په دې ورستيو کې د فنلنډ هېواد د ټورکو په ښار کې د نړۍ تر ګردو ستره کښتۍ جوړه شوه.
ددې سترې تفريحي کښتې د جوړولو چارې د ٢٠٠٦ زېږدي کال د فبروري په شپږمه پيل شوې وې ،چې د ٢٠٠٩ زېږدي کال د اکتوبر په ٢٩ مه نېټه پاى ته ورسېدې. دکښتۍ د جوړولو فرمايش Royal Caribbean International له خوا ورکړل شوى و او د ټورکو ښار د کښتۍ جوړولو يوه شرکت Turun Telakka جوړه کړه.
رويل کارابين نړيوال شرکت په امريکا کې د کښتۍ جوړولو ستره کمپنۍ ده، چې په ١٩٦٨ زېږدي کال يې بنسټ اېښودل شوى دى ، تر اوسه پورې يې Turun Telakkaشرکت ته د ١١ کښتيو د جوړولو فرمايش ورکړى دى ؛ دا کښتۍ سياحتي او چکري کښتۍ ده چې د کارابين په درياب کې به ګرځي راگرځي.
نوموړې کښتۍ چې Oasis of the Seas نومېږي د نړۍ د تر ټولو سترې کښتۍ ريکارډ تينگ کړى دى . بيه يې تر ٩٠٠ ميليون يورو لوړه ده ، چې تر اوس مهاله د فنلنډ هېواد تر ټولو لوړ بيه صادراتي توکى هم دى .
ددې کښتۍ ځينې ځانګړنې په دې ډول دي
٢٢٠٠٠٠متره مربع د کښتۍ غولى
٣٦٠ متر ه اوږدوالى
٦٥ متره پلنوالى
٧٢ متره د اوبو له سطحې لوړوالى
او شاوخوا د ٦٢٠٠مسافرو او د٢١٥٠کښتۍ دچوپړوالو د وړلو وړتيا لري
د انځورونو لپآره دلته کلیک وکړی
http://www.oasisoftheseas.com/