حج اومقامات مقدسه ( ۱۸ ) برخه « دماءزمزم دپیدایښت سبب.
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم .
قدرمنواسلامي وروڼو له دغي اتلسمي برخي څخه دزمزم داوبوپه باره کښي تفصيلات درته شروع کوم چي په دغوتفصيلاتوکښي به دزمزم داوبودتاريخ اودزمزم داوبودمبارکونومو نواوخصوصياتو اوبرکاتوپه اړه اودارنګه دزمزم داوبودڅښلو دنيت په متعلق په زړه پوري اونايابه اونادرمعلوماتونه وتاسي محترموته وړاندي کړه سي، خواول دزمزم داوبودپيدايښت وتاريخ اوقصې ته متوجه سي،
حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دئ : چی
ابراهيم (عليه السلام) اسماعيل (عليه السلام) په داسي حال کي چي شيرخوره ؤ او مور دده هاجره (عليهاالسلام) راروان کړه ، تر څو چي وبيتې ته راورسيدل او هلته يې د يوې غټي درختي سره چي دزمزم په لوړطرف کښی وه دوئ دواړه پريښودل ، او په دغه وخت کي په مکه کښي هیچا وجود نه درلودئ ، او نه په مکه کښي اوبه وي ، نو له دوۍ سره يې يوه کڅوړه. خورما او يو مشکولئ چي اوبه وې پکښي پريښودل .
بيا ابراهيم (عليه السلام) بيرته واپس روان سو ، کله چي د اسماعيل مور دَی وليدئ نو پسي ورغله او ورته وې ويل : اې ابراهيمه ! چيري ځې ، په داسي حال کي چي موږ دي يوازي په دې صحرا کښي چي نه انسان او نه بل شئ سته پريښودلو ؟ بي بي هاجري څو ځله خپله خبر ورته تکرار کړه خو ابراهيم (عليه السلام) التفات ورته ونکړ ، بيا بي بي هاجرې ورته وويل : ايا خداي (ج) تاته امر کړئ دئ په دې سره چي موږ به دلته پريږدې؟
ابراهيم (عليه السلام) ورته وفرمايل : هو !
دې مبارکي وويل چي داسي ده نو الله تعالی موږ نه ضايع کوي ، او بيرته وګرځېدله ، ابراهيم (عليه السلام ) هم روان سو ترڅوچی ددوئ دواړوله سترګوڅخه غائب سونویې و بيت الله شريفي ته مخ وګرځوئ ، لاسونه يې پورته کړه او په دغه کلمو سره يې دعا شروع کړه :کومی چی الله پاک یې په قرآن کښی په دغه آیت کښی ذکرفرمایلئ دۍ « ربنا اني أسکنتُ مِن ذريتي بوادٍ غيرِ ذي ذعٍ عند بيتکَ المحرم ربنا ليقيموا الصلوة ، فاجعل أفئدة مِنَ الناسِ تهوي اليهِم وارزقهُم مِنَ الثمرات لعلهم يشکرون » .
او بي بي هاجرې و اسماعيل (عليه السلام) ته شيدې ورکولې ، او هغه اوبه بې چښلې کومي چي ابراهيم (عليه السلام) ورته پري يښي وې ، تر داسي حده چي هغه اوبه خلاصي سوې او دا او ځوۍ يې تږي سول
، بي بي هاجرې و خپل بچي ته کتل چي په خپلو پښو سره يې مځکه وهله اورنګ اودمخ ګونه یې یوقسم اوبل قسم کېدله اوداسی حال باندی راغی چی ګواکی روح یې له بدن څخه خارجېږی،په دغه وخت کښی دبیبی هاجرې رضی الله عنها زړه بې تابه اوناقراره سونوله خپل دغه مبا رک زوئ څخه روانه سوه ځکه چی ددې تاب یې نه درلودی چی واسماعیل علیه السلام ته وګوری اودصفا وغره ته وختله او باندی ودريدله اومخ يې و طرف ته د شېلې وګرځوئ ددې دپاره چي يو څوک به ګوندی وويني خو هيڅوک يې ونه ليدئ او له صفا څخه راکښته سوه ، کله چي وهغه وادی اومیدان یا شېلې ته کومه چی دصفااومروه ترمنځ ده او حاجیان سعی پکښی کوی راورسېدله نو د خپل قميص يو طرف يې راپورته کړ اوسعی اوتېزتګ یې شروع کړترڅوچی ترشیله تېره سوه اودمروه وغره یاغونډۍ ته وختله اوهلته ودرېدله اووې کتل چي ګوندي يوڅوک وويني خوهيڅوک يې ونه ليدۍ اوه واره يې دغه تلل اوراتلل دصفااومروه په منځ کښي وکړل په همدې وجه حاجيان د صفااومروه په منځ کښي اوه واره سعي کوي، اخري وارچي پرمروه باندي ودرېدله نوپه هغه ځاي کښي يې کوم چي اوس دزمزم اوبه دي حضرت جبرئيل عليه السلام وليدۍ بياجبرئیل علیه السلام وبي بي هاجري رضی الله تعالی عنهاته وویل چی ته څوک یې ، بي بي هاجرورته وويل چي زه هاجردابراهيم دزوۍ موريم بياجبرئيل ورته وويل چي ابراهيم (عليه السلام) په دغه ځاۍ کښي وچاته سپارلي ياست ،بي بي هاجرورته وويل چي والله پاک ته يې وسپارلو،نوجبرئيل ورته وويل چي وداسی ذات ته يې ورسپارلي ياست چی هغه ستاسی دهرڅه کفايت کونکۍ دۍ بياجبرئيل په پونده ياپه وزر سره ځمکه وکيندله چي په نتيجه کښي يې دزمزم اوبه له ځمکي څخه راووتلې، بي بي هاجررضي الله تعالی عنهاددغواوبو مخه رابنده وله ددې دپاره چي ولاړي نسي جبرئيل عليه السلام ورته ويل چي اوبه مه رابنده وه ډيري دي نه خلاصيږي.خودې اوبه رابندی کړی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلی دی چی الله جل جلاله دي داسماعيل پرمورباندی رحم وکړي که دې دزمزم اوبه نه واۍ رابندي کړي نودزمزم اوبه به اوس یوه جاري چينه واۍ ،
محترمووروڼوددې بيان تتمه به دزمزم دمباحثوپه اخيرکښي انشاءالله درته راسي
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .