برېښناهغه مهال پیداکیږی چی مختلف کیمیاوی موادیودبل سره تعامل وکی،دلاسی څراغ، ټیپ، راډیواونوروبرقی سامان الاتوچی ورځنی استعمالیږی په دېټولوکی برېښناله همدغوکیمیاوی موادودتعامل څخه لاسته راځی په بېترۍ کی
دکیمیاوی موادوڅخه دتعامل څخه برېښنالاسته راځی۔ددې تجربې لپاره دغه لاندی توکی اړین دی:
1 درسم سنجاق (Drawing Pin)
2 ګیرا (Paper Clip)
3 یوغټ لیمبو
4 دلاسی څراغ ګروپ (دیوه وولټ څخه کم ګروپ)
5 څه صخیم وایر(دبرېښنامزی)ترټولودمخه لېمبوبایدپردووټوټوشی، دلېمبوپه یوه ټوته کی درسم سنجاق اوبللورته ګیرا ورداخل کړل شی، اوس دانځورسره سم په دواړولوروباندیداوایروتړی اودګروپ سره ئې ونښلوی چی په نتیجه کی به ګروپ روښانه شی