کندهار : زده کوونکي د کتابونو له نه شتونه شکايت کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31097

دخبریدو نیټه : 2009-12-11

احمد لودين : کندهار

 

په کندهار کي دښوونځيو زده کوونکي شکايت کوي چي د ښوونيز کال څلور مياشتي يي تيريږي او څلورنيمو مياشتنيو ازموينو ته ډير لږ وخت پاتي دي خو بيا هم دوي ته د ځينو  مضامينو تدريسي کتابونه نه دي ورکول سوي او په نوموړو  مضومونونو کي يي زده کړي ډيري نيمګړي دي او ددي تر څنګ په لابراتوارونو کي د عملي تجربو دپاره هم لازم مواد نه لري .  نوموړي زده کوونکي وايي ډير انديښمن دي چي په ازموينو کي به سمي پايلي ونه لري ځکه چي د لوړو زده کړو د ساينسي مضامينو ځيني کتابونه يي کم دي . 

 


په کندهار کي  دښوونځيو د زده کوونکو دا ستونزه مو د همدي ولايت دپوهني رياست دسرپرست ريس نجيب الله احمدي سره شريکه کړه  احمدي وايي چي دکتابونو  دنه شتون ستونزه يي دپوهني وزارت سره په جدي ډول شريکه کړي ده   او هغوي ژمنه ورکړي ده چي ژربه يي ورته ورکړي . دده په خبره کتابونه په پلازمينه کابل کي اماده پراته دي او اوس يي د راوړلو دپاره د پوهني وزارت تيارى نيسي

احمدي وايي چي په راتلونکي يوه مياشت کي به دڅلور نيم ميليونو افغانيو په ارزښت د لابراتوار مواد هم برابر کړي .او له هغه ورورسته به د زده کوونکو دي ستونزي ته چي لابراتوارونه نه لري دحل په ژبه ځواب ووايي
د پوهني سرپرست ريس زياته کړه چي د ټولګيو د تود ساتلو دپاره يي هم د بوټو او بخاريو زمينه برابره کړي ده او دا چي هوا يخه ده زده کوونکي به په توده هواکي ښه زده کړي وکړي .
نجيب الله احمدي زياته کړه چي په کندهار کي يي دنورو دوولس بابو ښوونځيو د جوړيدو قراردادونه هم کړي دي او په هغو سيمو کي چي دناامنۍ له کبله ښوونځۍ تړل سوي دي د پرانستو هلي ځلي يي هم داولسي مشرانو په مټ پيل کړي دي .
دي وايي چي په روان کال کي لس زره تنو په ښوونځيو کي داخله اخستي ده او په کندهار کي به ښوونيز بهير پراخ او ګړندى کړي .
په کندهار کي دپوهني رياست مسوولين په داسي حال کي د پوهنيز بهير له پياوړتيا څخه خبر ور کوي چي په دي ولايت کارپوهان ښوونيز حالات کمزوري بولي او وايي لکه څنګه   چي لازمه ده هومره پرمختګ يي نه دي کړي