په کراچی کښي د پښتنو غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31171
راپور : ننګیال یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2009-12-13

د نومبر په دوویشتمه نیټه د کراچی ښار په میټروویل کښی د پښتنو په موجوده سیاسی صورتحال ، دسیمی پر سیاسی بحران او دپښتنو پر ویاړلی تاریخی وطن دتپل شوی جنګ په هکله یوه لویه پرتمینه غونډه رابلل شوی وه .

په غونډه کښی په لسګونو روښنفکره وکیلانو ، ډاکټرانو ، د تعلیمی ادارو استادانو ، لیکوالو شاعرانو او دبیلابیلو سیاسی تنظیمونو فعالینو برخه اخیستی وه . غونډه د ډاکټرجمیل خان په صدارت کښی پيل شوه دغونډی دنظامت چاری وکیل دیندارعلی خان پرمخ وړلی ، دغونډی دپیل په وینا کښی وکیل دیندارعلی ایډوکیټ زیاته کړه چی نن دپښتون افغان پر وطن د ظلم او بربریت اور بل دی د پښتنو کورونه ، هغه سکولونه چی دوی په خپل مټ او زاتی مصرف اباد کړی دی او کاروبارونه تباه کیږی خو سره له دی په ټول پښتون وطن کښي خاموشی خوره ده ځکه خو نن ددی غونډی په ابتکار سره دقام مشران او کشران راټول شوی دی چی دحل لار ولټوی که دښمن هر څومره زوره ور دی ولی بیا هم مونږ باید له همته او عقله کار واخلو او خپله آینده وسنجوو

ملګری ګل راج خان ایډوکیټ په خپله وینا کښی زیاته کړه چی په دی په اسراره خاموشی کښی دملګرو دا رنګه راغونډیدل د ستاینی وړ کار دی زمونږ اجتماعی قتل عام روان دی اوس دیو داسی تنظیم ضرورت دی چی د میډیا له لاری دقام ویر نړی ته وړاندی کړو .

ملګری ایازخان صافی غونډی ته وویل چی دا ټول خلک په دی پوهیږی خو دتنظیم نه بغیر دا قامی مسلی نه حل کیږی او د قام پر یوه مرکز راغونډیل دوخت ضرورت دی .

غونډی ته مشر میلمه امیرحمزه خان مروت په خپلو تفصیلی خبرو کښی دپښتنو په قامی وحدت او د پښتون قام پر مسایلو او ددوی په وسایلو د جوړشوی لوټمار وږغید . ده وویل چی په انفرادی توګه پښتون تربل هر قام ښه ژوند لری ، ډیر شتمن خلګ لری او هم ښه کاروبارونه لری ولی اصل شی قومی شعور دی نن ورځ په پښتنو کښی دقیادت کمی دی دخپل دوست او دښمن پیژندنه نن د پښتنی ټولنی لومړنی اړتیا ده ولی په افسوس سره نن پښتون په ټوله نړی کښی دخندا دی ځینی د طالبانو په نامه په غلط فهمی کښی راګیر دی چی داخلګ د قومی بقا او طبقاتی برابری جنګ کوی نور بیا دامریکی په تمه ناست دی چی مونږ ته به ازادی وګټی . دقامی ازادی جنګ خو بلوڅان کوی مونږ له هغو هم سبق نه واخست لکه متل چی دی ، ړوند هم په خپل کور ښه خبر وی ، ولی مونږ له خپله کوره ناخبره یو دلته د اپریشن په نوم دپښتون افغان قام قتل عام وشو او لا هم دا ډرامی روانی دی ولی مونږ تری ځان نه خبروو. ده زیاته کړه چی پښتون د قدرتی وسایلو مالک دی پریمانه اوبه او بجلی لری زمونږ دهر غره کاڼی دسروزرو قیمت لری که مونږ ازاد شو نو نه یواځی چی پخپله به په ځان بسیا شو بلکه تر منځنی اسیا پوری خلګو ته خوراک برابرولای شو . ده دقامی شعور دبیدارولو له پاره دبلی پارټی دجوړولو مخالف وکړو ولی د پښتون فکری جرګی دبیا بحالولو هوډ یی څرګند کړو چی مونږ ددی تنظیم له لاری دنوی کهول سماجی ، ادبی او سیاسی رهنمایی کولای شو .

له ده وروسته ملګری افضل خان بنګش وویل چی په دی ملک کښي نور ټول محکوم قامونه لکه بلوڅ ، سندۍ او سرایکۍ په دی پوهه دی چی مونږ غلامان یو خو پښتون بدبخته لا اوس هم په دی خبره ځان ناګاره اچولی دی ده دپښتنو دشعوری ویښتیا لپاره دیوه پښتو اخبار د را ایستلو وړاندیز هم وکړو چی هر پښتون دسیاسی حالاتو څخه په صحیح معنی خبر کړل شی .

مشر عبدالحکیم خان وویل چی د کراچی دپښتنو دتحفظ لپاره دی عملی ګامونه پورته کړل شی .

ښاغلی فاروق خان ایډوکیټ په خپله تفصیلی وینا کښی زیاته کړه چی په دی سیمه کښي دپښتنو غوندی قربانیانی بل هیڅ قام نه دی ورکړی ولی زمونږ ټول تحریکونه په صحیح معنو کښی قامی تحریک نه وی ځکه خو له ناکامی سره مخامخ کیږی زمونږ هدفونه هم څرګند نوی ، ده په پاکستان کښی د پښتون لپاره هر ډول غوره راتلونکی رد کړو او زیاته یی کړه چی که په دی ملک کښي دننه ټول پښتون یو هم شی او ووټ هم وګټی خو بیا هم پنجابی استعمار به مونږ ته خپل حق خو پریده چی خپل نوم به هم رانکړی او دا تجربه د بنګالیانو سره تیره شوی ده ده زیاته کړه چی زمونږ اپروچ دی سیاسی او ساینسی وی . ده وویل چی د امیرحمزه مروت زوړ تنظیم پښتون فکری جرګه دی بیرته بحاله شی
دده له وینا وروسته حلیم شملزی خپله وینا دغونډی برخه والو ته واوروله ده دملګری فاروق له خبرو سره ملګرتیا وښوده او

 زیاته یی کړه چی د افسوس مقام خو دادی چی نن دپښتون افغان قام په مسایلو هغه خلک سیاست کوی چی هغه دسیاست له ابجدو ناخبره وی ده دپښتون قام د ازادی تحریک په دی ملک کښی ددی تش په نوم جمهوریت له لاری ناشونی وګڼلو ځکه چی دقامی وحدت او قامی ازادی لپاره دهر قام خپله  خپله کړنلاره وی او پکار ده چی له خپلو تاریخی کړنلارو کار واخلو

او باید دهر عمل لپاره علمی بحث او مباحثه اړینه کړل شی ترڅو د خپل جغرافیایی وحدت ، وسایلو او کلتور څخه پر علمی بنسټونو پوهه شو ده وویل چی مونږ دنړی هیڅ یو طاقت د حق خود ارادیت او ازادی غوښتلو څخه نشی منعه کولی ولی چی دا دهر بشر بنسټیز حق دی وړی غوښتنی کول تل په پاکستان کښی پښتانه سیاست وال سپک کړی دی بلوڅانو چی دازادی غږ پورته کړ نو نن مالی پیکج پخپله ددوی په پښو کی پروت دی ولی بلوڅ ته د ازادی لږ څه څرک ښکاره شوی دی ځکه نو پرته له ازادی په بل څه نه دی قانع .

وروسته ملګری ارشادخان ایډوکیټ په نیوګریټ ګیم وږغیدو چی پښتون قام څنګه خپلی غوښتنی دنړی له سیاسی اوښتونونو سره همغږی کولای شی ده وویل چی ټول قامونه دعروج او زوال له عمله تیریږی ده پرپښتنو اوسنی جنګونه مسلطول دکفر او اسلام جنګ ونه باله او ویی ویل چی دا دپاکستان د ریاستی کرایسیز نتیجه ده پاکستان ته دنړی پر مخ د خپل مذهبی ریاست دشناخت مسله ورپیښه ده ده وویل چی پاکستان دخپلی بقا جنګ زمونږ په سرونو کوی ولی دا صورت حال نور دپاته کیدلو نه دی . له دی مشرانو وروسته علی اکبر ، انورلالا ، ملګری کامریډ عبدالسلام سلام هم خبری وکړی او دیوه سماجی او علمی تنظیم پر جوړیدا یی ټنګار وکړ . وروسته دغونډی منتظیم عبدالحمیدماما د ټولو میلمنو او مشرانو شکریه ادا کړه . دغونډی صدر پخپله صدارتی خطبه کښی وویل چی پکار ده چی په بله غونډی کښی دیوه تنظیم پر جوړولو او کړنلاری وږغیږو په دی هکله دادوهمه غونډی وه ولی ددی غونډی لویه ځانګړتیا داوه چی په ساعتونو ساعتونو ویناوو کښی توجه نه ماتیده او هیڅ یوه کس تر پایه دستومانه کیدلو احساس نه دی کړی او دغونډی له منځه څوک نه دی پاڅیدلی .

له دی غونډی وروسته بیا یوه مشاعره وشوه چی په کښی حلیم شملزۍ ، سرورشمال ، عبدالسلام سلام ، منظورکامران ، علی اکبر ، امان الله فایق او ننګیال یوسفزی خپل کلامونه واورول .