بې وزرونومرغان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30618
ګل رحمان رحماني
دخبریدو نیټه : 2009-11-17

کله چې په دې ښارکې دژوندله روزګاره ستړي انسانان دشپې وختي په خپلونرمو بسترنودخوشبوپه څپوکې په خواږه خوب اودېږي اوټوله شپه دورځې په څېرپه خوب کې هم سرګردانه ګرځي نو څنګه به ددې ناارامه شپې په زلفوکې دهغوسووڅړيکواومړووسلګيواوازواوري چې په سمندرکې دباران د څاڅکې په  شان دتويدوپه مهال   يوډول اوازکوي اوپه باراني سندره بدلېږي ؟

  دلته څوک دهغواوسېلوله تاوه خبردي چې له سوريوسينو دبې کوره مرغانو غوند ې په يوه ناپايه صحراکې هواته جګېږي اوبيادسهارله لمرراختووړاندې دهرکورپه انګړکې دپرخې سره يوځاى راښکته کېږي .
تراوسه چاداپوښتنه کړې چې دپرخې څاڅکې ولې خپل ځان زموږ داوښکوپه شان جوړوي ؟اوبياداغزوله سلګونوتېرووڅوکووروسته ځان ترگلپاڼورسوي

په دې ښارکې په سګونوداسې کسان شته چې شپه ورته ددرد، ژړااوسلګو نوم دى اوخوب نه پېژني دوى دشپې په دې ترخواونه تېرېدونکوشپوکې ددې انتظارنه کو ي چې شپه به سباشي اوديوې نوې ورځې لمرڅرک به دوى ته په خپلوطلايي وړانګوکې کوم نوى پيغام راوړي ، بلکې ددې   انتظارباسي چې هسې نه دښارخلک يې په مخ داوښکولارې اودسروسترګوانځوروګوري ، اوبياورته دژوندانځورددوى په څېرتت شي.

   نواې ښاغلو!
  کله چې ماښام اودېږ ى نودخپلوکورو نودروازوته دومره زرکلپونه مه اچوى خيردى دومره وختي خپل ځانونه ترخپلونازدانه اوزرينو بسترونومه رسوى دخپلوکوټو سرې او شنې پردې يوڅه وخت مه  کشکوى ،  ممکن کوم بېنواستاسې دروازه ټک ټک کړي اوياهم بهرپه پلې لاره کوم مزدورناوخته په تياره کې په لاره روان وي هسې نه چې لمن ياڅادريې ستاسې ددروازې دمېخي سيمونوپه تاراويا دګلونوپه پاڼوکې بنده شي .
    داسمه ده چې دوى بې وزرونومرغانوته ورته دي.اواوس دالوت لپاره وزرونه نه لري خو ددې وړاندې بايدددې پوښتنه وشي چې دهغوى وزرونه څه شوي دي ؟چامات کړي؟
هغوى خودغه بې سره نړۍ ته داسې يوازې اوبې وزرونو نه وو  راغلي؟

  هغوى خپل وزرونه وشکول اوتاسې ته يې څپرې ترې جوړې کړې په دې  چې ګرمي مو ونه شي اوپروازونه مولالوړشي .داچې تاسې دومره لوړالوت کو ى ټول ددوى دماتو اوشلووزرونو برکت دى

زه په دې ډارېږم چې هسې نه يوه ورځ ستاسې درنګينووزرونو بڼکې زړې شي اوددوى وزرونه له سره نوې بڼکې راوړي بيابه تاسې څنګه ددوى دالوت مخه رانيسئ؟

                              ١٣٨٨\٨\٢٥جلال ابادښار
                                             شپه دولس بجې