د ميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهيرد۶۵ غونډې رپوټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30640
سوله نيازي
دخبریدو نیټه : 2009-11-17


د ميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير پنځه شپیتمه اونيزه غونډه د شنبي په ورځ  د عقرب په۲۳نیټه چي برابره ده د ۱۴ د نومبر ۲۰۰۹ د ګن شمير خويندو په ګډون د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي تر سره شوه ،دغونډې ویانده آغلې توبا ندا،منشي یې آغلې سوله نیازۍ او میلمانه استاد امیرجان وحید احمدزی او صمیم پکتیاوال و.غونډه د قران كريم د څو مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه 
لومړی دتیرې غونډې رپوټ وږمې فضلي ولوست.
وروسته په كاري مسايلو خبري وشوي چي اغلي توبا وويل چي زمونږ هغو خويندو چي تيره اونۍ د انګیلسي كورس لپاره خپل نومونه ثبت كړي وو له هغو خويندو څخه هيله كوو تر څو په دي برخه كي هڅه وكړي چي كم تركمه يي تر دوهم ليوله درس ايلي وي همدا راز (د سپوږمي تر كلي )تر سرليك لاندي كتاب چي میرمن بهیرچاپ كړي خبري وشوي دغه كتاب د ميرمن بهير له خوا وستايل شو او دغه يي د ميرمن بهر يوه ستره لاسته راوړنه وبلله،پریکړه وشوه چې له لوی اختر وروسته ددغه کتاب دمخکتنې غونډه جوړه شي. همدا راز د میرمن بهير له خوا  د نورو كتابو نو د چاپولو په اړه هم خبري وشوي، دآغلې نعیمې وردګ دمتلونو کتاب چې ساهرې شریف او علم ګل سحر پرې تقریضونه لیکلي دي دچاپ لپاره مطبعې ته واستول شو چې دمیرمن بهیر له خوا خپریږي.
دغه راز دمیرمن بهیر دموقتې اجراییه شورا مشره آغلې ساهره شریف چې دبیت الله شریف دحج دفریضې داداکولو په نیت روانه ده او همدارنګه مینه صابر چې بهر ته روانه ده ورته د ښه سفر دعا وشوه.
 دغه راز آغلې وږمې فضلي ته دنده وسپارل شوه چې دپښتنو میرمنو دلنډوکیسو ټولګه را ټوله او چاپ ته یې چمتو کړي دمیرمنو د لنډو كيسو دغه ټولګه به د ميرمن بهير له خوا چاپ  شي.همدارنګه دمیرمن بهیر دویبپاڼې دکار دلا ښه والي په اړه خبرې وشوې وپتییل شوه چې دتوبا ندا ترڅنګ آغلې فریبا سوله مل هم دهغې دمرستیالې په توګه دسایټ په برخه همکاري وکړي.
 د غونډي په دوهمه برخه كي د اغلي سويتا كيسه كره كتني ته وړاندي شوه چي دي كيسي اصلي هدف په خپله سويتا په خپلو الفاظو كي بيان كړ وروسته آغلوندا ساپۍ،وږمې،سولې نیازۍ،عاطفې اونورو خویندو پرکیسه خبري وكړي كيسه د ټولو بهير والو له خوا و  ستايل شوه دا چي دا د اغلې سويتا لومړنۍ كيسه وه نيمګړتياوې یې لرلې، په کیسه کې اضافي جملې ډیرې کارول شوې وي،ډیالوګونه زیاتره بې ضرورته و،او کیسه هم په یوه تصادف پای ته رسیدلې وه چې دا دسویتا دلنډې کیسې عمده نیمګړتیاوې وي چې یوشمیر خویندو په ګوته کړې.
د غونډې په دريمه برخه كي د ژورناليزم داساساتو په اړه په زړه پوري او معلوماتي مطالب د ښاغلي استاد احمدزي له خوا وړاندي شول دا چي د بهير غړو د ليكوالي پروسه پاي ته ورسوله ، د شنبي په ورځ د ژورناليزم كورس پيل شو او له ټولو خويندو څه هيله وشوه چي په دي كورس كي ګډون وكړي تر څو په پاي كي خپل بري ليكونه لاسه راوړي د غونډې په پاي كي مشاعره وه چي ډيرو خويندو په ګډون وكړ او په زړه پوري شعرونه يي ولوستل. وپتتیل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د آغلې سوسن نایل شعر کره کتنې ته وړاندې شي.
د غونډي په پاي كې دمیرمن بهیر غړو او دغونډې ګډونوالو ته هرې یوې ته يوه يوه راډيو دښاغلي صميم پكتياوال له خوا ډالۍ شوې.همدارنګه پر ګډونوالودعرفان مجله،دسپوږمۍ ترکلي کتاب او دنړۍ اوونیزه هم وویشل شول.
غونډه د مازيګر په څلورو بجو دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پاي ته ورسيده
 هيره دي نه وي چي د ميرمن بهير غونډه د هري شنبي د مازيګر په يوه بجه د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي جوړيږي.