اختر ته به راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30896
وزیرهمت
دخبریدو نیټه : 2009-12-01


په شونډو به يې څه عجيبه شان موسكا د لمر د وړانګو  په ډول را خپرېدله،  په ګودر كې به يې له خپلو همزولو  سره داسې مستي كوله، تا به ويل چې هره ورځ پرې  د اختر ده.

هغه سكينه  يادوم كومه چې په خبرو كې  به يې چاته وار نه وركاوه په ګودر كې به يې له خپلو همزولو  سره په خنداوړې لهجه  وويل: اختر نږدې دى، ډېره خوشحاله يم كه خير يي، پسرلى ورور به مې هم راشي !! ماته ډېر ګران دى، بيا به له ځان سره  بنګېد له ګران به راته څنګه نه يي ؟؟  همدا يو ورور لرم په دې نيمګړې  دنيا كې زما نور څوك دي؟

هر څه چې ترې وغواړم له ما يې نه منع كوي او په ډېره مينه  يې راته راوړي،  زما هر ارمان پوره كوي!!

ملالۍ خپلې ملالې سترګې ورته راپورته  كړې ويې ويل:  ((ښه ! ښه !  سكينې  خورې ستا ورور چې ستا دومره غم خور دى؟ كله تا هم دهغه په اړه كوم فكر كړى دى او كه نه ؟ ))
 سكينې د ملالۍ دخبرو له شاربلو نه داسې و انګېرله چې دهغه  واده  ورته يادوي،  سكينې وويل:  (( خير يوسې ملالۍ  خور جانې زما خو دې خبرې ته  بېخي پام شوى نه و !)) ملالۍ په خندا وويل:  (( كاشكې چې پسرلي ته مو واده كړې وى.))
سكينې ملالۍ ته په خندا خندا ځواب وركړ: (( د هغه د واده غم او ستا دواده غم !!))
دواړو په ډكو خولو  په كړس كړس  وخندل.
 ملالۍ په ناهيلي انداز  وويل: (( ماغوندې پېغلې خو ولور غواړي.))
سكينې  يو سوړ  اوسيلى وكړ ويې ويل: (( ولور دې خداى ورك كړي، زه به يې  په بدل كې ځان وركړم. ))
 ملالۍ په خواشينۍ ورته وويل: (( ولور دې خداى له بدل سره ورك كړي. )) د دواړو سترګې له اوښكو ډكې شوې،  يوې بلې ته وويل: 

((ځه چې  ځو كور ته ځو)) خو سكينې  خپله خبره راونيوله:  (( مور اوپلار مې زاړه دي  دي له ځايه نه شي،  پورته كېدلى ، ښه به وي چې ژر كورته لاړ شو. ))
د مساپرو  د  راتلو وخت و، سكينه  هم د ورور د راتلو په هيله  د كور  دروازه  خلاصه كړې وه،  ګوري چې بېرون ډېر ځوانان ګنډې په لاس د كور په لور را روان وو.

په سترګو كې يې اوښكې راولاړې شوې، په دې هيله ناسته وه، چې  د ټولو  ورونه  راغلل مګر زما ورور به كله راځي.
له ډېر پرېشانۍ يې منګى پورته كړ او دګودر په لور روانه شوه.
 ټولو همزولو ورته وويل: (( سكينې ورور دې راغلى،  كه نه ؟ زموږ ورونه  خو دخداى رحم دى راغلي ، خير دى زړه مه وهه  را به شي،  مساپر دى كنه ،  مساپر خو اسې هم دبل  په لاس كې وي.))

سكينې منګى ډك كړ بې له خبرو دكور په لور روانه شوه، دالان كې  ډېره زړه  نيولې ناسته وه، خيالونو  به زنګوله  ويل به يې خداى مه كړه، څه پېښه نه وي شوې، بيا به يې سر د نه په ويلو سره وخوځاوه ،  (( وبه يې ويل:  ((نه ! نه!  داسې نشي كيداى زما پسرلى ورور به خامخا راځي او يوه ښكلې شان ورندار به ورته راولم.))  لكه ليونۍ  په ګډوډو به سر وه،  كه  ورور مې  ژر رانغى نو زه به ورسره هېڅ خبرې ونكړم،  مساپري همدومره اوږده وي ! دا فكر نه كوي،  چې مور اوپلار  به مې په څه حال وي نه كوم خط،  نه كوم خبر؟
 بې واره  به را ولاړه شوه،  يو سوړ اوسيلى به يې وويست خير دى دده سر ته دې خير وي را به شي، لا خو اختر ته درې څلور ورځې پاتې دي، مور يې ورباندې غږ وكړ: سكينې  لورې راشه لږې اوبه هم درسره راوړه.

مور يې له سكينې  وپوښتل سكينې لورې ډېره خپه خپه  ګرځې،  څه خبره ده؟ سكينه چوپ پاتې شوه، په اننګو يې اوښكې را  روانې شوې، مور ته يې په ژړغوني اواز وويل:  مور جانې  پسرلى ورور مې ولې نه راځي، ښه پوهېږم چې بغير د پسرلي نه زموږ كور څومره خالي خالي ښكاري .
مور يې وويل:  سيكينې لورې خير يې غواړه رابه شي؟
دوى لا دا خبرې كولې، چې د ماښام تورو تيارو ټوله ځمكه په خپله لمنه كې ونيوله،  دخلكو شور ماشور شو.
سكينې ژر را منډې كړې ګوري چې پسرلى ورور يې د خزان ليوانو خوړلى  د مرګ په بړستن كې تاو كړى،  په كټ كې پروت خلكو د دروازې ترمخ ورته كېښود.
سكينې رامنډې كړې، د وېرې  او له وير په ډكو لاسونو يې د ورور له مخ څادر پورته كړ دخپل ورور په څېره يې سترګې داسې خښې كړې، تا به ويل چې دغشو باران د پسرلي په ژيړ اوښكلي  مخ ور خلاص شو.
سكينې چيغه كړه وې ويل:  (( ما خو ويل چې اختر ته به راځې اختر ته راغلې،  له دې  خبرې سره په  ورور را پريوتله . ))