په ډېرې خوارۍ دقدم ايښودو ځاى لېدل کېده ، يواځې د توپان شور و چې کله _ کله به يې له لرې کليو څخه د سپيانو غږونه هم را رسول .
باد ، د ونو لغړ خاښونه يو بل سره جنګول ، کوچنى دسمال مې له سره تاو کړى و او يواځې خپلې لارې ته مې کتل .
چې څنګه هدېرې ته نږدې شوم ، چيغې شوې ، لکه هغوى چې ماته په تمه وو .
قبرونه وپړسېدل او بيا ترې جمجې راپورته شوې ، حيران وم څه وکړم ؟ د تېښتې هڅه مې وکړه خو پښې مې سستې وې ، د ګام پورته کولو وس مې نه و .
له څلورو خواوو را نه اسکليټونه راتاوو او نورو را منډې وهلې .
يو دم به ژامې وازې شوې ، سپيره هډوکي به رانږدې شول ، هر اسکليټ کوښښ کاوو چې لاسونه رانه راتاو کړي ، غاښونه راباندې خښ کړي او يامې له مرۍ ونيسي .
چا ويل : ولې دې ووژلو ؟ ولې دې زموږ په ځوانيو سوداګري وکړه ؟ ولې دې راته بچي يتيمان کړل ؟؟؟؟؟؟
چابه په کړس – کړس وخندل او بيابه يې سرونه ښه را نږدې کړل :
موږ وژل شوي نه يوو ، د تا په امر ژوندي خښ شوي وو او بيابه ټولو لاسونه را اوږده کړل .
خولې راباندې راماتې وې ، ژبه مې وچه وه د کلمې د ويلو وس مې نه و ، يواځې اسکليتونه مې ليدل چې راته نږدې _ نږدې کېدل .
دا ځل بيا له څلورو خواوو راباندې هجوم راغى ، سپيره هډوکې کړپيدل يو ناڅاپه راباندې ونښتل او له همدې سره مې يوه زوروره چيغه وکړه او له کټه را پرېوتم :
ټول کوروالا رانه راتاو شول ، د هغوى خبرې مې نه اورېدې خو ، له خولې مې بې اختياره همدا جمله را وتله : شکر چې رهبر نه يم .