میلمه نصیراحمد احمدي خبرې وکړې.
 دوهمه برخه : مشاعره
د مينې صابر د شعر په لوستلوسره مشاعره پيل شوه او ورپسې  عاطفې اشنا،ارزو کبیري ،وږمې رضوان،فرشتې،اوږۍ اميل ،زحل ،شريفې ستانکزۍ ،تورپيکۍ،ګلالۍ امرخيل ، ګل مينې یوسفزۍ ، مینا نظري، وږمې فضلي، اوملالۍ خپل شعرونه او څلوريزې و لوستې.
ورپسې د اونۍ بختورې میرمنې نظیفې نیازۍ ته  دمیرمن بهیر ځانګړې ډالۍ ورکړل شوه.
د غونډې په پاى کې دلیکوالي دزده کړي کورس پیل شواو احمدي صيب د ليکوالۍ د اساساتو په برخه کې په کیسه کې دتلوسې په اړه رڼا واچوله،او په دغه برخه کې په هوډ ،لوستلو اوهمیشنۍ ليکنې ټينګار وکړ.نصیر احمد احمدي دلیکوالي په برخه کې خپلې تجربې د میرمن بهیر غړو ته بیان کړې او ورپسې یې د کیسې او ناول دلیکلو په برخه کې لازمې مشورې وړاندې کړې . په پای کې یې دمیرمن بهیر دغړو سوالونو ته ځوابونه وویل.

دغونډې دپای په شیبو کې دغونډې بل میلمه صمیم پکتیاوال چې تل یې له میرمن بهیر سره مرستې کړې دي ، دمیرمن بهیر تنظیمونکو او غړو ته په زړه پورې سوغاتونه ډالۍ کړل چې ترې مننه وشوه.
په راتلو نکې غونډه کې دسویتا میرزاده لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کیږي او په دې غونډه کې به دمیرمن بهیر دلیکوالي دکورس بری لیکونه هم وویشل شي.
غونډه د مازيګر په څلورنيمو بجو دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پاي ته ورسيده، هيره دي نه وي  چي د ميرمن كلتوري ټولنیز بهير غونډه هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي دپوهنې په کلوپ کې جوړيږي دمیرمن بهیر غړې او ټولې خویندې کولای شي په دغه غونډه کې ګډون وکړي.