دښاغلي محمد معصوم هوتك په وياړ غونډه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3101
خليل الله سروري –كندهار
دخبریدو نیټه : 2005-06-20

خليل الله سروري او حشمت ساحل –كندهار

په لوى كندهار كي

 دښاغلي محمد معصوم هوتك په وياړ غونډه جوړه سوه

 

 پرون يكشنبه د  غبر ګولي د مياشتي(۲۹) چي د جون د مياشتي د (۱۹) نېټي سره سمون خوري د لوى كندهار د كلتوري مركي په نوښت د كندهار  راډيو تلويزيون  په پراخه ښكلي ساحه كښي د ښاغلي محمد معصوم هوتك په وياړ غونډه او مشاعره جوړه شوه چي په دې غونډه كي د كندهار ولايت د پوهني ريس ښاغلي حيات الله رفيقي ،اطلاعاتوكلتور رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي ، د لوي كندهار د كلتوري مركې مشر ښاغلي ډاكتر طارق رشاد ، ښاغلي ډاكتر عبدالرازق پالوال ، د هيواد  كلتوري ټولني مشر واصل حسنيار ، د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار ، د كندهار ولايت مرستيا ل ښاغلي غلام جيلاني همايون او نورو شاعرانو ليكوالانو ګډون كړى وو .

غونډه د مازديګرپه شپږ نيمو بجو پيل چي  د كندهار راډيوتلويزيون د ښكلي شنې پراخه ساحې په منځ كي د  شنو اوبو د حوض پر شاوخوا باندي ځاى ورته تيار شوى و د غونډي په پيل كي ښاغلي جما ل الدين ياور د قرآن كريم څو مبارك آياتونه تلاوت كړل وروسته د كندهار ولايت د راډيو تلويزون ريس محمد داود احمدي لخوا د غونډي ګډون كوونكوته ښه راغلاست وويل سو  ور پسې د كندهار ولايت د اطلاعات او كلتور ريس ښاغلي عبدالمجيد بابي خپلي خبري پيل كړې او د ښاغلي محمد معصوم هوتك راتګ ته يې خوښي څرګنده كړه او وياړ يې و ګڼى ورپسې د لوى كندهار  د كلتوري مركې مشر ښاغلي ډاكتر طارق رشاد د هوتك صاحب د ژوند ليك او اثارو په اړه  د غونډي ګډون كوونكو ته معلومات وركړل ورپسې د ماښام لمانځه اداينه تر سره شوه بيا د ماښام د لمانځه وروسته د غونډي دوهمه برخه پيل سوه.

د غونډي دوهمه برخه چي شعر او موسيقي وه په بشپړي يوې شاعرانه فضا كښي پيل شول، حوض ته د را تويېدونكو اوبو شڼهار،داوبو پر مخ د لايټونو ځلا، شاوخواته تياره ماښام او ورسره آرامه و روح خوښوونكې د سيتار نغمه وه چي يو رنګين ماښام يې جوړ كړى  همداډول د مشاعرې ګډونوالو هم  په خپلو شعرونو كښي د جادو ژبه چلول چي هر يوه په خپل  وارسره لكه ښاغلي عبدالاحمد محمد يار ، واصل حسنيار ، ښاغلي كامران ، عبدالرشيد مسؤول ،عبدالواسع هڅيال او عبدالجميل څپاند صاحب خپل  شعرونه وړاندي كړل وروسته د ټنګ ټكور (موسيقۍ)  برخه پيل سوه چي په وار سره درو هنرمندانو پرله پسي دري غزلي وويلي چي دې بيا پروګرام ته نوره رنګيني هم وركړه، وروسته د غونډي دروند مېلمه ښاغلي محمد معصوم هوتك صاحب د غونډي ګډون كوونكو ته خپله وينا او شعرونه واورول ، خوښي يې څرګنده كړل ، د لوى كندهار د كلتوري مركې هڅي يې د ستايلو وړ و بللې ، نوي شاعران يي وستايل او ويي هڅول تر څو د دې لاري په صحيح ډول لاروي وكړي كړي وروسته بيا مشاعره پيل سوه چي په وار سره حكمت الله شفيق ،  سعيد زابلي ، ښاغلي عبدالمجيد بابي او مختار احمد احسان خپل خپل شعرونه وړاندي كړل بيا د موسيقي پروګرام پيل سو چي په دي برخه كي ښاغلي بشير احمد كندهاري دوي غزلي و حاضرينو ته واورولي په پاي كي د راډيو تلويزون رئيس ښاغلي محمد داوداحمدي په هره مياشت كي د يوي مشاعري د جوړيدو وړانديز وكړ  چي البته موضوع به يي معلومه وي او شاعران به د هغه په اړه شعرونه وايي او په پاي كي غونډه د دعا په ويلو سره پر ۳۰ :۱۰ دقيقو پاي ته ورسيده .